تبصره: افغانان د سولې او امنيت وړ دي

د بشري حقوقو موسسې په حامد کرزي سپارښتنه کوي، چې د خلکو د غوښتنو له مخې د ملېشې بېوسلې کول ګړندي کړي.

تبصره: افغانان د سولې او امنيت وړ دي

د بشري حقوقو موسسې په حامد کرزي سپارښتنه کوي، چې د خلکو د غوښتنو له مخې د ملېشې بېوسلې کول ګړندي کړي.

Monday, 15 February, 2010

لکه څنګه چې په دموکرايتکه توګه د هېواد ټاکل شوي ولسشمر، حامد کرزي د دندې د تر لاسه کولو او د کابينې جوړولو ته چمتووالى نيول کيږي، د بشري حقوقو د څيړنې او له ١٣ افغاني او نړيوالو موسسو څخه د مدافعينو جوړې شوي نړيوالې مالي ډلې – کنزرسيوم (د بشري حقوقو د څېړنې او دفاع کنزرسيوم HRRAC غړي دادي: د افغاني پراختيا ټولنه، د بشري حقوق افغاني خپلواک کميسيون، د افغانستان د څيړنې او ارزيابۍ واحد، د افغاني مرستو همغږه کوونکې اداره، په افغانستان کې د بيارغاولو او انرژۍ د ساتنې اداره، د بشري مرستو همغږه کوونکې، د سولې او يووالي مرستندوى، اوکنډن انټرنيشنل، د ماشومانو د ساتنې فدراسيون او حقوق اودموکراسي)، (ولسمشر) ته ور په زړه کوي، چې افغانان له هغه څخه څه هيلې او توقع لري.


د سپتمبر په مياشت کې: "ټوپکونه ورک کړه: د امنيت او ټاکنو په هکله د افغانانو غږ " تر سرليک لاندې په يو خپاره شوي رپوټ کې پورتنۍ ډلې (کنزرسيوم) دا وموندله، چې په نوي حکومت کې افغاني ماهران په امنيتي لحاظ مثبتو بدلونو ته سترګې په لاره دي. هغوى غواړي، چې ملېشې په بيړه او اغېزمنه توګه بېوسلې او ملي پوليس او ملي اردو په نوې بڼه رامنځته شي. هغوى له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د امنيتي موضوعګانو په وړاندې دې ډېر ټينګ دريځ غوره کړي.


هغوى د بېوسلې کولو(DDR) د غړند بهير له امله اندېښمن دي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له خوا پلى کيږي، چې له لارې يې د ملېشو له ډلوڅخه د هغوى وسلې راټوليږي او په ځاى يې ملکي ژوند ته ورستنول کيږي او يا هم د ملي اردوپه ليکوکې ورګډيږي.


په رپوټ کې د سلو کې اته اتيا تنومرکو شويو افغانانو ويلي و، هغوى له مرکزي حکومت څخه غواړي، چې د ځايي قوماندانانو زور اوبه کړي. د فيض آباد د ښار يو اوسيدونکي وويل: "موږ د بېوسلې کولو چيغې وهو، خوڅوک پرې غوږ نه ګروي."


په سلو کې د ٦٥ په شاوخوا کې مرکه شوي خلک په دې اند دي، چې بېوسلې کول د اوږدې مودې لپاره د سولې او امنيت د ټينګولو يوازينۍ لاره ده.


د جلال آباد دښا ريو اوسېدونکي وويل: "مرکزې حکومت بايد په دې پوه شي، چې دا يوه غميزه ده. هغوى به يوازې سر دا کار کولاى شي. هغوى کولاى شي، د قوماندانانو د ځواک په مرکزونو کې لاسوهنه وکړي. هغوىبايد په ټوپک والاوو لاسبرى ومومي."


په رپوټ کې دا هم په ډاګه شوې،چې ښځې نه شي کولاى د ټوپک له ډاره له خپلو کورنو څخه بهر راوځي. د مزارشريف په ښا رکې يوې مېرمنې وويل: "ټوپک والاوو د خلکو په ځمکو، کورونو او اولادونو ګېډه اچولې او د هغوى لوڼې په زور ودوي. دا د دولس وينه ده."


افغانان له دې هم ډاريږي، چې له سمې او رښتينې بېوسلې کولو پرته قوماندانان کولاى شي، د پارلماني ټولټاکنو، ولايتي او د ولسوالۍ د شوراګانو لپاره له خلکو څخه په زور رايې واخلي. د مزارشريف يو اوسيدونکي وويل: "پارلماني ټولټاکنې خطرناکې دي. مسلکي او عادي خلک به په هغې کې ګډون ونه شي کړاى. کانديدان به قوماندانان وي او هغوى به په زوره ځانونه وټاکي."


خلک له مرکزي حکومت څخه غواړي، ترڅو خپل واک پراخه کړي. حامد کرزى په دې پوهيږي، خلک غواړي چې په مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو کې لږ شمېر جنګ سالاران ګډون وکړي. وبه ليدل شي، چې هغه د خلکو دې هيلې ته څنګه غبرګون ښيي.


نوموړې ډله (کنزرسيوم) په دې اند ده، چې اوس د راتلونکي حکومت دنده ده، تر څو ګامونه واخلي او دخلکو غوښتنوته ځواب ووايي.


افغانانوته له امنيت پرته سوله مانا نه لري. هغوى داسې سوله غواړي، تر څو په هېواد کې واوسي. انفرادي او ډله ييزه ازادي ورته چمتو شي او حمايت يې وشي.


افغانان له حامد کرزي غواړي، ترڅو ډاډ ورکړي، د بېوسلې کولو بهير، چې په پام کې ده، د ٢٠٠٥ کال تر پايه پورې بشپړ شي، ګړندى او تردغه نېټې پاى ته ورسيږي.


افغانان د پارلماني ټولټاکنو دمخه د اغېزمنو امنيتي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي، ترڅو ملي ځواکمن پوليس رامنځته شي او له جنګ سالارانو څخه پاکه او واحده ملي اردو جوړه شي.


زموږ په دې رپوټ کې زياتو خلکو شکايتونه کړي و، پوليس چې زياتره پخواني مجاهدين دي، د پوليسو په توګه نه دي روزل شوي. هغوى د خلکو په پرتله زياتره د ټوپک والاوو ملګرتيا او ننګه کوي. د هرات يوې مېرمنې ويلي و: "که د پوليسوماموريت ته لاړ شې، نودرته وايې ځه لاړ شه او له قوماندان سره خبرې وکړه.!"


افغانان پوهيږي، چې اوس د کار او عمل وخت دى. اوس ددې وخت رارسېدلاى، چې ولسمشر د هغوى دهيلو په وړاندې غبرګون وښيي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists