Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

جنرال او طالبان

پخوانی جنرال وايي، هغه کولای شي، طالب جنګيالي له منځه يوسي، که څه هم نور د هغوی په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي.
By Sayed Yaqub Ibrahimi
. څورب او پنډ جنرال يو مهال د شمال يو غښتلی او ډاروونکی قوماندان و. هغه اوس د افغانستان د وسله وال فوځ درستيزوال دی، خو نه پوهيږي، چې له دې وروسته به څه کيږي. له دې امله هغه له طالبانو سره د جګړې کولو موضوع راپورته کړې ده.



د فبرورۍ په وروستيو کې دوستم په شبرغان کې د بېوسلې کولو په يوې غونډې کې، چې په ترڅ کې يې د هغه ترپخوانۍ مشرۍ لاندې د جنبش ملي اسلامي ګوند ملېشو په سلګونو ډول ډول وسلې حکومت ته وسپارلې، وويل، هغه تر خپلې مشرۍ لاندې د طالبانو او القاعدې د غړيو د پوپناه کولو لپاره د يو کوماندويي غونډ د جوړولو غوښتنليک وړاندې کړی دی.



هغه وويل: ((که چېرته زما (تر لارښوونې لاندې) يو جلا ځواک رامنځته شي، نو په داسې يو ډول به يې تنظيم کړم، چې د افغانستان پولې ته د طالبانو د جنګياليو له ننوتلو سره سم د هغوی پښې پرې کړي.))



دوستم د 2005 کال د مارچ په مياشت کې د وسله وال ځواک د درستيزوال په دنده وګومارل شو. دا داسې يو خوځون و، چې زياترو خلکو له خوا ورته په شمالي ولايتونو کې د هغه د واک د کمزوري کولو په سترګه کتل کېدل. هغه ته هم ډېر ژر څرګنده شوه، چې د هغه دنده له تشريفاتي اړخه پرته د بل کوم مسووليت مانا نه لري. باوري سرچينو ته داسې شواهد په ګوتو ورغلي، چې نوموړی د رښتيني اثررسوخ د نه لرلو له امله له زياتېدونکي لمسون سره مخامخ دی. له څو مياشتو وروسته هغه له کابل څخه بېرته خپل اصلي ټاټوبي ته ستون شو. اوس د ډله ييزو رسنيو د رپوټونو او يو شمېر شاهدانو له مخې هغه زياتره وخت په خپل تاټوبي، د جوزجان ولايت مرکز، شبرغان ښار کې تېروي.



دوستم ته په 2001 کال کې، هغه مهال چې په شمال کې د شمالي ټلوالي مشري کوله، د طالبانو په راپرځولو کې د مرستې له امله زيات کريدت ورکړ شوی و. خو له له هغه دمخه په 1997 کال کې هغه د جنبش د يو لوړپوړي قوماندان د درغلۍ له امله د طالبانو له لاسه تېښتې ته اړ شوی و. د هغه سر ترکيې ته ورسېد. سره له دې چې له هغې وروسته څو څو ځله افغانستان ته راغی، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال زياتره په بهر کې اوسېد او د امريکايانو له يرغل وروسته راستون شو.



دوستم اوس د حامد کرزي د حکومت لپاره يو ښه سلاکار دی، د هغه چا چې نوموړی پرې په څرګنده نيوکې کوي.



دوستم وايي: ((افغان ملي اردو او نړيوال پوځ زياتې پيسې ولګولې، خو په دې نه دې توانيدلي، چې له طالبانو ځانونه بېغمه کړي.))



هغه وايي، د تېرو څو کلونو راهيسې حکومت د طالبانو په وړاندې له خورا نرمۍ څخه کار اخلي.



نوموړي ګيله وکړه: ((هغه (حکومت) تل د غليم بريد ته انتظار باسي. دې کا ر هغوی مات نه کړل.)) هغه زياته کړه: ((طالبان اوس کوم پوځ نه لري. هغه مهال چې لس تنه طالبان د خرپ او ترپ بريد کوي، نو د ملي اردو ټول ځواکونه په کې ښکېل کيږي. دا زيات لګښت غواړي او سمه پايله ځينې نه اخلي، ځکه طالبان له يرغل تښتي.))



دوستم د نورو زياترو پخوانيو قوماندانانو په څېر د لوري د بدلولو مخينه لري او د کلونو په اوږدو کې يي د دښمنيو او اتحادونو په بدلولو ګې ځانګړی نوم ګټلی دی. هغه د شوروي اتحاد د ملاتړي رژيم تر څنګ جګړه کړې او په 1992 کال کې يې د نجيب الله د حکومت په رانسکورولو کې ونډه اخيستې ده. هغه د راوروسته کورنۍ جګړې په کلونو کې د جهادي تنظيمونو په منځ کې په اسانۍ اوښتلو رااوښتلو. څو څو ځلې له احمدشاه مسعود سره د ګلبدين حکمتيا رپه وړاندې او بيا له حکمتيار سره د مسعود او برهان الدين رباني د حکومت په وړاندې يوځای شو. احمد رشيد په خپل کتاب (طالبان) کې ليکي، چې دوستم له طالبانو سره هم مرسته کړې او هغوی ته يې هغه ميګ او څرخي جنګي الوتکې ترميم کړې وې، چې په کندهار يې نيولې وې.



دوستم په بېرحمۍ کې نوم لري او له بشري حقونو څخه، په تېره بيا د طالبانو په وړاندې، په سرغړونو تورن دی. نوموړی د هغه ډلې جنګ سالارانو په کتار کې دی، چې د بشري حقونو د ډلو له خوا پرې د مجرمانو نښه لګول شوې ده. داسې غوښتنې موجودي دي، چې بايد هغه د نورو هغو تر څنګ د کورنۍ جګړې په پېر کې د خپلو کړنو له امله محاکمې ته راکښل شي.



سياسي څېړونکي او د پارلمان غړي، عبدالکبير رنجبر وويل، له تاوتريخوالي ډک سهيل ته په طالبانو پسې د دوستم لېږل به د يو ناتار د رامنځته کولو په مانا وي.



رنجبر وويل: ((د سهيل خلک له دوستم څخه کرکه لري. خلک په کمونيسي پېر کې د هغه له عملياتو ناوړه خاطرې لري.))



رنجبر وويل، د دوستم ورتګ به قومي او قبيلوي تربګنيو ته لمن ووهي. هغه وويل، ازبک توکمه جنرال به سهيلي پښتون ميشتو سيمو کې د ناستې ځای ونه مومي.



هغه وويل: ((که چېرته حکومت د دوستم پلان ومني، نو ملي احساسات به راوپاروي او د طالبانو او القاعدې د له منځه وړلو پر ځای به خلک د هغوی ليکو ته ورمات کړي.))



خو دوستم د خپل پلان په اړه باوري ښکاري. هغه وايي: ((خبرې اترې روانې دي. ما څو څو ځلې له ولسشمر سره خبرې کړې دي. هغه د طالبانو د ريښو د ايستلو لپاره د داسې يو واحد له جوړولو سره موافق دی. زه پلان لرم او هغه به پلی شي.))



د ولسشمر وياند، کريم رحيمي آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د دوستم د زړورتیا لاپي بېځايه دي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((تر هغه چې ملي اردو او نړيوال پوځ دنده پر مخ وړي، د نوي ځواک د رامنځته کولو اړتيا نه ليدل کيږي.))



د ملي دفاع وزارت له دې خبرې سره همغږی دی. د نوموړي وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي ټينګار کوي او وايي: ((تر هغه چې ملي اردو موجوده وي، هيڅ خپلواک ارګان ددې حق نه لري، چې له وطن څخه د دفاع په نامه وسله پورته کړي.))



عظيمي وايي، د ملېشو د ډلو د بېوسلې کولو په پروګرام زيات لګښت او هڅې شوې دي، نو د خپلواکو کومانديويي واحدونو بېرته وسله وال کولو به يو منفي کار وي. نوموړی زياتوي: ((افغان ملي اردو د ورځې په تېرېدو غښتلې کيږي. که چېرته جنرال دوستم د ترهګرۍ سره د جګړې په اړه لېوالتيا ولري، نو خپل ځواک دې د ملي اردو ته ولېږدوي.))



يو سياسي څېړونکی او د اردو پخوانی افسر، اسدالله ولوالجي وايي، د دوستم وړانديز د هغه اثر رسوخ د نشتوالي څخه د راولاړ شوي ستړيا لپاره يو مخ روڼی دی.



هغه وويل: ((دوستم ځان په افغانستان کې دويم پوځي ځواک بولي، خو هغه هيڅ هم نه دي کړي. هغه يوه لوړه څوکۍ لري، خو واک نه لري. هغه داخبرې ددې لپاره کوي، چې ځان مهم وښيي.))



د دوستم يو شمېر پخواني قوماندانا ن يو ځل بيا جګړې ته وردانګلو ته لېوال دي.



نظر محمد، چې پخوا د دوستم په ليکو کې يو قوماندان و، آی ډبليو پي آر ته وويل: ((که زموږ مشر موږ ته د القاعدې په وړاندې د جګړې لارښوونه وکړي، موږ جګړې ته تر هغه مهاله چمتو يو، ترڅو مو هغوی له منځه وړي نه وي.))



خو د شمال يو زيات شمېر استوګن د دوستم د پلويانو لاسونو ته د وسلو له ورتګ سره موافق نه دي.



د مزارشريف يو استوګن، چې د نوم له ښوولو يې ډډه وکړه، وويل: ((هغه مهال چې دې قوماندانانو وسلې درلودي، موږ يې ډارولي يو. زموږ مال او شته يي لوټ کړي و. که چېرته يي يو ځل بيا لاسونو ته وسلې راشي، نو هيڅکه به هم د آزادۍ احساس ونه کړو.))