Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

خبرې اترې؛ د ولسي خلکو او چارواکو گډې غونډې

مناظرې او غونډې عادي خلکو ته فرصت ورکوي چې له خپلو سياسي استازو سره مخامخ خبرې وکړي.
By IWPR

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د جوړو شوو مناظرو لړۍ د لومړي ځل لپاره ولايتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي په يوه ټغر راغونډ کړل.

دغه غونډې په يو شمېر ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر  د ځوانان او ټاکنې پروژې دپروګرام دیوې برخې په توګه  جوړې شوي. نوموړې پروژه په دې موخه جوړه شوې چې ځوانانو ته د هغوی د اړتيا وړ معلومات چمتو کړي او ويې هڅوي د خپل حق په توگه په ټاکنو کې رايه ورکړي او له سياستوالو او چارواکو څخه د پوښتنو چانس تر لاسه کړي.

د کندهار د ژيړي ولسوالۍ د غونډې يوه گډون کوونکي، حاجي فيض الله وويل، دمخه د دې ځای اوسيدونکو هيڅ چانس نه درلود چې له دولتي استازو څخه معلومات تر لاسه کړی. 

فيض الله وويل: «د آی ډبليو پي آر په مرسته موږ وکړای شول د ولايتي شورا له غړو او ولسوال سره وگورو او يو له بل سره وپېژنو. هغوی له ډېرې مودې راهيسې واک چلوي، خو موږ وسره نه وو ليدلي. هيله لرو غونډې او خبرې اترې به زموږ تر منځ د اړيکو په جوړولو کې مرسته وکړي او چارواکي به زموږ له وضعې او حالت څخه خبر شي.»

قاري وحيدالله، چې هغه هم د کندهار په مناظرې کې برخه اخيستې وه، زياته کړه: «که دا لړۍ دوام ومومي، ډاډمن يم چې زموږ ځوانان به د دښمنانو پر تبليغاتو و نه غوليږي.»

برخوالو وويل، په سياسي بهير کې د عادي خلکو د ورگډولو لپاره د دا راز غونډو جوړول يوه اغېزمنه لاره ده.

د پکتيکا  ولايت د پراختيايي شورا غړي، عبدالغني وويل: «دا مناظرې د خلکو او دولت تر منځ اړيکي پياوړې کوي؛ د ولس خلک د دولتي پروژو په اړه معلومات تر لاسه کوي او دولت په خپل وار مسؤوليت احساسوي چې د ولس اندېښنو ته ځواب ورکړي.»

د پکتيکا د پوهنتون يوه محصل، جمال الدين وويل: «خلک په دې مناظرو کې له چارواکو سره پر خپلو ستونزو مخامخ خبرې کوي او چارواکي بيانوي چې څنگه کولای شي د هغوی ستونزې هوارې کړي او په دې اړه ژمنې کوي. کېدای شي دا مناظرې د خلکو او حکومت تر منځ د ستونزو د هوارۍ کلي واوسي.»

د ولسواليو د شوراگانو پر ښيگڼو د کندهار، لغمان، لوگر او پکتيکا ولايتونو په غونډو کې خبرې وشوې. د قانون له مخې هره ولسوالۍ ښايي يوه ټاکل شوې شورا ولري، خو تر اوسه دا کار سرته نه دی رسيدلی.  

د لوگر د ولايتي شورا يوه غړي، محمد ناصر غيرت وپوښتل: «د ټاکنو د قانون اوومه ماده وايي، هره ولسوالۍ بايد يوه شورا ولري. ولې په تېرو ديارلسو کلونو کې دا شوراگانې نه دي جوړې شوي؟»

د لغمان د پوهنتون يوه استاد، عمران الله خنجر وويل: «افغانستان داسې يو هېواد دی چې امنيت پکې نشته. په ناخوندي سيمو کې يوازې د ولسواليو شوراگانې د خلکو ستونزې هوارولای شي. له دې پرته بله لاره نشته.»

په ورته وخت کې د کابل، بادغيس، بلخ او بغلان ولايتونو په مناظرو کې معلوماتو ته په لاسرسۍ خبرې اترې وشوې.

د بادغيس ولايت يوه اوسيدونکي وويل: «موږ د مقر په ولسوالۍ کې نه يوازې معلوماتو ته لاسرسی نه لرو، بلکې هيڅ شي ته لاسری نه لرو. حکومتي چارواکي ځوانانو ته حق نه ورکوي چې په غونډو او ناستو کې گډون وکړي، معلوماتو ته لاسرسی خو له پوښتې وتلې خبره ده.»

په ورته غونډه کې بل گډون کوونکي غلام علي علمي پر سيستماتيک فساد پړه واچوله چې له امله یی  چارواکي له خلکو معلومات پټوي. هغه وويل: «په دې کار د ولس خلک له خپلوحقونو بې برخې کيږي.»

د کاپيسا، نيمروز، کندوز او فارياب په ولايتونو کې د ښځو د خوندي کورونو په گډون په نورو موضوعگانو خبرې اترې وشوې. (وگورئ: د افغاني مېرمنو خوندي کورونه)

د تابعيت د پېژندپاڼو د وېش اوږد ځنډ په اړه شکايتونه د زابل، کونړ، ننگرهار او خوست په ولايتونو کې واروېدل شول. دې کار د فبرورۍ په يولسمه نېټه د ننگرهار او پکتيکا ولايتونو تر منځ د ويديويي خبرو اترو زمينه برابره کړه. (وگورئ: د تابعيت نوو تذکرو ته د افغانانو بې صبرانه انتظار)

د ټاکنو د خپلواک کميسون غړي، خالد احمد عبدياني په ټينگار وويل، چې د تابعيت پېژندپاڼې به په پراخه توگه د راتلونکو پارلماني ټاکنو شفافيت او روڼتيا ډاډمنه کړي.

د ننگرهار ولايت د سرشمېرنې د ادارې مشر، اسدالله دولتزي په ويډيو خبرو اترو کې برخه واخيسته او ويې ويل، نوې پېژندپاڼې د عادلانه ټاکنو لپاره ډېرې اړينې دي.

هغه وويل: «داسې غونډې پر حکومتي چارواکو فشار راوړي چې خپلو مسؤوليتونو ته پام وکړي.»

په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د رايه ورکوونکو د گډون په اړه د فبرورۍ په ٢٢ د آی ډبليو پي آر يوه مناظره د پکتيا سيمه ييزې ژوندۍ راډېو له لارې خپره شوه.

د پکتيا د ولايتي شورا يوه غړي، الله مير بهرامزوی وويل، خبرۍ اترې «په حساس وخت کې يو اغېزمن گام» و او د هېواد په هغو برخو کې يې، چې خلک لږ معلومات لري، د ورته پروگرامونو سپارښتنه وکړه.