دافغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې د "ناموسي وژنو" په اړه خبرداری

دافغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې د "ناموسي وژنو" په اړه خبرداری

په کونړ کې دآی ډبليو پي آر دخبريال، ذبيح الله غازي ليکنه

دچارواکوپه وينا دافغانستان په ختيځ ولايت، کونړکې ديوې مېرمنې دوژنې له امله  د درېو سړيو محکوميدل قانون نه، بلکې يو ځانگړی کار وي.

داحسان الله په نامه دکونړ ولايت دماڼوګي د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي دخپلې وریندارې، مريم سرله تنې جلا کړ. نوموړی له وژنې وروسته کابل ته وتښتېد، خو بېرته دپولیسو لخوا راوستل شو اودهغه ددوو ملگرو په گډون دکونړ ولايت په محکمه کې د لومړني قاتل په تور تورن شو.

احسان الله تورومانه، ويې ويل، وریندارې يې له هغه سره دجنسي اړيکې نيولې غوښتنه کړې وه.

هغه ته دمرگ سزا واورول شوه، خو داستيناف محکمې هغه ديوې مودې لپاره د ځوانانو د تاديب مرکز ته ولېږه، ځکه نوموړي دغه مهال ١٨ کلن و او دافغاني قوانيو له مخې کوچنی بلل کيږي، سره له دې چې په پېژندپاڼه کې ٢٢ کلن ليکل شوی دی.

دوو نورو تورنو ته هم د مرگ سزا په شپاړس، شپاړس کاله بند بدله شوه.

په وروستيو کلونو کې په کونړ کې دوژنو په وړاندې څو پېښې محکمې ته وړاندې شوې چې قربانيانې يې مېرمنې وې. خو حکومتي ځايي چارواکي مني چې زيات شمېر پېښو ته د چارواکو پام نه اړول کيږي، ځکه د دود له مخې "ناموسي جرمونه"تل د دولت له سترگو پټ ساتل کيږي.     

دکونړ ولایت دښځو چارو رياست درپوټ نه ورکول شوو پېښو په اړه خبرداری ورکوي، وايي په تېر لمريز کال کې يې د وژنو د څو پېښو په اړه معلومات لاس ته راوړي وو.

دنوموړي رياست رئيسې نسيمې شفيق سادات آی ډبليو پي آر ته وويل، د مارچ د مياشتې راهيسې د درېو ښځو د وژلو او لږ تر لږه نورو لسو سرغړونو په اړه معلومات لري.

سادات وايي ستونزه په لېرې غرنيو سيمو کې خورا زياته ده، چې خلک يې چارواکو ته مراجعه نه کوي.

په کونړ کې ښځې وايي،چې په دغه ولایت کې حکومتي ادارو ته د فزيکي گواښونو د خبر ورکولو لارې چارې نشته. په افغانستان کې ددې سيمې په څېر ځايونو ته دښځو په وړاندې د تاوتريخوالي دمخنيوي په اړه نړيوالې مرستې نه دي رسېدلي، ځکه زياتره يې لويو ښاري سيمو ته پام اړوي.

ذبيح الله غازي په کونړ کې دآی ډبليو پي آر له خوا يو رزل شوی خبريال دی.   

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists