تبصره: د مرستو چمتو کول يو خطرناک تجويز

په کابل کې د يو موټر بمي چاودنې مرستندويه موسسو پام دې ته راواړاو، چې په امنيتي پلانونو باندې يو ځل بيا په ټينګه غور وکړي.

تبصره: د مرستو چمتو کول يو خطرناک تجويز

په کابل کې د يو موټر بمي چاودنې مرستندويه موسسو پام دې ته راواړاو، چې په امنيتي پلانونو باندې يو ځل بيا په ټينګه غور وکړي.

Friday, 1 September, 2006

د تېرې مياشتې په وروستيو کې د يوې امريکايي شخصي امنيتي کمپنۍ په يوې څانګې باندې بمي بريد، چې له امله يې د دريو امريکايانو په ګډون لس تنه ووژل شول، ددې ټکي يادونه کوي، چې د طالبانو تر رانسکورېدو درې کاله وروسته په هېواد کې د امنيت د بنسټيزې کچې د تامين لپاره لا هم زيات کار په مخ کې پروت دی.


په حقيقت کې داسې ښکاري، چې لږ وډېر په يوې مياشتې کې د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو لپاره افغانستان، په تېره بيا دنړيوالو موسسو لپاره، په زياتېدونکې توګه په يو خطرناک ځای بدل شوی دی.


د ډاين کارپ په نښه کول د پام وړ يوه خبره ده. نوموړې موسسه نه يوازې د سيمه ييزو پوليسو په روزنه بوخته ده، بلکې د ولسمشر حامد کرزي لپاره د امينت د چمتو کولو مسووليت هم په غاړه لري. دغه بريد څرګنده کړه، بريد کوونکي په ډاډه زړه هغې ودانۍ ته لاره پيدا کړې وه، چې ټينګه څارنه يې کېده، وسله والو ځواکو يې پيره کوله او په عصري وسايلو او تجهيزاتو سمبال وه.


دا کار ددې څرګندونه هم کوي، چې د بم د الوزولو مسوولين د هېواد د بيا جوړولو د هرې هڅې د شنډولو په وړاندې کا رکوي.


په پلازمينې کې د بم د ايښوولو له لارې، ياغيانو دا څرګنده کړه، چې د هېواد په نورو برخو کې موجوده وضعه دلته هم رامنځته کېدای شي. ان افغان حکومت دا مني، چې له کابل بهر هېواد تر ادارې وتلی دی.


خيريه موسسې نه شي کولای د هېواد په زياترو برخو کې خپل فعاليتونه سرته ورسوي. د بې پولې ډاکترانو په څېر يو شمېر موسسې د مخ په زياتيدونکي تاو تريخوالي له امله په بشپړه توګه له هېواده ووتلې. د هېواد زياتره سهيلي، جنوب ختيزې او ختيزې برخې د ملګرو ملتونو له خوا د خطر د لوړې کچې د سيمو په توګه پېژندل شوي دي.


د افغاني غير حکومتي موسسو د امنيت څانګې (انسو) ته هره ورځ په خيريه کارکوونو باندې د بريدونو او د هغوی په وړاندې د ګواښونوخبرونه رارسيږي، چې د کوچنيو او لويو پوځونو د ګوريلايي تاکتيک له اغېزمنو بريدونو څخه نيولې بيا په ښارونو باندې راکټي بريدونه او د هغوی ټوله کلابندي په کې راځي.


د کابل حکومت نه شي کولای د هېواد په زياترو برخو کې امنيت ټينګ کړي. په حقيقت کې په زياترو سيمو کې په عملي توګه يا حکومت نه شته او که شته هم ډېر کمزوری دی.


په عين وخت کې ايتلاف په منظمه توګه د امنيت د ټينګولو او د شکمنو طالبانو او القاعدې د ځواکونو د جرړو د ايستلو ادعا کوي. خو تر اوسه دې بری په نړيوالو ځواکونو باندې د بريدونو په شمير کې کوم کمښت نه دی راوستی او نه يي هېواد ته د جنګياليو او وسلو د راتګ مخه نيولې ده.


تر دې دمه بايد نړيوالې امنيتي هڅې يوه ناکامي وبلل شي. دا پاتې والی (ناکامې) له دې امله دی، چې يا په هېواد کې د خوندي او امن چاپېريال د رامنځته کولو په هکله هڅو ته څوک د قدر په سترګه نه ګوري او يا هم د هغو کسانو د ماموريت لپاره د منابعو او سرچينو نيمګړتيا او کمبوت دی، چې د امنيت د تامين مسووليت په غاړه لري.


په دې بايد څوک هک پک نه شي، چې د امنيت او بيارغاونې د يو ځای کولو هڅو کومه پايله نه ده درلودلې. امنيتي عمليات او د بيا رغاولو هڅې يو د بل متضاد دي. بيا رغاونه په اغېزمنه توګه هغه مهال ښه تر سره کېدای شي، چې لازم امنيت رامنځته شوی وی.


مرستندويه موسسې زياترو هغو سيمو نه شي ورتلای، چې بيا رغاونې ته اړتيا لري. د ولايتي بيا رغاونې ډلې (پي ار ټي) د نړيوالو سرتېرو ډلې او ملکي افراد، چې هم د امنيتي ځواکونو په توګه کا رکوي او هم د بيارغاونې کارونه پر مخ وړي، نه شي کولای ان د زورپه کارونې د هېواد په ځينو سيمو کې فعاليت سر ته ورسوي.


په حقيقت کې پي ار ټي په خورا ګرانه په ځينو ځايونو کې د غيرحکومتي موسسو په څېر ځان څرګند کړی دی، له دې امله زيات شمېر افغانان نور نه غواړي ددې اجنسيو په ناپلويتوب باور وکړي.


(ان سو) اټکل کوي، چې په نزدې راتلونکې کې به په پلازمينه کې امنيتي وضع لا نوره هم خرابه شي. کابل، د حکومتي ادارې او ملي پراختيا د مرکز او نړيوالې ټولنې د شتون له امله يوه څرګند هدف دی.


په امنيتي ناوړې وضعې باندې د افغانانو او نړيوالو د نه پوهېدو له امله زياتره غيرحکومتي موسسې دې کار ته اړ شوي، چې خپل کارکوونکي له خطر سره مخامخ کړي.


د ولسمشرۍ لپاره په راتلونکو ټول ټاکنو باندې له څارنې څخه د اروپا د امنيت او همکارۍ موسسې له ډډې کولو وروستۍ پرېکړه د هغوی دا باور په ګوته کوي، چې ګوندې دا راز ماموريت ښايي د هغوی کارکوونکو ته په نامنونکې کچه خطر رامنځته کړي.


زياتره خيريه موسسې د خپل عملياتي چاپېريال پر پېچلتيا او د کار لپاره د خوندي حالت د اړتيا په شرايطو پوهيږي. خو داسې يو زيات شمېرموسسې هم شته، د هغه حالت پروا نه ساتي، چې ښايي دوی په افغانستان کې ورسره مخامخ شي.


د سترګو ليدلي نه اټکل کېدونکي حالتونه او په خيريه ټولنې مرګونې بريدونه ددې وړانديز کوي، په زياترو هغو سيمو کې، چې بغاوت مخ په ودې دی، د بيارغاونې پروژې تر ډېرې کچې له خطر سره مخامخ دي.


د بشرپالنې دوديز امنيتي محورونه له منښت، ننګه (حمايت) او مخنيوي څخه عبارت دي. منښت د ناامنۍ په وړاندې ستر مدافع دی. هغسې چې وروستنی تاوتريخوالي يې څرګندونه کوي، له دې (منښت) پرته نه وسله وال ساتونکي او نه خوندي استوګنځای کولای شي، خيريه کارکوونکي خوندي وساتي.


اوس د تېرې مياشتې له بمي بريد څخه راوروسته په سيمه کې فعالې غير حکومتي خيريه موسسې ستونزمن انتخاب لري او هغه دا چې، يا خطر په ځان ومني او يا له احتمالي خطرناکو حالتونو څخه ځان وساتي. يو شمېر خلک وايي، چې ښايي دا اختيار د زياتې مودې لپاره وکارول شي. يو شمېر نورو هغو ته په کابل کې بمي چاودنې د ويښ اوسېدو زنګ وهلی دی.


هر هغه پرېکړه چې هغوی کړې وي، وي به، خو په افغانستان کې بشري موسسې بايد دا ومني او وپوهيږي، ددې پر ځای چې وضع ښه شي، ښايي د ناوړه کېدو په لور ولاړه شي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists