بې تجربې موټرچلوونکي ترافيکي ګډوډي رامنځته کوي

نوي وارد شوي موټر بايد له دې وروسته بيمه شي، خو داسې بريښي چې دا سيستم لاتر اوسه سم کا رنه کوي.

بې تجربې موټرچلوونکي ترافيکي ګډوډي رامنځته کوي

نوي وارد شوي موټر بايد له دې وروسته بيمه شي، خو داسې بريښي چې دا سيستم لاتر اوسه سم کا رنه کوي.

د ماليې د وزارت چارواکي هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د بيمې نوى سيستم رامنځ ته شي. ددې کار پايلې به د راجستر شويو ٢٣٠ زرو موټرو باندې ولېدل شي، چې د پلازمينې کابل په تنګو ترشو کوڅوکې په ګډوډ حالت کې تګ راتګ کوي.


څرنګه چې ترافيکي څراغونه لا تر اوسه په کا رنه دي لويدلي او د ترافيکو پوليس نه شي کولاى په سړکونوباندې د موټرو د ګډوډۍ مخه ونيسي، نو له امله يې زياتې ترافيکي پېښې رامنځته کيږي.


په کابل کې زياتره موټرې په هېواد کې د يوميليون د څلورمې برخې له نورو موټرو سر ه يوځاى بيمه شوي نه دي. سره له دې چې بيمه د ٢٠٠٢ کال څخه راپه دې خوا هېواد ته په وارد شويو ټولو موټرو باندې جبري شوې ده. تر اوسه پورې 75800 موټرې بيمه شوې دي.


د نوي قانون له پلې کيدو څخه دمخه په لس ګونو زرو راوړل شويو موټرو باندې د بيمې لګول د هغوی د خاوندانو په خوښې پورې اړه لري، چې وګوري موټر يې په بيمې ارزي او که نه. تر اوسه ٣٦ موټرې له دې لارې بيمه شوي دي.


هغه چارواکي چې د لومړي ځل لپاره موټر راجستروي، د رسمي سندونو د تر لاسه کولو دمخه بايد خپل موټرد يو کال لپاره بيمه کړي.


چلوونکي بايد د يو کال له تېرېدو وروسته د بيمي پيسې ورکړي، خو د ګوتو په شمير موټروالا دا کار کوي. کله چې موټروالا په واټ باندې د موټر د ګرځېدو د اجازه ليک (جواز سير) د نوي کولو پر مهال د بيمې د نوي کولو کارتونه اخلي، زياتره ځانونه ناخبر اچوي.


سپرلۍ وړونکی موټر په کال کې يوازې د لسو ډالرو په وړاندې بيمه کيږي. دا هغومره اندازه پيسې نه دي، چې موټر چلوونکي يې ورنه کړاى شي. په دې احساس چې ګوندې هغوى د افغان ملي بيمې له خوا تېر ايستل کيږي.


د کابل د علم فيض زاد د ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى ، شل کلن خالد د يو څو تنو ځوانانو په ډلې کې دى، چې خپل موټر لري.


هغه وايي: "ما دا موټر دوه مياشتې دمخه اخيستى دى. له هغې وروسته چې د زور له مخې مې د لسو ډالرو په وړاندې بيمه کړ، د ترافيکو د ادارې له خوا د بيمي کارت راته راکړ شو. د دوو مياشتو په اوږدو کې ما د ترافيکو د ګڼې ګوڼې له امله له دوو ترافيکي پېښو سره مخامخ شوم. کله چې د بيمې شرکت ته لاړم، هغوى په ما پورې وخندل او ويې ويل، موږ پيسې نه لرو، چې ستا موټر ته د زيان د رسېدو په خاطر يې درکړو."


سيما په پلازمينې کې د ګوتو په شمېر ښځينه موټرو چلوونکو په ډلې کې ده. هغې آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه د شرکت له ورته چلن سره مخامخ شوې ده. هغې وويل: "زه په يوې بهرنۍ موسسې کې کار کوم. يو سور رنګه موټر لرم. ما يو کال دمخه د خپل لومړي موټر د بيمې لپاره ١٤ ډالره تحويل کړي و. خو کله چې له يوې ترافيکي پيښې سره مخامخ شوم او د بيمې شرکت ته ورغلم، په ډېرې بې پروايۍ يې منفي ځواب راکړ."


د افغان ملي بيمي شرکت وايي، ستونزه داده، چې زياتره افغانان په دې نه پوهيږي، چې د (تړون) د دريمګړي شخص يا موسسې د کار ډول څنګه دى.


د بيمې يو چارواکي سيد محمد څپاند وويل، دا موسسه د بيمې له درېمګړي سره د عادي کار له مخې کار کوي او هغو موټروالاوو ته تاوان ورکوي، چې د ترافيکي پېښې مسووليت يې په غاړې نه وي.


هغه وويل: "موږ د ترافيکو او د پېښې په ځاى ګې د پوليسو د رپوټونو له مخې تاوان ورکوو. موږد موټر خاوند ته تاوان ورکوو، چې د بل موټرد غلطۍ له مخې يې زيان ليدلى وي، نه هغو موټر والاوو ته، چې د ترافيکو له قانون څخه يې سرغړولى وي."


د ټکسي يو چلوونکي، نذير، چې د بيمې له شرکت بهر يې د آى ډبليو پي آر له يو خبريال سره خبرې کولې او خوله يې په شکايت بېرته کړې وه، وويل، چې ډېر بد چلن ورسره شوى دى. هغه وويل: "هغوى راته وويل ځه! که نه نو، وبه د ې وهو."


هغه وويل: "ما شپږ مياشتې دمخه خپل موټر د لسو ډالرو په وړاندې بيمه کړ او کارت مې تر لاسه کړ. له هغې وروسته درې ځلې له ترافيکي پېښو سره مخامخ شوى يم او تاوان رارسېدلاى دى."


دې ٢٢ کلن چلوونکي دا ومنله چې څو ځلې له ترافيکي پېښې سره مخامخ شوى دى او دنور په څېر


ورڅخه معلومات اخيستل شوي دي، خو دا يې ونه ويل، چې ګوندې په پېښو کې مسووليت د هغه په غاړهو او که نه.


په داسې حال کې چې چلوونکي د بيمې د پيسو د ورکړې په هکله په زغرده خبرې کوي، خو د بيمې شرکت زړه نازړه دى، چې د تاوان د ورکولو د سيستم په هکله رڼا واچوي او يا دا ووايي، چې څومره تاوان ورکوي. خو آى ډبليو پي ار ته وويل شول، چې د موټرونو لپاره د بيمې ورکړه په هرس پاور، بار يا توناژ د لاريو او د څوکيو شمېره د سرويسونو لپاره په پام کې نيول شوي ده.


څپاند وويل: "که يو وړوکى موټر غلا يا ورک شي، کمپنۍ مجبوره ده، يوه اندازه پيسې ورکړي، چې د موټر له خاوند سره پرې موافقه شوې وه. په دې شرط چې پېښه د ترافيکو او ځايي پوليسو له خوا تاييد شي."


که په يوې ترافيکي پيښې کې موټر ته زيان ورسيږي او تاوان د غوښتلو خبره رامنځته شي، نو موټر والا په خپل منځ کې روغه جوړه کوي. که چېرته څوک ټپي يا مړ شي، نو پوليس له ځنډ پرته نا ټپي شوې چلوونکي بندي کوي او محکمه د بيمې له موجوديت پرته جزا ټاکي.


د "ننواتو" د دود له مخې د موټرچلوونکي کورنۍ د ټپي شوي يا مړ شوي شخص کورته د عذر او ننواتو لپاره ورځي اوپسه يا غوايى د هغه کورنۍ ته له ځان سره وړي. که هغوى دا ننواتې ومنلې، نو بيا هغوی د چلوونکي په استازيتوب محکمې ته ورځي ،چې له دې لارې ورته لږه سزا ورکول کيږي.


دماليې د وزارت معين، عبدالرزاق صمدي ټينګار کوي، چې د موټرو د بيمي سيستم به ښه شي.


هغه وويل: "موږ هره ورځ په بيمه کې د بدلون شاهدان يو، خو دا بس نه دى. موږ په داسې تګلارو کار کوو، چې د ټول هېواد په کچه به د بيمي سيستم دود شي او د عايداتو يوه ډېره ښه سرچينه به وي."


د ښار په کوڅو او د هېواد په غرنيو ناهموارو او کږليچنو سړکونو باندې دا واقعيت په خپل ځاى پاتې دى، چې بيمه به لږ کار وکړي. له ٢٠٠٢ کال څخه دمخه وارد کړاى شوي موټرونه به له دې سيستم څخه بهر پاتې شي. د ترافيکو د رئيس، عبدالشکور خيرخواه د وينا له مخې "موږ لا تر اوسه داسې پلانونه نه لرو، چې ټول موټر بيمه کړو."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists