دحبيب الرحمن احمدزى د وينا متن

په کابل کې د کابل پوهنتون د شريعاتو د پوهنڅۍ استاد حبيب الرحمن احمدزى

دحبيب الرحمن احمدزى د وينا متن

په کابل کې د کابل پوهنتون د شريعاتو د پوهنڅۍ استاد حبيب الرحمن احمدزى

دا دلمر په شان روښانه ده چې زموږ د ټولنى ٩٩ % وګړي مسلمانان دې ، او ددې ټولنې قانون بايد اسلامى ، او حغه څوک چى پدې ټولنه واک چلوي بايد مسلمان وى.


په يوه هيواد کښې چې وګړي يې له ١٤٠٠ کلونو راهيسې د زړه له کومې مسلمانان وى نو دا ښکاره ده چى په دو ى باندې د يوه غير اسلامى قانون تپل ناممکنه خبره ده .


دا هم بايد ومنل شې چي که وغواړو قانون جوړ او بيا يى په طاقچه کې کيږدو ، نو هر نوم چى ورکړو سمه ده ، خو که وغواړو د تطبيق وړ قانون جوړ کړو نو بايد سلامي قانون وي .


د افغانستان په سلو کې نه نوې خلک غير اسلامى ( سيکيولر) قانون نه غواړي، که داسي کوم قانون جوړ هم شى خلک به د پلوې پر ځاى د حغه مخالفت وکړي.


لکه په تيرو لسيزو کې چې مونږ د دې شاهدان وو، افغانانو ډيري سختى ګاللي او قربانى ورکړى. يتيمان ، کونډي ،معلولين او شهيدان يې پر څاى پرايښې ، نو دا به ناممکنه وى چې دوى غير اسلامي حکومت ومنى.


افغانستان يواڅى کابل نه دى بلکه خپل حدود لري، که د امتحان په ډول نورو ولاياتو ته ولاړ شو او دا خبره و کړو ، ددې پر څاى چي ګټه يې کړي وې د ځان په بيه به مو تمام شى .


ډيري افغانان په سمه توګه د دموکراسى په مفهوم نه پوهيږى ، حغه دموکراسى چى د اسلام په ضد وى افغانانو ته د قبول وړ نه ده .


په اطراف کې د د موکراسى د ټکې تعبير کفر دى .


همدارنګه که داسلام سره کوم مخالفت نه وى نو په د باندې چى د اسلام تورى د دولت له تورى سره يو ځاى ذکر شي او که نه ولې بحث کيږي .


داسمه ده چې د داخلي جګړو پر مهال ځيني کسانو د اسلام له نامه څخه دخپلو ګټو په موخه ناسمه ګټه پورته کړي ، چي په دې کې د اشخاصو ګناه ده نه د اسلام .


کوم شى چې په اووس مهال کې د حغه کړل پر مونږ لازم کيږى دا دي چې د حغه کسانو چې بد او غير اسلامي کارونه يې کړي ، د حغوى له کړو د عبرت درس واخلو او ښه مسلمانان و اوسو .


اسلام د يوى ټولني د جوړښت او د ژوند د ښه او عملي اصولو خاوند دى.


مونږ بايد دومره متعصب ونه اوسو او حقايق بايد روښانه کړو، دا چى ګمان کيږي که د اسلام تورې د دولت د رسمي نوم سره ذکر نه شي نو هيواد به ډير ښه پرمختګ وکړي.


طارق بن زياد په اروپا کې لومړنى پوهنتون جوړ کړ چې په حغه کې د سلګونو کلونو له پاره اروپاييانو د مسلمانانو څخه زده کړه وکړه .


د اندلس سړکونه د لندن له سړکونو څخه د مخه پاخه شوى وو، همدا اووس زموږ دوه ګاونډي هيوادونه پاکستان او ايران دوه پر مختللي اسلامى هيوادونو دي.


اسلام له پيل څخه د بيان آزادى او مساوات منلې او تاييد کړي .


د مثال په ډول يوه ميرمن د خويله په نامه پاڅيده او د اسلام دويم خليفه ته وويل : په پيل کې تاسى عمير وى ، بيا عمر او بيا خليفه شوى . له خداى (ج) څخه وويريږه او الهى احکام پرځاى کړه .


يو چا وغوښتل چى د خويله مخه ونيسى ، خو خليفه ورته وويل ، دا حق نلرى چې څوک تهديد کړى.


دا وه د بيان آزادي چې اسلام حغه ته اجازه ورکړي وه او اوسنې مشران هم بايد تبصرې او نيوکې په ورين تندي ومني .


زه په دې ډير تاسف کوم چې مونږ د نظام دنوم په هکله چې اسلامي وې او که نه سيمينار جوړوو ، ولې ددې په هکله سيمينار نه جوړيږي چې په څه ډول يوه فابريکه افغانستان ته راوړو ؟


د اسلام تورے د پرمختګ او هيواد ته د فابريکو د راوړلو نه مانع کيږي . د اسلام تورے خلک له زده کړي نه منع کوي ، نو د که د اسلام دنوم ذکر د هيواد له نوم سره څه تاوان لري؟


د اسلام نوم د پرمختګ نوم دى .


اسلام يواځى د جوماتونو دين نه بلکه ، اسلام د طب ، صنعت، پرمختګ، مهربانى، شفقت اودصله رحمی دين دى .


Frontline Updates
Support local journalists