تر لويي جرګى وړاندى ولايتي تاوتريخوالى

په ګڼ شمير ولايتونو کى د راتلونکى مياشتى د لويي جرګى تر مخه د پوځى قومندانيو په هکله تاوتريخوالى مخ په زياتيدو دي.

تر لويي جرګى وړاندى ولايتي تاوتريخوالى

په ګڼ شمير ولايتونو کى د راتلونکى مياشتى د لويي جرګى تر مخه د پوځى قومندانيو په هکله تاوتريخوالى مخ په زياتيدو دي.

د زابل ولايت، د کابل او کندهار تر منځ پر لويه لار پروت دى چى په شمال کى د ارزګان د جګو غرونو سره نښتى او په جنوب کى د پاکستان سره د ډيوريند پر کرښه پوله لري.


اوسيدونکي يي اکثره پښتانه او د توخي، هوتکو او تره کو له توکمو دي چى يو وخت يي خپل منځي دعوى او ستونځى د دوديزه جرګو او غونډو له لارى حلولى او طمع ده چى د همدغو جرګو لويه او ملي بڼه يعنى لويه جرګه به د ټول ملت او ولس ستونځى حل کړي.


خو همدغه ولايت سياسي قوتونو ګواښ کړى چى د جون د مياشتي دلسمى نيټى لويه جرګه به اخلال کړي چى په زابل کى يي لادمخه قومي اړيکى بى ثباته کړي او په ټول ولايت کى تشدد رامنځ ته کړي.


دغوځواکونود(٢٠٠٠) ميلادي کال د نومبر په مياشت کى د طالبانو د واکمنۍ د ړنګيدو څخه وروسته يو ځل بيا سرونه اوچت کړل.


دوه پخواني مخالف قومندانان د واک د تر لاسه کولو دپاره رامخ ته شول. يو قومندان حميدالله نوميږي چى د پخواني صدراعظم ګلبدين حکمتيار ملاتړى دى. حکمتيار د څو تيرو کلنو راهيسى په ايران کى د جلاوطنۍ ژوند تيراوه او اوس ئي د اوسيدلو ځاى څرګند نه دى. بل قومندان سردار محمد نوميږي چى د پخواني جمهور رئيس برهان الدين رباني له پلويانو دى. رباني د لنډ مهاله ادارى لخوا له واک څخه ليرىکړاى شو.


دواړو قومندانان د طالبانو د واکمنۍ تر مخه يو د زابل ولايت والي او بل د پوځ عمومي قومندان وو. د طالبانو رژيم له ړنګيدو وروسته، حميدالله خپلو ځواکونو ته امر وکړ چى د والي څوکۍ تر لاسه کړي او هم د ولايتي پلازمينى قلات د ښار په منځ کى د غونډۍ پر سر د پوځي کلا ونيسي. نوموړي سخته هڅه وکړه چى د هغه مخالف او سيال قومندان سردار محمد خپله پخوانۍ څوکۍ تر لاسه نه کړي.


دواړه قومندانان په قوم توخي دي او د هغوى واک ته رسيدو د هوتکو او تره کو قومونو ته ټکان ورکړى. د حالت د آرامولو دپاره حميدالله پريکړه وکړه چى د خپلى ادارى مهمى څوکۍ د قومونو تر منځ وويشي. نوموړي د هوتکو د قوم مشر سلام خان د خپل سيال سردار محمد پر ځاى د پوځ د عمومي قومندان پر ځاى وټاکه.


که څه هم سردار محمد د خپل پخواني مشر رباني لخوا د قومندانۍ څوکۍ ته د ټاکل کيدو له پاره يو ليک هم درلود، خو هغه د واک له صحنى څخه په زور سره ليرى کړاى شو.


په عين حال کى سره له دى چى د حميدالله پخوانى مشر حکمتيار د بون د پروسى سخت مخالف دى، خو حميدالله خپل دريځ د حامد کرزي د لنډ مهالى ادارى څخه د ملاتړ په اعلان سره نور پياوړي کړ. هغه په اسانۍ سره وکړاى شو چى له کابل څخه د خپل ځان له خواد سلام خان د ټاکنى تصديق تر لاسه کړي


دا کار د سردار محمد د نااميدۍ او مايوسۍ سبب شو او هغه د اپريل په يويشتمه نيټه د خپلو کسانو په راټولولو او د قلات د ترانسپورتي ډيپو لور ته په خوځيدو سره په يوه بريد لاس پورى کړ. په همدى وخت کى د حميدالله يو قومندان زوى د حاجي منان په نامه يي شهرت درلود، د قلات د ښار د غونډۍ له پوځي کلا څخه را کښته شو او په جګړى ئي لاس پورى کړ.


د جګړى په ترڅ کى د سردارمحمد يو تکړه قومندان محمد منګې و وژل شو. کيدونکى پوځي قومندان او دوه تنه نور واړه قومندانان ئي کابل ته وتـښتيدل. د همدى جګړى وروسته حميدالله وويل: هر څوک چى د سولى د پروسى د اخلال هڅه وکړي، همدا ډول چلند به ور سره وشي.


په عين وخت کى سلام خان د سردارمحمد د يوه بل نژدى ملګري حاجي منان پرضد سخت ګامونه اوچت کړل. د هغه دوه ورونه يي تر هغه وخته يرغمل ساتلي وو، تر څو چى هغه خپلى ټولى وسلى تسليمى کړى.


زابل يوازني ولايت نه دى چى د پوځى قومندانۍ د تر لاسه کولو دپاره پکښى وسله والى نښتى وشوى. د واک له پاره د پښتنو په دوو نورو ولايتونو وردګ او ننګرهار کى هم ور ته ناآرامۍ رامنځ ته شوي.


يو ګڼ شمير څارونکي په دى عقيده او باور دي چى د شمال اتحاد دا ډول جګړى او ناآرامۍ را پاروي او غواړي چى پر پښتنو باندى چى د هيواد لوى اکثريت دي فشار راوړي چى په لويه جرګه کى يوه پريکړه ونه کړاى شي.


په داسى حال کى چى د قومونو مشران پخپل منځ کى په مخالفتونو اخته دي او د طالبانو د واکمنۍ څخه تر مخه قومندانان بيرته د خپلو پخوانيو څوکيو د تر لاسه کولو په پوځي سياليو بوخت دي، نو د ولس يوازينۍ انديښنه بيا د دا ډول يوى جګړى د پيل په هکله ده چى يو ځل تر مخه ئي د دوى ژوند ور تباه او برباد کړى وو.


د قلات يو سپين ږيري موچي د ښار د روانو حالاتو په هکله انديښنه څرګنده کړه او وئي ويل: که يو ځل بيا کورنۍ جګړه پيل شي، زه به بيا د دغه يوى ګوله وچى ډوډۍ د پيدا کولو څخه محرومه او بى برخى شم. نوموړي زياته کړه: ما تير ځل پاکستان ته پناه يووړه، خو دا ځل پاکستان ته د تګ پيسى نه لرم.


محمد ويښ د قلات يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists