تبصره: افغاني ټولټاکنې، روزنيز بهير

د کانديدانو د تګلارو د کمپاين د مالي لګښت په هکله پوښتنې لا په خپل ځاى پاتې دي، خو ټولټاکنې افغانانو ته د خپلې راتلونکې د بڼې د جوړولو په هکله يوتاريخي فرصت په لا س ورکوي.

تبصره: افغاني ټولټاکنې، روزنيز بهير

د کانديدانو د تګلارو د کمپاين د مالي لګښت په هکله پوښتنې لا په خپل ځاى پاتې دي، خو ټولټاکنې افغانانو ته د خپلې راتلونکې د بڼې د جوړولو په هکله يوتاريخي فرصت په لا س ورکوي.

Friday, 1 September, 2006

ټولټاکنې په افغانستان کې په رسمې ډول پيل شوي دي. د ټولټاکنو د تنظيم د کمېټې ګډ دفتر (JEMB) د تېر اګست په مياشت کې د ټولټاکنو لپاره داکتوبر د نهمې نېټې په اعلان يوه مهمه او تاريخي پرېکړه وکړه، چې لږ وډېر لس نيم مليونو خلکو ورته د رايې ورکولو لپاره نومونه ليکلي دي. د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ولسي جرګې لپاره د ټولټاکنو شاته اچول هم خپل ځانګړى ارزښت لري. دا پرېکړه د هر چا په زړه نه وه، په دې چې د سږکال په لومړيو کې د اساسي قانون دتصويب په لويې جرګې کې استازو سپارښتنه کړې وه، هڅه دې وشي، تر څو دواړه ټاکنې (د ولسشمرۍ او پارلمان) هم مهالې تر سره شي.


يو شمېر سياسي څېرو د پارلماني ټولټاکنو په شاته اچولو نيوکه کړې، خو بايد وويل شي، چې دا پرېکړه په آسانۍ نه ده نيول شوې. د امنيت موضوع، د دواړو ټاکنو لپاره چمتوالى او د ټولو کانديدانو لپاره د فعاليت د لازمې زمينې برابرول، د هغو لاملونو په ډلې کې وو، چې په پرېکړې کې په پام کې نيول شوي وو. کوم ټکى چې د JEMB پرېکړه يې هڅولې وه، هغه د حساسيتونو په پام کې نيول اوله يو دموکراتيک بهير سره د مرستې ژمنه وه، چې په دې نازک پړاو کې زيات ارزښت لري.


کومې موضوعګانې هغو سياسي کتونکو ته په کمپاين باندې د اغېز لرلو له مخې د پام وړدي، چې د افغانستان په تاريخ کې دا مهم پړاو په ځير څاري ؟


لومړۍ موضوع د کانديدانو په لست کې د مرستيالانو د شهرت پېژندل دي. بايد داحقيقت څوک له ياده ونه باسي، چې افغانان د (کانديدانو لست) ته رايې ورکوي، نه يوازې يوسړي ته د ولسمشر په توګه.


دويمه مهمه خبره د خبري رسنيو په واک کې لرل دي. د ټاکنو د رسمي کمپاين له پړاو څخه دمخه JEMB يو مطبوعاتي کميسون جوړ کړ، چې ټول کانديدان په عادلانه او برابره توګه مطبوعات وکارولاى شي. په داسې يو هېواد کې چې دولتي ډله ييزې رسنۍ زيات برلاسى رول لوبوي، هاند او هڅه شوې، ټول کانديدان ددې توانايي ولري، چې د هېواد په هر ګوټ کې خلکو ته خپل پيغامونه واستولاى شي.


بله موضوع د کمپاين د لګښتونو چمتوکول دي. اوس مهال د کمپاين په پړاو کې په مالي لګښت باندې د محدوديت په هکله، يوازې داچې کانديدان نه شي کولاى له نړيوالومنابعو يا غير قانوني لارو څخه مالي مرسته تر لاسه کړي، نور مقررات نه دي ايښوول شوي. دالا څرګنده نه ده، چې آيا د کانديدانو له خوا دلګښتونو په اړوند څارنې يا رپوټ ورکولو ته اړتيا شته او که نه. په دې مانا چې د کمپاين پرمهال او ترهغې دمخه د زياتو پيسو د لګېدو امکانات شته. دابه وروسته څرګنده شي، چې هغه به د رايه ورکوونکو له خوا مثبت ارزيابي شي او که منفي، خو په څرګنده د مبارزې يوه عمده موضوع کېدلاى شي.


په پاى کې داپوښتنه راولاړيږي، چې کانديدان به د کمپاين په بهيرکې اصلا د څه شي په هکله خبرې کوي. تر اوسه پورې په دې هېواد کې زياتره سياسي مباحثې د هغو ټاکلو موضوعګانو په شاوخوا څرخيږي، چې د ٢٠٠١ کال د دسمبر په مياشت کې د بن په تړون کې ځاى په ځاى شوې دي.


د مارچ په مياشت کې په برلين کې د سترو نړيوالو بسپنه ورکوونکو په غونډې کې د مرستې د چمتو کولو داوږدې مودې پلان وړاندې شو. خو له دې نېټې راوروسته په نسبي توګه د راتلونکې ادارې د لومړيتوبونو په اړه خبرې اترې نه دي شوي.


دا به وليدل شي، چې داکتوبر په نهمې کې ټاکل شوى ولسمشر به د راتلونکې په هکله خپل فکر او د خپل حکومت په اړه دلومړيتوبونو تګلاره په څرګندو ټکو کې څنګه بيان کړي.


افغاني سياست په شخصيت ولاړ هغه ته ميلان لري. له دې امله هغه موازنې ته به کتل کيږي، چې د کانديدانو د شخصي اوصافو او دهغوى د تګلارو دموخو تر منځ غوره کيږي.


ددې خبرې يادول اړين دي، چې ټاکنې د دموکراتيک بهير د اوږدې مودې يوه برخه ده. له جګړې ځپلې حالت څخه يو مدرن او پرمختلونکي هېواد ته د اوښتون لپاره وخت ته اړتيا ليدل کيږي. زيات شمېر خلک او سازمانونه په خپل ژوند کې د اکتوبر په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي.


دا حقيقت بايد له ياده ونه ايستل شي، چې دا کار به هم دموکراتيکو سازمانونو ته او هم پخپله رايه ورکوونکو ته د زده کړې يوه ښه تجربه وي. له دې امله بايد له زيات زغم کار واخستل شي او ملاتړ يې وشي.


سياسي ګوندونه او د ولسمشرۍ د څوکۍ کانديدان لا له وړاندې د خپلې راتلونکې انتخاباتي ننګونې (چلينجونو) لپاره خپل ملاتړي چمتوکوي. ددې ننګونې څخه يوه يې دانتخاباتي بهير د تنظيم او لارښوونې په اصولو باندې په څرګند ډول پوهېدل دي. کله چې يو شخص د ولسمشرۍ د ملي کمپاين لپاره د لوژستيکې او تشکيلاتي اړتياوو په هکله فکر کوي، ډېر ژر به په دې حقيقت باندې پوه شي، چې د بريالي او رغنده کمپاين لپاره د خلکو ښايسته زيات شمېر ته اړتيالري.


د افغانستان لپاره په انتخاباتي بهيرکې د مرستې لپاره يو زيات شمېر نړيوال سازمانونه


ښکېل دي، لکه؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې څانګه (يوناما)،ملي دموکراتيک انستيتوت، د انتخاباتي سيستم لپاره نړيوال بنياد، جمهوري غوښتونکى نړيوال انستيتوت، د سويس سوله او د فريدريک ايبرت موسسه.


پروګرام په ځانګړې توګه په کورني ظرفيت ټينګا رکوي، تر څو افغانان پخپله د دموکراتيکو موسسو او بهيرونو د پراختيا په وړاندې مسوول او حساب ورکوونکى وي، چې ا ولس د پرمختګ په لوري بيايي.


افغانان بايد ددې ټاکنو د اغېز له امله د خپل هېواد په راتلونکي ووياړي. په دې تاريخي پړاو کې د رايې په ورکولو کې ګډون به د وياړ منبع وي او هر رايه ورکوونکى به په هغه بهيرکې د ګډون وياړ ولري چې ددې ولس خلکو ته د ثبات او نظم د راوړلو په موخه پيل شوى دى.


ګرانت کيپن د افغانستان لپاره په متحده ايالتونو کې مېشت د نړيوالو چارو لپاره د ملي دموکراتيک انستيتوت مدير دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists