خدماتو ته د لاسرسي لپاره د افغان معیوبینو هلې ځلې

چارواکي وايي چې په ټول سویل ختیځ کې هغه جوړ شوی کلینیک چې د ناروغانو درملنه به یي کوله له مالي ستونزو سره مخ ده

خدماتو ته د لاسرسي لپاره د افغان معیوبینو هلې ځلې

چارواکي وايي چې په ټول سویل ختیځ کې هغه جوړ شوی کلینیک چې د ناروغانو درملنه به یي کوله له مالي ستونزو سره مخ ده

IWPR
IWPR
Thursday, 9 October, 2014

لیکوال: احمدشاه

د افغانستان په سویل ختیځ د خوست په ولایت کې معیوب خلک وايي چې د هغوۍ په سیمه کې له کله چې دری کاله مخکي د اورتوپیدي مرکز پرانیستل شو اوس یي د خدماتو کیفیت ډېر ټیټ شوی دی.

لکه په خوست کې د دې بیارغوونې په څیر پروګرامونه په داسې یوه هېواد کې چې یو زیات شمېر خلکو یي په څه باندې ۳۰ کلنو جګړو  او د ماینونو په بې مخه کارولو سره د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي ، ډېر مهم دي.

د خوست د عامې روغتیا د ریاست مشر، هدایت الله حمیدي وايي چې په خوست کې ۸۶۰۰ معیوب کسان ثبت شوي چې په دې کې ۴۶۰۰ کسانو یي د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي دي.

کله چې په ۲۰۱۱ کال کې دا مرکز پرانیستل شو، نو معیوب خلک هم ډېر ورته خوشاله ول، ځکه چې تر هغه وړاندې به دوی د خپلې درملنې لپاره کابل ته تلل چې یو ډېر ستونزمن او پر لګښته سفر به و.

خو اوس دوی شکایت کوي چې د خوست د ارتوپیدیک مرکز له خوا دوی ته ورکول شوي پروستیتیکسونه ډېر بې کیفیته دي او په اسانۍ سره ماتیږي، ویلچرې هم ډېرې کمي شوي دي او د مرکز کارکوونکي هم تل په خپلو دندو کې نه وي حاضر.

رحیم الله ګربز (IWPR) ته وویل چې دغه کلینیک زیاتره وخت تړلی وي او هغه توکي یي چې په کورني ورکشاپونو کې جوړیږي، ډېر بې کیفیته او نازک دي.

نوموړی وايي: «هغوۍ زما لپاره یوه مصنوعي پښه جوړه کړه، خو پنځه ورځې وروسته بیرته ماته شوه.»

جلیل چې هم معیوب دی او پر لکړو باندې ګرځي، وايي چې د همدې مرکز له خوا ورته په دې وروستیو کې منصوعي پښه جوړه شوي وه چې کیفیت یي د همدې مرکز د پخوانیو تولیداتو په پرتله ډېر ټیټ و.

چارواکي هم وايي چې خبر دي چې همدا ارتوپیدیک مرکز له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د خوست د ولایتي شورا مشر، سید کریم خاکسار هم مني چې په دې اړه شکایتونه شته.

نوموړی وايي: «موږ د والي له دفتر سره په تماس کې یو. انشاالله موږ به د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره هم ووینو.»

د خوست د والي ویاند، مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د هغوۍ دفتر هڅه کوله تر څو دا مسئله حل کاندي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست او د دې کلینیک کارکوونکي وايي چې دا دواړه له مالي کړکېچ سره مخ شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا مشر، هدایت الله حمیدي وايي چې دغه ارتوپیدیک مرکز به د پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او همداشان خوست ولایتونو لپاره پروستیتیک (مصنوعي) غړي تولیدول، خو پرمختیايي بودیجه یي ډېر ژر مخ په کمیدو شوه او اوس یوازې په یو ډېر کم شمېر بودیجې سره خپلې چارې پر مخ وړي.

د همدې مرکز مشر، امان الله امیرزی وايي چې د هغوۍ د بودیجې اوسنۍ کچه ډېره کمه ده.

دا مرکز د مصنوعي غړو د جوړولو او برابرولو تر څنګ فزیوتراپي هم ورکوي. د امیرزي په وینا چې په دې وروستیو میاشتو کې د هغو کسانو په شمېر کې چې له موږ څخه مرسته غواړي، ډېر زیاتوالی پکي راغلی دی.

په دغه مرکز کې د مارچ د میاشتې را پدیخوا، ۸۰۰۰ ناروغانو خپل نومونه ثبت کړي دي. په داسې حال کې چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې همدې مرکز ټولټال د ۲۱۰۰ کسانو درملنه کړي ده. د همدې زیاتوالي سربیره، امیرزی وايي چې زیاترو ناروغانو ته فزیوتراپي او مصنوعي غړي ورکړل شوي دي.

نوموړی وايي: «موږ په ریښتیا هم له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېږو، خو موږ بیا هم خپل کار ته ادامه ورکوو ځکه چې موږ د مسوولیت لوړ احساس لرو.»

د پروستیتیک یا مصنوعي غړو د کیفیت په اړه نوموړي وویل چې، هغه کسان چې خپل مصنوعي غړي ماتوي هغوۍ زموږ د کارکوونکو له خوا ورکړل شوي لارښووني نه عملي کوي. د ویلچرونو د کموالي په اړه هم امیرزي وویل چې موږ په کابل کې له سرې میاشتې څخه غوښتنه کړي، خو تر اوسه پورې یي یوه هم نه ده را رسیدلي.

په ورته وخت  کې، ځینې معیوب کسان لکه اجمل بیرته کابل ته د خپلو مصنوعي غړو د تر لاسه کولو لپاره سفر کولو ته اړ شوی.

اجمل وايي چې که څه هم کابل ته د سفر لګښت ورته ستونزمن دی، خو په دې خاطر کابل ته ځي چې په خوست کې جوړیدونکي منصوعي پښې بې کیفیته دي.

هغه وویل: « زه موچي یم. که چیرته زه کابل ته ولاړ شم، نو باید خپل دوکان مې د څو ورځو لپاره وتړم. زما کورنۍ به هم وږې پاته شي.»

احمد شاه په خوست کې د (IWPR) روزل شوی رپورټر دی.

Health
Frontline Updates
Support local journalists