بورقه: بنديخانه يا د ځان خونديتوب

د طالبانو د ځوروونکی رژيم له رانسکورېدو ډېره موده تېره شوې ده، خو زيات شمېرافغاني مېرمنې اوس هم ډاريږي، چې خپلې بورقې لېرې کړي.

بورقه: بنديخانه يا د ځان خونديتوب

د طالبانو د ځوروونکی رژيم له رانسکورېدو ډېره موده تېره شوې ده، خو زيات شمېرافغاني مېرمنې اوس هم ډاريږي، چې خپلې بورقې لېرې کړي.

يوه کابلۍ مېرمن رقيه چې يو لوی بکس يې په ولو ځوړند دی او له ګرمۍ تګاه وهي، وايي: ((له بورقې پرته احساس کوم، چې لوڅه يم. زه هغه نه شم لېرې کولای. زه فکر کوم، چې ټول خلک ماته ګوري.))


د طالبانو تر رانسکورېدو تر دريو کلونو څخه زياته موده وروسته د کابل سړکونه او کوڅې په بورقو ډکې دي. تر بورقو لاندې مېرمنې، په هغو سړکونو کې چې موټرې د ترافيکي څراغونو ته ودريږي، له موټرو راتاويږي او (بخشش) غواړي. يو شمېرښځې په ښار او بازار کې د خپلو مېړونو تر شا په موټر سايکلونو ناستې وي او کله ناکله يې د بورقې دپاسه خپلو غوږونو ته موبايل تيلفون نيولی او خبرې کوي.


اوس چې ډنډې په لاس مذهبي پوليس په لارو او کوڅو کې نه شته، نو څه شی يوه مېرمن په داسې بورقو کې ځان تاولوو ته هڅوي؟ د افغانستان د ښځو د اتحاديې مشره، ثريا پرليکا په دې باور ده، چې بورقه د خطر پر مهال د امنيت او خونديتوب احساس رامنځته کوي.


د 60 کلونو په شاوخوا کې دا مېرمنه، چې د ښځو د حقوقو د مدافع په توګه يې نوم ګټلی دی، وايي: ((د ښځو او ماشومانو تښتونه مخ په زياتېدو ده. جنايتونه مخ په ډېرېدو دي. ښځې په بورقو کې ځان خوندي احساسوي.))


هغې زياته کړه، له سر څخه تر پښو تاوونه د محرميت يوه لاره ده او ښځو ته اجازه ورکوي، چې شرمندوک او د اقتصادي بېوسۍ فعاليتونه تر سره کړي. پرليکا وايي: ((که يوه مېرمن د ډوډۍ د سوال لپاره راوځي او يا د خلکو کورنو ته د جامو د پرېمنځلو لپاره ځي، نو بورقه په سروي، چې خپلوان يې ونه پېژني.))


پرليکا، که محافظه کاره هم وي، خو په مود جامې اغوندې او يوازې د بورقې پر ځای يو څادر پر سروي، خو د خپلو نور شرمندوکو او بې زړه خويندو په اندېښنو پوهيږي. هغه وايي: ((زه د بورقې مخالفه يم. خو ترهغه چې امينت په بشپړ ډول تامين شوی نه وي، نو فکر نه کوم، چې ټولې ښځې به هغه (بورقې) له سره وغورځوي.))


د کابل پوهنتون د ارواپوهنې يو استاد، مير اکرم دا خبره مني، چې بورقه ښځو ته اړينه ده، ترڅو که ونه غواړي نو د چا پام به ورته وانه اوړي. هغه وايي: ((نارينه ګانو ته هغه ښځې چې بورقه په سروي، يوه وسيله ده. نارينه ګان تل په ښځو تبصرې کوي او هغوې ځوروي او دا کار په ځانګړې توګه منفي اغېز لري.))


بورقې ښځی سر تر پښو پټوي. لېدونکي د هغې د عمر او څېرې په هکله نه شي پوهېدای. بورقې زياتره آبي رنګونه لري. سپېن، خړ او نو ررنګونه هم کله ناکله لېدل کيږي. زياتره يې له ارزان بيې ټوټې څخه جوړيږي او د سترګو په برخه کې يوازې يو څو سوري لري، چې بهر نړۍ په کې ليدل کيږي.


په داسې حال کې چې لوېديځوالو بورقه د طالبانو د رژيم پر مهال وپېژندله، خو په افغانستان کې يو ډېر پخوانی دود دی.


ښځې له پېړيو پېړيو راهيسې هغه په سروي. د طالبانو تر واکمنۍ پورې بورقې د مسلمانو مېرنولپاره د نورو ډولونو تر څنګ يوه اختياري موضوع وه، چې غوښتل يې اسلامي معيارونو ته پابند واوسي. اسلام حکم کوي، چې يوه ښځه بايد حجاب يا پرده واغوندي ترڅو سر او اورمېږ يې وپوښوي. اوږده لسټوني ولري او تر پښو پوښل شوې وي.


شاه امان الله،چې له 1919 څخه تر 1929 پورې واکمن و، په يو عام محضر کې يې د خپلې مېرمنې په لوڅ مخ راڅرګنديدو ولس وښوراو. له 1987 څخه تر 1998 پورې د کمونيستانو په دورې کې ښځې او نجونې، په تېره بيا په لويو ښارونو کې، د حجاب په اړه اندېښمنې نه وې. خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له کور څخه د وتلو پر مهال به يوه داسې ښځه د سزا له خطر سره مخامخ کېده، چې سرتر پښو به پوښل شوې نه وه.


يوه کابلۍ 30 کلنه مېرمن، ظاهره وايي: ((د بورقې په سرول زموږ په ټولنې کې يو دود و. خو وروسته دا دود په فشار واوښت. طالبانو هغه يوه اسلامي مکلفيت وګرځولو، خو حجاب د بورقې مانا نه لري.))


د کابل يو مشهور ملا، چې د نوم د نه ښوولو غوښتنه يې وکړه، دا ومنله چې د اسلام دين د بورقې د په سرولو غوښتنه نه ده کړې. له سر څخه تر پښو پورې د ښځو څخه د ځان د پټولو غوښتنه له اسلامي قوانيو څخه د طالبانو يو مخالف عمل و. هغه وايي: ((ښځې بايد حجاب واغوندي او په حجاب کې مخ، لاسونه او پښې شاملې نه دي. هغه خلک چې بورقه يو اسلامي قانون بولي، خطا شوي دي.))


خو دود په سخته له منځه ځي، په تېره بيا په هغو ټولنو کې چې د ليک لوست کچه خورا ټيټه وي او زياتره خلک خپل معلومات د خلکو له خولو څخه اوري او لاسته راوړي. په تايمني واټ کې د بورقې په هکله د آى ډبليو پي آر پوښتنې د يوې ښځې د غوسې لامل شوې.


يوه ښځه چې بورقه يې تر شا ځنګېده، دتګ پرمهال وويل: ((د بورقې په سرول د اسلام يوه برخه ده. هره مسلمانه ښځه مکلفه ده، بورقه واغوندي، تاسو ولې د اسلام له قوانينو څخه سر غړوئ؟ ))


آن د کابل ښار يو شمېر روڼ اندې ښځې په 2001 کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو ورسته د بورقې لېرې کولو ته تلوسه نه کوي.


د کابل پوهنتون د اراواپوهنې د پوهنځي يوه استازه، نادره، چې د دېرشو کلونو په منګ به وي، تر تېرکال پورې بورقه په سروله، ، ځکه چې د هغې کورنۍ د هغې د خونديتوب په هکله اندېښمنه وه. خو له دې امله چې تر بورقې لاندې چا نه پېژندله او د خپل دريځ له امله له درناوي بې برخې وه، ځورېدله. هغه وايي: ((تر (بورقې لاندې) چا نه پېژندلم. استادانو او محصلينو به راته د (خاله) په نوم نارې وهلې، چې زه به پرې ډېره خپه کېدم. له دې امله په خپل ټول توان مې خپله کورنۍ دې ته وهڅوله، ترڅو له بورقې ځان خلاص کړم.))


د ښځو د چارو د وزارت پخوانۍ مرستياله، تاجور کاکړ په کلکه د بورقې مخالفه ده. هغه وايي: ((سره له دې چې دا يو افغاني دود دی، خو اوس د ښځو وضعه سل په سلو کې ښه شوې ده. ښځې، په تېره بيا حکومتي کارکوونکې مېرمنې بايد ځانونه داسې تاوراتاو نه کړي.))


په هر ډول يوه ډله شته، چې په جبري ډول د بورقو د په سرولو د وخت د تېرېدو له امله خپه دي، هغه د کابل ښار د بورقو پلورونکي دي، چې د بورقو د په سرولو د دود په کمېدو يې ورځنيو عايداتو رنګ بايللی دی.


د ښار د بورقو يو پلورنکي وويل: ((د طالبانو د واکمنۍ پرمهال مو د ورځې له شلو څخه تر دېرشو پورې بورقې پلورلې. اوس يوازې له پنځو څخه تر لسو هغوې پورې پلورو او هغه هم زياتره له ولايتونو څخه په راغلو مېرمنو. تر دې وروسته د بورقې په پلورولو کې ګټه نه شته.))


Frontline Updates
Support local journalists