جرمنان بېرته په کندوز کې خپلو کارنو ته ورستانه شول

په کندوز کې د بيارغاونې د کارونو د ودرولو په اړه د جرمني د پراختيايي موسسې پرېکړې لنډه موده دوام وکړ.

جرمنان بېرته په کندوز کې خپلو کارنو ته ورستانه شول

په کندوز کې د بيارغاونې د کارونو د ودرولو په اړه د جرمني د پراختيايي موسسې پرېکړې لنډه موده دوام وکړ.

" په کندوز کې دامنيت د نشتوالي له امله د مرستو کچه ټيټه شوې" تر سرليک لاندې د آی ډبليو پي آر ليکنه تر هغې وروسته خپره شوه، چې په کندوز کې د جرمني د بيارغاونې د کارونو په ودرولو باندې د جرمني حکومت خپله سپارښتنه ليرې کړې وه.



دا د ايديټ له بهير څخه يوه راولاړه شوې يوه ستونزه وه. آی ډبليو پي آر بښنه غواړي، که په دې هکله کومه ناسم پوهاوی رامنځته شوی وي.



د جرمني حکومت د جون د مياشتې په لومړيو کې د يو لړ بريدونو څخه وروسته، چې مرګ او ژوبله يي رامنځته کړې وه، له کندوز څخه د بيارغاونې د ډلو د وتلو سپارښتنه کړې وه.



په افغانستان کې د جرمني د پراختيايي موسسو وياند، فلوريان وايګاند آی ډبليو پي آر ته ويلي و، چې د بېارغاونې ډله بېرته د جون د مياشتې په نيمايي کې خپلو کارونو ته (په کندوز کې) ستنه شوي وه.



هغه ويلي و: "دا سمه ده، چې د جرمني حکومت د بهرنيو چارو وزارت سپارښتنه کړې وه، ترڅو (خپل) خلک له هغه ځايه کابل او يا دوشنبې ته وليږدوو. خو دا يوازې يوه سپارښتنه وه. پرېکړه پخپله د موسسو په لاس کې وه."



وايګاند وويل، له نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) او جرمني سفارت سره له خبرو او د کندوز له ليدنې پسې د امنيتي چارو د سلاکار له رپوټ وروسته د بهرنيو چارو وزارت خپله سپارښتنه بېرته واخيسته او د جون د مياشتې په 13 هرڅوک بېرته خپلو، خپلو کارونو ته راستانه شول.



هغه وويل: "له بده مرغه (ستاسو) د مضمون لوستونکو ته ښايي داسې احساس پيدا شوی وي، چې د بيارغاونې په کارونو کې به ځنډ لا تر اوسه په ځای پاتې وي. داسې کومه اراده هيڅ موجوده نه وه، چې هغوی به د اوږدې مودې لپاره کندوز ته بېرته نه ستنيږي."



د کندوز والي انجنير عمر کار ته د جرمنانو د بېرته راستنېدو د خبر پخلی وکړ.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "هغه مهال په کندوز کې امنيتي وضعه هغومره ښه نه وه. له دې امله د بياودانولو پروژې ودرېدې. خو د کندوز خلکو د هغوی د بېرته ستنېدو په هکله بيا بيا غوښتنه وکړه. موږ له ناحکومتي موسسو سره زياتې غونډې وکړې او په پای کې مو د کار په دوام هغوی قانع کړل. موږ د هغوی امنيت ساتو."



د جرمني د يوې ناحکومتي موسسې کارکوونکی، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې موږ خپل کارونه ودرول، په کندوز کې امنيتي وضعه ښه نه وه. موږ دوه اوونۍ دمخه بېرته خپل کارونه پيل کړل، خو لا نن هم په يو شمېرولسواليو کې کار ناشونی دی. موږ نه شو کولای په چاردرې او علي اباد کې کار وکړو، ځکه هلته امنيت ښه نه دی."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists