تاجکستان: کليوال د افغانانو لخوا يرغمل نيول کيږي

هغه تاجکان چى د افغانستان پولى ته نژدى ژوند کوي، د هغو مخدره او نشه اي موادو قاچاق کوونکو لخوا يرغمل نيول کيږي چه د خپل ورکړل شوي پورونه ور څخه تر لاسه کړى

تاجکستان: کليوال د افغانانو لخوا يرغمل نيول کيږي

هغه تاجکان چى د افغانستان پولى ته نژدى ژوند کوي، د هغو مخدره او نشه اي موادو قاچاق کوونکو لخوا يرغمل نيول کيږي چه د خپل ورکړل شوي پورونه ور څخه تر لاسه کړى

د افغان نشه اي موادو د قاچاق کوونکو لخوا د يرغمل نيولو شويو تاجکانو شميره مخ په زياتيدو ده. دغه قاچاق کوونکي همدا تاجکان د خپلو سرحدى کلو څخه تښتوي او تر هغه وخته پورى ئى يرغمل ساتي، تر څو د هغوى د کورنيو څخه د خپل ورکړه شوي د پور پيسى تر لاسه کړي.


د جولاى د مياشتى په اواسطوکى، د پورور د کلي درى تنه اوسيدونکي د يوه پولى ساتونکي کپتان سره يو ځاى افغانستان ته وتښتول شول او وروسته د (٨٠٠٠٠) ډالرو په بدل کى خوشى کړاى شول.


داسى ګمان کيږى چى اوس د سلو تنو څخه ډير تاجکان د افغان قاچاق کوونکو لخوا يرغمل نيول شويدي. په داسى حال کى چى ځينى تاجکان د نشه اي موادو د قاچاق کوونکو لخوا د ورکړه شويو پورونو د تر لاسه کولو دپاره يرغمل نيول کيږي، خو يو زيات شمير نورو تاجکانو د افغانستان څخه د هيروينو يا پوډرو د راوړلو د ضمانت دپاره بنديا زندان انتخاب کړيدى. د همدى بندي کړه شويو تاجکانو ملګري په تاجکستان او يا نورو هيوادنو کى نشه اي مواد د ګټى او د خپلو ملګرو د خوشى کولو دپاره پلوري.


د همدى کار پيچلتيا د هغو تاجکى مقاماتو د همدردى او خواخوږۍ د کموالي سبب شويدى چه د تاجکستان او افغانستان پر پوله د نشه اي موادو د قاچاق د مخنوى هلى ځلى کوي.


د تاجکستان د دولتى امنيت د وزارت يوه لوړ رتبه مامور د يرغمل شويو تاجکانو سره د خواخوږۍ د ښودلو په هکله پوښتنه وکړه او و ئى ويل: چى هيچا همدا تاجکان د ټوپک په زور افغانستان ته بيولي نه دي او هلته ئى بنديان کړي نه دي.


خو بيا هم د تاجکستان د دولتى امنيت د وزارت ماموران د هغو يرغمل نيول شويو تاجکانو د خوشى کيدو هڅى کوي چى د بريدونو په وخت کى په ناپامى کى تښتول شوي وي او يا د پنج د سند پر بل لور د افغانستان په خاوره کى د خپلو پورونو د اداء کولو دپاره يرغمل نيول شوي وي.


د تاجکستان د دولتى امنيت د وزارت د سيمى مسؤل ډګروال اختامشو سيد شريفوف وويل: دوى تير کال (٢٣) تنه همدا ډول يرغمل نيول شوي تاجکان د خبرو له لارى خوشى کړل او اوس هم د (٢٨) نورو تاجکانو د خوشى کيدو خبرى روانى دي.


د نشه اي موادو قاچاق زښت ډير خطرناکه دى او په تيره بيا د تاجکستان لږ مخ په ودى کليوالو سيمو کى چى اکثره وخت د زياتو پيسو د لاس ته راوړلو يوازنى لار ده او يو زيات شمير تاجکان پخپله خوښه په همدى خطرناکه کار لاس پورى کوي.


رضاکاره يرغمل تاجکان په لومړى سر کى د خپل تقدير او برخ ليک په منلو خوښ وي چى د هغو ملګرى به ډير ژر د دوى د خوشى کولو پيسى ورکړي، خو تل دا کار نه کيږي. د تيرو له دوو څخه زياتو کلنو راپدى خوا ګڼ شمير د هغوى ملګري د چارواکو لخوا نيول شوي او د هيروينو په درلودلو يا خرڅولو باندى تورن شويدى چى د پولى په هغه بل لور کى ئى د يرغمل نيول شويو تاجکانو ژوند د غلامۍ او مريتوب سره مخامخ کړيدى.


د نشه اي موادو د قاچاق يوه زياته برخه د تاجکستان پر پوله د جنوبى شورآباد په سيمه کى تر سره کيږى چى د روسى پوله ساتونکو لخوا ئى ساتنه کيږي. په نوموړى سيمه کى د تيرو پنځو کلنو راهيسى د څارويو تښتول، د انسانانو يرغمل نيول او د نشه اي موادو او وسلو قاچاق زښت زيات شويدى. د همدى سيمى اوسيدونکو وويل: افغان بريد کوونکي تقريباً هره ورځ د ماښام د اتو بجو څخه بيا د سهار تر اتو بجو پورى د سيمى واک پخپل لاس کى اخلى. هغوى زياته کړه: په زياتو وسلو سمبال د اتو څخه تر لسو تنو پورى بريدکوونکي په کلو ورننوځي او د کليوالو سره هغه ډول چلند کوي چى زړه ئى غواړي.


دتيرى مى د مياشتى د (١٧) ورځو په موده کى بريدکوونکو د نوموړى سيمىد اوسيدونکو څخه څاروي غلا او مالونه ئى لوټ کړه او هم ئى د سيمى د پوليسو د ځانګړو عملياتو د ليوا يو نامتوسرمامور دولت زاريوف چى د قاچاق کوونکو پر ضد په مبارزه بوخت وو، وتښتوه.


دشورآباد د سيمى اوسيدونکي ادعا کوى: چى د قانون د پلي کولو د هڅو مخه اکثره وخت د بيروکراټيکو مداخلو له امله نيول کيږي او د افغانستان او تاجکستان تر منځ پر پوله د حالت د خرابيدو سبب کيږي.


د ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر سفر دولياتوف د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: همدى سيمى خپل يو وسله وال امنيتى غونډ درلود. نوموړي زياته کړه چى موئږ ټول ښکاريان يوو او د وسلو په استعمال ډير ښه پوهيږو. هغه وويل: موئږ پخپله د ځان دفاع کولاى شو او د روان سپکاوى مخه نيولاى شو، خو په پايتخت دوشنبى کى ځينو نابغه کسانو زموئږ د امنيتى غونډ د بى وسلى کولو پريکړه وکړه او دا ټوله د هم هغى پرپکړپايله ده. نوموړي زياته کړه: هيڅوک زموئږ د ژغورنى هڅه نه کوي او هر څوک زموئږ توهين او سپکاوى کوى.


په دغه سيمه کى د مى د مياشتى د بريدونو پر مهال قانون پلي کوونکي موجود نه وو. د شورآباد د ولسوالى د پوليسو مشر ډګروال تور خون شريفوف وويل: په افغانستان کى د يرغمل نيول شويو تاجکانو خوشى کول د پوليسو مسؤليت نه دى. نوموړي زياته کړه: موئږ د ګاونډيو هيوادنو سره پر پوله د فعاليت کولو اجازه نه لرو او په تيره بيا د افغانستان په دننه کى په هيڅ ډول د فعاليت کولو حق نه لرو. هغه وويل: د مثال په ډول موئږ په دى پوهيږو چى تير کال د پولو څلور تنه اوسيدونکي د چا لخوا ووژل شول، خو موئږ د پنج د سيند په هغه بل پلو د عملياتو د تر سره کيدو اجازه نه لرو. نوموړي زياته کړه: پوليس يوازى پوله ساتونکي ګارډ ته د يرغمل نيول شويو تاجکانو په هکله معلومات برابرولاى شي.


همدارنګه افغان بريد کوونکي د تاجکستان پولى ته نژدى اوسيدونکي تاجک نارينه د اجبارى سختو کارونو دپاره تښتوي. هغوى تښتول شوي تاجکان د اجباري کارونو څخه وروسته په بنديخانو کى ساتي او په نس ئى نه مړوي. د سفر على په نامه يو تاجک چى په افغانستان کى پس له شپږو مياشتو بند څخه په تيښته بريالى شويدى، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى موسسى ته وويل: ما ته هره ورځ د بند په وخت کى د خاورو څخه ډکى خړى اوبه او يوه وچه ډوډى راکول کيده.


تاجکي پيغلى نجونى اوښځى هم د بريدکوونکو لخوا د جنسى مريتوب او يا د ځانونو دپاره د دوهمو ميرمنو دپاره تښتول کيږي. د افغانستان د پولى څخه څه نا څه (١٠٠) کيلومتره ليرى د تاجکستان د کولياب په ښار کى ډيرى تاجکي ميرمنى د خپلو افغان ماشومانو سره يو ځاى ليدل کيږي.کله چى هغوى د تښتوونکو د اوږو بار شى، نو بيا په پټه خوله خپل هيواد ته راستنى شي.


په داسى حال کى چى د افغانستان او تاجکستان تر منځ پوله د روسى پوله ساتونکو لخوا ساتل کيږي، نود تاجکستان د استخباراتو اداره، پوله ساتونکي ګارډ او پوليس د خپل هيواد او افغانستان تر منڅ پولى ته د ورتګ اجازه نه لرى او هغوى د همدى ناوړه او غمجن حالت دمخنوى ډير لږ توان لري.


د تاجکستان د استخباراتو د ادارى يوه ځوان مامور د شکايت په ډول وويل: موئږ حتى د غلو او لار نيونکو د نيولو دپاره اجازى ته اړتيا لرو. نوموړي زياته کړه: په داسى حال کى چى قاچاق کوونکي دتاجکستان او افغانستان پر پوله چى د روسى پوله ساتونکي ګارډ لخوا ساتل کيږي، د تګ او راتګ دپاره کوم اجازه ليک ته اړتيا نه لرى، خو زه بايد هلته د تګ دپاره اجازه تر لاسه کړم چى په دى کار زما سر نه خلاصيږى؟


تورکود يکائيوف د ايشيا پلس د خپلواکه خبرى آژانس يو خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists