Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

خوب رښتيا کېدو ته يو ګام نژدې شو

شنونکي د ياغيانو په سيمو کې د نل ليکې د امنيت تضمين لپاره د پاکستان ملاتړ اړين بولي.
By Abdol Wahed Faramarz

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خپريال، عبدالوحيد فرامرز ليکنه

په سويلي اسيا کې انرژۍ ته تږو  بازارونو ته د ترکمن ګاز د لېږد د اوږدې مودې خوب  رښتيا کېدل د څلورو مهمو شريکبانډو له خوا د يو کاري چوکاټ په لاسليک کولو يو ګام نژدې شو. د نل ليکې د غځولو له کار څخه د مخه بايد نور ډېر ستونزمن کارونه سرته ورسيږي. په افغاني خاوره کې په پام کې د نيول شوې نل ليکې دغځولوپه لاره کې د طالبانو شتون د دغه ستونزو له ډلې څخه يوه ده.

د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ولسمشرانو او د هند د ګازو او تېلو وزير يو تړون لاسليک کړ، چې د ٢٠١١ کال په دسمبر کې د افغانستان له لارې د نوموړې پروژې کار پيل کړي.  

دا پروژه، چې د ګډو هېوادونو د نومونو د لومړيو تورو TAPI  په نامه هم ياديږي، څه ناڅه له دوو لسيزو را په دې خوا ترخبرو اترو لاندې وه. دا پروژه به کله راژوندۍ شوه او وروسته به بېرته له ياده ووته. ستونزه د تل په شان په افغانستان کې د امنيت نشتوالى و. د هند او پاکستان  تر منځ بې باورۍ هم په هغې کې رول لوباوه، چې د ترکمنستان د ګازو لپاره تر پام لاندې دوه ستر بازارونه دي.    

خبرې اترې په ١٩٩٠ لسيزه کې د ارجنټاين د بريداس د تېلو د کمپنۍ له خوا پيل شوې، چې وروسته د متحده ايالتونو د يونوکال د کمپنۍ تر سيورې لاندې راغله. د افغانستان له لورې، د برهان الدين رباني حکومت چې د لومړنيو خبرو اترو لورى و، د طالبانو له خوا وشړل شو. هغوى [طالبانو] د پروژې کار ته دوام ورکړ او يو تړون يې په ١٩٩٨ کال کې لاسليک کړ، خو په هماغه پاى کې له کانزسيوم څخه  د يونوکال د وتلو له امله پروژه ګډه وډه شوه.

په ٢٠٠١ کال کې د نوې ادارې په رامنځته کېدو د لويديځوالو مينه يو وار بيا راپيدا شوه او د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو له خوا په ٢٠٠٢ کال کې لومړنى معامله لاسليک شوه. د پروژې د کار پرمختګ د طالبانو د بياراژوندي کيدو او د هغه سيمو د نيولو له امله ناشونى شو، چې په پام وه نل ليکه پکې وغځول شي.    

په تېر [ميلادي] کال کې د پرله پسې امنيتي اندېښنو له شتون سره سره د پام وړ پرمختګ رامنځته شو. څلورو شريکبانډو دولتونو د سپتمبر په مياشت کې د پروژې د ودانولو اړوند سندونه لاسليک کړل، چې ټوله بيه يې اته مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيږي. د شرطونو په ډله کې يو هم ترکمن ګاز ته د ګازو د ترلاسه کوونکو له خوا د بيې د ورکولو څرنګوالى و.  

نل ليکه به په ترکمنستان کې د ګازو له سيمې څخه د هرات، هلمند او کندهار  له لارې پاکستان او له هغې وروسته هند ته غځول کيږي. د ګازو ټوله اندازه به په کال کې ٣٣ مليارډه متر مربع ظرفيت ولري.

د افغانستان د ولسمشر د وياند مرستيال، سيامک هروي وايي هند او پاکستان دواړه پروژي ته په بشپړ ډول ژمن دي، چې د هغه په اند به يې کار په راتلونکي کال کې پيل او په ٢٠١٤ کال به بشپړ شي.

هغه وويل: "د پاکستان او هند د زيات فشار لامل د هغوى د ګازو د سرچينو لږوالى دى. د اقتصادي ودې له امله پاکستان او هند دواړه واردې شوې انرژۍ، په تېره بيا د مرکزي اسيا د انرژۍ سرچينوته زياته اړتيا لري."

نن ورځ هند د نړۍ د انرژۍ د سترو کاروونکو په ډله کې راځي او له دې امله اضافي بهرنيو سرچينو ته اړتيا لري. په داسې حال کې چې پاکستان يو کوچنى بازار دى  او چارواکي يې د لګښت زياتوالي په ګوته کوي، چې د خپل ګاونډي هېواد په پرتله تر ډېره بريده پخپلو طبيعي ګازو بسيا دى. 

په داسې حال کې چې انرژۍ ته د هند او پاکستان اړتيا څرګنده ده، پخپله افغانستان به د طبيعي ګازو او همدارنګه د ګازو د لېږدولو له  محصول څخه ګټه واخلي او ٥٠٠٠  تنو ته به د کار زمينه چمتو شي. د کانو وزير وحيدالله شهراني وايي افغانستان به په کال کې له ترکمن ګاز څخه څه دپاسه پنځه مليارډه مترمربع ګاز واخلي. 

ډار دادى چې د ٧٥٠ کيلومتر اوږدې نل ليکې زياته برخه د افغانستان له هغو سيمو څخه تيريږي چې طالبان پکې لږ و ډېر ازاد فعاليت کوي، پر حکومتي او نړيوالو سرتېرو بريدونه سرته رسوي او د مواصلاتو د ګډوډولو په موخه د سړک د غاړې بمونه ږدي.    

افغان چارواکي وايي د ٥٠٠٠  – ٧٠٠٠ تنو په ګډون به يو نوى پوځ جوړ کړي چې د ګازو د نل ليکې ساتنه وکړي.

شهراني وويل: "د کورنيو چارو له وزير سره زما په يوې غونډې کې هغوى په دې  نظر وو، چې  تر ٧٠٠٠  وسله وال سړي به د نل ليکي د ساتنې لپاره بس وي. د ترافيکو واحدونه او نور پوليس به هم د همدې موخې لپاره وګومارل شي."  شهراني زياته کړه، د ځايي خلکو د همکارۍ تر لاسه کول هم مهمه خبره ده.

زياتره افغان شنونکي باوري دي چې د نل ليکي پروژه هېواد ته سياسي او اقتصادي ګټه رسوي او سيمه ييز دريځ يې پياوړى کوي. 

د  افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د بهرنيواړيکو مشر، اذرخش حفيظي وويل: "کله چې د پاکستان او افغانستان د غوښتنې له مخې د ګازو نل ليکه غځول کيږي، نو د افغانستان په امنيتي حالت به مثبته اغېزه وکړي.  په راتلونکو کې به د رغندو تړونونو لپاره لاره هواره کړي. همدارنګه به د افغانستان جيو ستراتيژيک اهميت لوړ کړي."

د اذرخش دا نظر د کابل د اوسيدونکي، سيد جمال په څېر  زيات شمېر افغانانو آى ډبليو پي آر ته څرګند کړ، چې ويل يې په تېره لسيزه کې د حکومت يوازنۍ بريا همدا د نل ليکې غځول دي.

سيد جمال، چې ګازي منقل يې په لاس کې و،  وويل: "که چېرته د نل ليکې دا پروژه بريالۍ شي، نو نور به ګاونډيو هېوادونو ته اړ نشو. ته ګورې چې ايران په ساړه ژمي کې زموږ د تېلو ټانکونه درولي دي. بر سېره پر دې که  ګاز را زيات شي، نو ځنګلونه به مو وساتل شي. هغه  به ارزانه وي او د خلکو ژوند به ښه شي." 

ځينې شنونکي وايي د شريکبانډي په توګه د پروژې په برياليتوب کې د پاکستان رول ډېر اهميت لري، ځکه هغوى ټينګار کوي چې د هېواد امنيتي ارګانونه يې د مخالفينو واګي په لاس کې نيولاى شي.  

 

د پاکستان او افغانستان د چارو شنونکى، احمد سعيدي وايي که پاکستان تر پنځو کلونو پورې ګاز اکمال نه کړي، نو د انرژۍ له سختو ستونزو  سره به  لاس او ګرېوان شي. هغه باوري دى، چې  پوځي استخبارات يا آى ايس آى به، چې د ادعا له مخې يې په تېرو کلونو کې له افغان طالبانو سره ټينګ تړاو درلود، د نل ليکي د پروژې په مخ کې خنډونه جوړ نه کړي. 

احمد سعيدى  آى ډبليو پي آر ته وويل: "د طالبانو او حزب اسلامي په څېر ډلې د پاکستان خبرو ته غوږ نيسي. څنګه چې پاکستان ګازو ته اړتيا لري، نو پروژه به سمه پر مخ ولاړه شي."

نوموړي يادونه وکړه، د حزب اسلامي مشر، ګلبدين حکمتيار په ډاګه ويلي و، چې د هغه ډله به د پروژې مخه ډب نه کړي. سعيدي وويل: "دا له شکه لېرې ده چې که يوه پلا د پروژې کار پيل شي، نو طالبان او حزب اسلامي به د هغې په لاره کې خنډونه وانه اچوي. ځکه هغوى په افغانستان کې خپل عمليات د آى ايس آى د لارښوونو پر بنسټ سرته رسوي."   

هغه زياته کړه: "که کومه ګډوډي رامنځته شي نو هغه به د ايران کار وي."

پروسږکال هنديادونه کړې وه چې د سولې د نل ليکي په پروژې د ګډون په اړه زړه نازړه دى. هند ويلي و چې د پاکستان له لارې به د ايران د ګازو له متبادلې نل ليکې څخه ګټه واخلي. رسمي وړاندې شوي لاملونه د ګازو بيه او امنيتي اندېښنې ښودل شوې وې.  سعيدي وايي هند د واشنګټن د فشار له امله له هغه پلان څخه وتلو ته اړ شو. له  TAPIڅخه د متحده ايالتونو ملاتړ ته د ايران د صادراتو د بندولو د يوې هڅې په سترګه کتل کيږي.