Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

تبصره: بله نړۍ

هغه مهال چې شورويانو پنځه ويشت کاله وړاندې په افغانستان يرغل وکړ، له يوې اندازې ټولنيزي ازادۍ سره يو ځاى يې يو سخت سياسي نظام رامنځته کړ.
By Hafizullah Gardesh

کله چې له روانې مياشتې پنځه ويشت کاله وړاندې، د نورو يرغلګرو لښکرو په څېر، شورويانو په افغانستان واک چلولو، د ښو او بدو (ډاراچونې او خيالي نړۍ) يوه ځانګړې ګډوله يې له ځان سره راوړې وه.


کابل ته د ننوتلو پر مهال د هغوى په ټانکونو چا ګلان ونه شيندل. افغانان د خپل شمالي ګاونډي له زور او ځواک څخه ښه خبر و. ځايي خلکو ددې بېګانه ځواک راتګ ته څه ناڅه د تسليم د احساس په سترګه کتل.


له هغې وروسته په راتلونکو مياشتو او کلونو کې په زرګونه افغانان او شورويان ووژل شول او يا هم ټپيان شول. کلي او ښارونه د نخشې له مخې پاک شول او مليونونه خلک د جګړې او بې کوره کېدو له امله ايران او پاکستان ته وکوچېدل. د شورويانو لوموړنۍ دنده دا وه، چې مطبوعات ترخپل ګورت لاندې راولي. تلويزيون او رادېو يوازې د کمونيزم په هکله تبليغات کول او ورځپاڼو به په لېواليتيا د افغان - شوروي د ملګرتيا او هغو مرستو په اړه خپرونې کولې، چې دې هېواد ته راوړل کېدې. د بيان ازادي دړې وړې شوې وه.


سينماګانو اجازه لرله يوازې د سوسياليستي هېوادونو فلمونه وچلوي او يا هغه هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، چې د هند – شوروي د انډېوالۍ ستاينه په کې شوې وه. نندارې ته د نړۍ د نورو برخو د فلمونو ايښوول منع شوي و.


له نورې نړۍ سره د معلوماتو د راکړې ورکړې لارې بندې شوې وې. که چا به د بي بي سي رادېو خبرونه اورېدله، نو نيول کېدل به .ليکوالان او خبريالان مجبور و، د ګوند تګلاره تعقيب کړي.


په سياسي ډګر کې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند (ا.خ. د. ګ) څخه پرته په نورو ګوندونو بنديز لګول شوى او منحل شوي و. هيڅ يويې د سياسي فعاليت او نظر د څرګندولو حق نه درلود. عادي خلک به د ا. خ. د. ګ غړېتوب ته په زوره اړايستل کېدل کېدل او که چا به له غړيتوب سر غړونه کوله د دښمن په سترګه به ورته کتل کېدل.


د ښوونې او روزنې کچه ددې لسو کلونو په بهير کې ډېره ټيټه شوې او خورا بد حالت ته رسېدلې وه. په کليوالي سيمو کې څه ناڅه ښوونځي د شورويانو او يا مجاهدينو له خوا ويجاړ شوي و، چې په پايلې کې يې په مليونونه کوچنيان له زده کړې بې برخې شوي و.


ښاري ښوونځي هم بې اغېزې نه وو پاتي. په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د شوروي ميتود په پلي کېدو زيات شمېر ښوونکي او استادان يا له هېواده و تښتېدل او يا زندان ته واچول شول. په زياترو ښوونځيو کې د روسي ژبې لوست پيل شو.


يوې بلې ستونزې هم د زيات شمېر خلکو د زده کړې مخه ونيوله. هر ځوان به د اتلس کلنۍ عمر ته له رسېدو سره سم عسکري چوپړ ته استول کېده. له دې امله په زرګونو خلک د هېواد سرحدي سيمو ته وتښتېدل او له مجاهدينو سره يوځاى شول.


هغه يو شمېر چې تښتېدلاى نه شول، شوروي اتحاد ته د "بيا روزل کېدو" په موخه استول کېدل. افغانستان په اقتصادي لحاظ په شوروي اتحاد پورې تړلى و. د هېواد کرنه او مالداري له منځه تللې وه. ټولې لويې لارې بندې شوې او يا هم له ماينونو ډکې شوې وې.


خو د حيرانتيا خبره دا وه، چې بازار له لومړنيو موادو ډک و. يوازې يو د يو ځو شيانو کمبوت لېدل کېده. د جګړې له دوام سره سره په زرګونو حکومتي مامورينوته په خپل وخت معاشونه او کوپوني توکي ورکول کېدل، چې اوړه، وريجې، غوړي،بوره او چاى په کې و. آن صابون، د ږيرې د خريلو چړې د تشناپ کاغذونه له دې توکو سره يو ځاى ورکول کېدل. بې ويلو پيدا ده، چې ددې موادو يوې اندازې بازار ته هم لاره موندلې وه.


روغتونونه ښه سمبال او د ښې درملنې وړ و. د هر ناروغ درملنه به په وړيا توګه کېده.


په شوروي کې جوړ شوي مالونه لکه موټرې، يخچالونه، تلويزيونونه، رادېوګانې، د برښنا سامان آلات او جامې په ټيټه بيه پلورل کېدې.


خلکو د شوروي مالونو اخيستلو ته زړه نه ښه کولو، خو بله چاره يې نه لرله، ځکه حکومت د ژوند په ټولو اړخونو کنترول لګولاى و.


په حکومتي موسسو کې کارونه په ښه توګه تر سره کېدل. فساد له منځه تللى و. ښارونو ته برښنا رسېده او امنيت يي ښه و او جنايت په کې خپلې ټيټې کچې ته رسېدلاى و.


له دې ټولو سره سره بيا هم په ملک کې توره تياره خپره وه. شوروي استخباراتي موسسې، کا جې بې، له خپل افغان سيال، ډاروونکي خاد، سره په ګډه کار کاو، چې د هېواد د زرګونو خلکو د وژلو په وړاندې مسوول دي. د پټو پوليسو زور دومره زيات و، چې آن د يوې کورنۍ غړي له يو بل ډارېدل. يو ګاونډي به د بل ګاونډي جاسوسي کوله.


شوروي چارواکي په هغه اندازه ناپوه هم نه و، چې د هېواد له دود او دستور او عقايدو سره ډغرې ووهي. د مذهبي ورځو درنښت کېده، نوي جوماتونه جوړ شول او يو شمېر ديني عالمان د شوروي اتحاد د مسلمانانو د پټو ځايونو د ليدلو لپاره هلته وليږل شول.


يو شى ، چې له دود سره مخالف و، هغه په هر ځاى کې د شرابو شتون و، چې له امله يې زيات شمېر افغاني ځوانان په نېشو اخته و. هر چا به هر چېرته په ارزانې بيې شراب اخيستلاى شول.


د ځوانانو لپاره نورې ازادۍ هم وې. ښځو کولاى شول د خپلې خوښې جامې واغوندي، زيات شمېر نجونو ډېرې لڼدې لمنې اغوستې.


له ښارونو څخه بهر خلک له جګړو څخه له راولاړو شويو ستونزو سره لاس او ګرېوان و، لکه روغتيايي څارنې او ښوونې او روزنې کمبوت، د خوړو لږوالى او د فرصتونو نشتوالى. دا هغه کړاوونه و، چې زيات شمېر خلک يې (دادى) پنځه ويشت کاله وروسته هم ګالي.