Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

خرافات او پوچې عقېدې د افغان مېرمنو پر ژوند واکمني کوي

د کارپوهانو په وينا پخوانۍ عنعنوي عقېدې د جنسيت د تاوتريخوالي بله بڼه رامنځته کوي.
By Mina Habib
افغاني مېرمنې د لبنياتو په فارمونو کې بوختې دي. عکس: جان مور/ Getty Images)

د پروان ولايت ٢٦ کلنه مېرمن وايي، د هغه جرم په وړاندې ورته سزا ورکول کيږي، چې سر ته یی نه دی رسولی .

هغې وويل: «پنځه کاله دمخه زما د خسر غوا لنگه شوه، خو وروسته  خوسکی یې مړ شو. له هغې وروسته زما خسرگنۍ پر ما تور ولگاوه، چې بدمرغه يم اوله همدې امله زما  پر وهلو ټکولو يې پيل وکړ. هغوی فکر کاوه چې گوندې زه بد قدمه وم ځکه دهغوی دغوا  خوسکی مړ شوی دی.»

«خسرگنۍ مې راته وويل، دې کورنۍ ته ستا راتگ بدمرغي راوړې او که دلته پاتې شې، کېدای شي د موجوديت له امله دې د کورنۍ غړي مړه شي.»

ناديې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې د پوړنې په پېڅکې پاکولې، په دوام وويل: «هغوی زما ژوند تر دې کچې تریخ کړ چې فکرمی کاوه هيڅکله بېرته پخپلو پښو نشم درېدلای ، خو سره له ټولو کړاوونو ژوند ته مې  دوام ورکړ. په پای کې يې يوه ورځ له کوره یی وشړلم.»

ناديه مجبوره وه نهه مياشتې له واده وروسته د خپل پلار کور ته بېرته لاړه شي او پنځه کاله هلته پاتې شي.

هغې وويل: «سره له دې چې مېړه مې رسما طلاقه کړې نه يم، خو راته ويلي يې دي: ته طلاقه يې. په تېرو پنځو کلونو کې يې ما ته هيڅ شی نه دي راکړي.»

خرافاتي عقېدې د افغانستان په پخوانيو دودونو او محافظه کاره ټولنه، په تېره بيا په لرې پرتو سيمو، کې ډېرې دي

د بدمرغۍ يوه انگېرنه دا ده چې کارغه د يو چا د کاله پر دېوال باندې نارې ووهي او يا څوک د شپې له خوا کور جارو کړي.

ځينې دودونه د ښځو پر ژوند ناوړه پايلې لري. د بېلگې په توگه: کوژده شوې يا نوې واده شوې مېرمن ته په يو ډول شک کتل کيږي، چې ايا نېکمرغي به راوړي که بدمرغي.

کله ناکله د بدمرغۍ شگوم تر کلونو کلونو پورې پاتې کيږي.

د وردگو د ولايت اوسيدونکې، ٦١ کلنې دلجان ته لا تر اوسه په بده سترگه کتل کيږي، ځکه د واده پر مهال يې يوه پېښه رامنځته شوې وه.  

«په هغه کال کې چې زه واده شوم، زما د خسر د مڼو باغ افت ووهلو او ټول حاصلات او مېوې يې له منځه لاړې. له هغه ورځې څخه يې زما نوم «بدمرغه» کېښود. د باغ د هغې بدې پېښې له امله نشم ويلای چې څومره بې عزته  او سپکه شوې يم. آن نن ورځ زما خپل خپلوان ما خپلو کوژدنو او ودونو ته نه غواړي. راته وايي، ته بدمرغه يې او خرابې سترگې لرې.»

دلجان ليک او لوست نشي کولای، خو د دغه ډول وهمي او خرافي عقېدو په ردولو کې هيڅ شک او شبهه نه کوي.

نوموړې وويل: «هرڅه چې د الله له لوري ستا په تقدير (برخليک) کې ليکل شوي وي، هغه به کيږي. دا عقيده، چې يو څوک نېکمرغي راولي او بل بدمرغي، بيخي غلطه خبره ده.»

کارپوهان وايي، دغه عقېدې له ناپوهۍ او پر ليک او لوست له نه پوهېدو سره لاس په لاس روانې دي او زياتره پر فزيکي او ذهني تاوتريخوالي پای ته رسيږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د سيمه ييزې څانگې د ښځو د حقونو مشرې، زېبا حيدري وويل: «خرافاتي عقېدې د افغاني مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي بله بڼه ده، چې د ژوند د ويجاړتيا لامل کېدای شي.»

وموړې زیاته کړه «له خپلو حقونو څخه د ښځو بې خبري همدارنگه د ليک لوست نشتوالی د دې لامل کيږي چې په ډېرې اسانۍ دا پوچې عقېدې ومنل شي.»

حيدري وويل، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د دې موضوع په اړه د ښځو لپاره د معلوماتو د لوړولو يو شمېر ورکشاپونه جوړ کړي دي، خو امنیت  د يوې جدي ستونزې په توگه پر ځای پاتې دی. 

هغې وويل: «موږ لرې پرتو سيمو ته د امنيت د نشتوالي له امله نشو تللای. نارينه هم خپلې ښځې د امنيتي حالت له امله له کور نه بهر ته نه پريږدي. له دې امله زيات شمېر نجونې له زده کړې بې برخې دي.»

حيدري وويل، حکومت بايد تر ډېره بريده د ملامتۍ بار پر خپلو اوږو واخلي چې ويې نشو کړای د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره رغنده گامونه واخلي. هغې زياته کړه، خلکو ته هم پکار ده چې د جنيست د برابرۍ په برخه کې هلې ځلې وکړي.

هغې وویل «ښځو ته پکار ده چې له دې حالت څخه د وتلو په خاطر مبارزه وکړي، که نه، نو د خپل حالت مسؤوليت به پر خپلو اوږو وړي .»

آی ډبليو پي آر په دې اړه د ښځو د چارو د وزارت له يو شمېر چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه څه ووايي، خو ټولو له څه ويلو ډده وکړه. 

د ښځو د چارو د وزارت د حقوقو د څانگې مشرې، فرزانې ساپۍ يوازې دومره وويل، خرافاتي عقيده نه حقوقي موضوع ده او نه قضايي.

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «پر دې ستونزې په وزارت کې خبرې نه دي شوي. په دې اړه ډېر معلومات نه لرو.»

ټولنپوهان يادونه کوي، خرافاتي عقېدې په ټول بشري ژوند کې ريښې ځغلولې دي، خو د پرمختگ په حال کې ټولنو کې بر لاس لري.

د زده کړې د نشتوالي له امله خلک پېښې د خپلو خرافاتي عقېدو له مخې تعبيروي.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو استاد، بريالي فطرت وويل، دا ډول پوچې عقیدې په حقیقت کې د نا توانیو او خطا وو پر سر دیو سرپوښ ایښودلو په مانا ده هغه وويل: «دا مفهوم په پرمختللو هېوادونو کې مخ په ځوړ روان دی، خو د نېکمرغۍ، بدمرغۍ مفکورې، د بد شگوم او خرابو سترگو نښې په ورسته پاتې ټولنو کې ژورې رېښې لري. خلک پېښې داسې تعبيروي چې نه  له يو بل سره منطقي تړاو لري او نه د علت او معلول پر بنسټ وي.»

فطرت له دې خبرې سره موافق دی چې افغاني مېرمنې په ځانگړي ډول د دغه راز کړنو په وړاندې زيان منونکي دي. 

«نارينه گان له سياسي او اقتصادي پلوه پر ښځو ټينگ کنترول لري. د ښځو د زده کړې کچه او عمومي معلومات کمزوري ټيټ دي. همدارنگه ښځې د خپلو حقونو په اړه ډېر لږ معلومات لري، له دې امله بايد د پېښو پايلې، چې له هغوی سره هيڅ تړاو نه لري، پر ځانونو ومني او د دغو خرافاتي عقېدو له مخې يې خپل برخليک وبولي.»

د اسلام د دين عالمان  پر دې ټکي ټينگار کوي چې خرافاتي عقېدې له اسلامي مفکورې سره په ټکر کې دي.

د حج او اوقافو د وزارت معين، داعي الحق وويل: «خرافاتي عقېدې په دين کې هيڅ بنسټ نه لري او له سره ناسمې دي. موږ په اسلام کې د «تقدير» يا برخليک مفهوم لرو. دا هغه مهال د الله له لوري ټاکل کيږي، چې يو ماشوم د مور په نس کې څلور مياشتنی وي. موږ تل ديني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو ته لارښوونه کړې چې د دغه موضوع په اړه د خلکو د خبرولو لپاره موعظې سرته ورسوي.»

څارونکي وايي خرافي عقیدې، په تېره بيا په لوستو خلکو کې، د بدلون په حال کې دی.

دېرش کلنه نرگس وايي، له کوژدې وروسته يې سم له لاسه يې يوه مرگونې پېښه رامنځته شوه. هغه ډارېده چې واده به يې سرته ونه رسيږي..

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «کله چې زما د نامزد کورنۍ د واده لپاره له کابل څخه کندوز ته د سفر په مهال له يوې ترافيکي پېښې سره مخ شوه، يو څلور کلن ماشوم مړ او ډېر نور تپيان شول زما خپلوان، چې د واده لپاره زموږ په کور کې راټول شوي وو، له پېښې څخه خبر شول، نو پر ما يې سترگې ښخې کړې. ما د يو څو تنو خبرې واورېدې چې ويل يې، ناوې بد شگوم لري، خدای زده چې د ميړه کورنۍ ته به يې څه پېښيږي.»

«زه ډېره ډارېدم او فکر مې کاوه چې کېدای شي د مېړه کورنۍ مې د خپل زوی اړيکه له موږ سره وشلوي. کله چې راورسېدل، هغوی د خرافاتي عقېدې يادونه ونه کړه، ځکه هغوی لوستي خلک وو.»