جنوبي ولايت د بدلون په لور

د پکتيا والي وايي چې د پکتيا په ولايت کې اوس کراري ده او د بيا جوړونې کار ورو ورو مخ په وړاندې درومي.

جنوبي ولايت د بدلون په لور

د پکتيا والي وايي چې د پکتيا په ولايت کې اوس کراري ده او د بيا جوړونې کار ورو ورو مخ په وړاندې درومي.

Wednesday, 16 November, 2005

په داسې حال کې چې د افغانستان جنوب د يوې ناکرارې سيمې يه توګه پاتې دى، لږ تر لږه يو ولايت په ورو ورو د بدلون خوا ته مخ په وړاندې ځي.


د پکتيا والي اسدالله وفا، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې چې په پکتيا کې يي د چارو واګي تر لاسه کړي ، له روانې ناکرارۍ سره سره د ٍثبات په رامنځته کولو او د بيا ودانولو د پروژو په هڅولو کي پرمختګ رامنځته کړى دى.


په روانه مياشت کې په دې ولايت کې د بي وسلې کولو پروګرام پيل شو او د پخوانيو سرتېرو لومړۍ ډلې ، ددې دمخه چې په ملکي ژوند کې د ورګډېدو په خاطر د هغوى روزل پيل شي، خپل ټوپکونه، راکټونه او آن زغره لرونکي ګاډي وسپارل.


په وروستيومياشتو کې په پکتيا اونورو جنوبي سيمو کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلافي فوځونو باندې د طالبانو دډلو له خوا يو لړ برېدونه تر سره شوي دي، چې پاکستان ته نژدې غرونو په لوړوځايونو کې يي ځايونه نيولي او په ډېره اسانۍ هېواد ته ځي او راځي. د نومبر په ١٦ د ملګرو ملتونو يو ګاډى د سرک د غاړې له يو ايښول شوي بم څخه هسې روغ رمټ راووت. د ملګرو ملتونو د مامورينو په وينا په عمومي توګه هم په مرکز او هم په نورو ولسواليو کې وضعه کراره ده.


دا نسبي برياليتوب د بېلابېلو هڅو له امله دى، خو زياتره نوى ټاکل شوى والي د هغې څرګند لامل دى. وفا د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره دخبرو اترو دوديزه لاره خپله کړې او په دې توګه يي د لوېديځ له خوا تمويلوونکو پراختيايي پروژو د کا رلپاره زمينه برابره کړې ده.


اسدالله وفا، چې دمخه يي د قومونو او قبايلو په چارو کې د ولسمشر حامد کرزي د سلاکار په توګه دنده سرته رسوله، د مي د مياشتې په وروستيو کې د پکتيا د والي په توګه وټاکل شو. په عين وخت کې حکومت د ګردېز د امنيي قومندان هم له کاره ګوښه ګړ، چې اوس له جنايي جرمونوسره د مخامخ کېدو له امله په توقيف کې شپې ورځې سبا کوي او پر ځاى يي په اتياوموکلونوکې د پخواني حکومت د پوليسو يو ځايي افسر ، حي ګل سليمان خېل په هه دندې وګومارل شو. دا ټاکنې د هغې وروستي تغير او تبديل يوه برخه ده، چې له وسله والو مليشاوو سره د تړلو مامورينو د ريښو د راايستلو په موخه د ولسمشر حامد کرزي په امر تر سره شوې دي.


اسدالله وفا په ګردېز کې له آى ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل، د نوې ډلې په راتګ په امنيت کې يو څرګند بدلون راغلى دى. هغه وايي: "زما له راتګ دمخه په څېرمه ولسواليو باندې حکومت پوره کنترول نه درلود، خو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته وضعه اوس عادي ده. موږ د ولايت په ټولو برخو حاکم يو. په سترو لويو لارو کې امنيت ټينګ دى."


سره له دې چې په پکتيا کې دلته او هلته د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي، خونړيوالې ټولنې ته ګردېز د يوې امنې سيمې په توګه په څرګنده معلوم و، چې د بې وسلې کولو د پروګرام په لومړي پړاو کې ور داخل کړاى شو.


له مرکې لږ وروسته پخوانيو سرتېرو خپلې وسلې په ګردېز کې د ملګرو ملتونومامورينو ته وسپارلې. د نومبر په ١٧ نژدې له ټول يو زر تنو څخه ٦٠٠ تنه يي بې وسلې کړاى شول. د بې وسلې کولو پروګرام لومړى پړاو په کندز کې پيل شو، چې يو زر تنو په کې خپلې وسلې وسپارلې او اوس د بيا روزنې تر پروګرام لاندې دي.


اسدالله وفا په پکتيا ولايت کې د بې وسلې کولو له پروګرام څخه خوښ و. هغه وويل: "په حقيقت کې ټول افغانان له وسلو يو پاکه ټولنه غواړي. هغوى له جګړه مارانو څخه پزې ته رارسيدلي دي. له نيکه مرغه موږ په پکتيا کې يوه مسلکي اداره رامنځته کړې او هيڅوک د بد امنۍ پلوي نه دى. له دې امله زه خوشبين يم چې د بې وسلې کولو بهير به ښه په مخ ولاړ شي."


د طالبانو له برېدونو پرته ، د پکتيا اوسيدونکي قومونه خپل منځ کې پخوانۍ تربګنۍ لري. وفا آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه ددغو ستونزو د هوارولولپاره ځايي مشران د يوې دوديزې مشورتي شورا په خوا و شا سره راټول شوي او د ممکنه شخړو او جګړو د رامنځته کېدو مخنيوى کوي. هغه وايي: "د دندې له تر لاسه کولو مې سم له لاسه وروسته د پکتيا د ټولو ولسواليوڅخه د قومي مشرانو يوه شورا جوړه کړه او د هغوې د ګدو مرستو له لارې مو په امنيتي حالت کې د پام وړ ښه والى رامنځته کړى دى."


له بلې خوا نوي والي له پادشاخان ځدران سره د مقابلې پر ځاى د پخلاينې لاره غوره کړې، چې سړو يي زياتره په تېر کال کې د حکومت پلوو سرتېرو سره نښتې او جګړې کولې او د پکيتا د ولايت د څوکى په تر لاسه کولو يي ټينګار کاوه. اسداله وفا وايي: "موږ له ځدران سره پخلاينې ته د رسېدو لپاره ډېره سخته لاره وهله هغه زما له خبرې اترو وروسته ومنله چې کابل ته ولاړ شي ، يو تړون يي له حکومت سره اعلان کړ او خپل بغاوت يي پاى ته ورساو."


والي په دې ټکي ټينګار کاوه، چې له اختلافونوسره سره هغه ځدران ته لا تر اوسه د يو "ملګري او متحد" په سترګه ګوري، ځکه هغه کلونه کلونه د شوروي د حکومت او طالبانو په وړاندې جګړه کړې ده.


اسدالله وفا په خپل ولايت کې د راتلونکي کال د ټاکنو په اړوند خوشحال برېښېده، ويل يي: "زه په ډاډ ويلاى شم، چې په لويي پکتيا (پکتيا، خوست، پکتيکا) کې به د راتلونکي کال په دوبي کې د ټاکنو لپاره امنيت لويه ستونزه راپورته نه کړي." هغه وويل، لويي جرګې ته داستازو د ټاکلو بهير په ښه توګه روان دى ، چې د دسمبر په مياشت کې به تر سره شي، خو ګواښ يي ورکړ، چې اووه مياشتي دمخه ټولو افغانانو ته د پېژندنې د پاڼو ناسم وېش به پلان شوې ټاکنې "د حکومت لپاره يو ډاروونکې چلنج وي او ټاکنې به هم تر اغېز لاندې راولي."


کله چې له هغه څخه د هغه په ولايت کې د بيا جوړونې د کار په هکله وپوښتل شول نودا يې ومنله چې د بيا رغاونې کار په ډېر ورو روان دى، وي ويل: "زه ددغو څرګندونو له يوې برخې سره موافق يم، ځکه چې له خلکو سره ټولې شوې وعدې تر سره شوي نه دي او د بيارغاونې څرنګوالي د ټولو خلکو هيلې نه دي تر سره کړي." خو زياته يي کړه چې د بيارغاونې کار په دې وروستيو وختونو کې ګړندى شوى دى او په دې اړوند يي د يوولسو کلينيکونو او څلورو جوماتونو د جوړولويادونه و کړه.


وفا وايي، نړيوالې ټولنې له پکتيا ولايت سره د درې لويو لارو د جوړولو ژمنه کړې ده، چې دوه يې په جنوب کې د پاکستان لوري ته او بل يي شمال ته د کابل په لور غځيدلي او همدارنګه د ګرديز بيا جوړونه هم په هغې کې شامله ده. په همدې توګه په پام کې دي، چې ولايت ته د ٥٠زرو راستنو شوو کډوالو لپاره د کور جوړولو دوه لويي پروژې تر لاس لاندې ونيول شي او يو پوهنتون او د پوليسو يوه اکاديمي جوړه شي.


هغه ومنله چې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې د ولايتي بيارغاونې ډله د لارې لارښوونه کوي، حکومتي ودانۍ او ښوونځي جوړوي. خو د هغې ترڅنګ هغه په غير حکومتي موسسو ټينګه نيوکه کوي، چې د هغه په وينا ډېره لږه مرسته کوي. هغه وويل: "د مرستو بهير ډېر غړنده دى، کوم کارونه چې دلته تر سره شوي دي، هغه د ولايتي بيارغاونې ډلې تر سره کړي دي. په عين وخت کې په بهير کې نورې ښکېلې موسسې خپله بوديجه په موټرو او نورو اداري وسايلو باندې لګوي او يوازې د خپلې بوديجې لسمه برخه د خلکو د هوسايۍ په پروګرامونو لګوي. هغوې په اوسني معيار نه شي کولاى په بيارغاونه کې ونډه واخلي. زه بايد دا زياته کړم چې موږ به د ټولو خيريه کارکوونکو امنيت تِضمين کړو، خو بايد هغوىدې هم د خپل کار نتيجې خلکو ته وروښايي."


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists