Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

بدخشان ولايت کې د ولسي خلکو مرگ ژوبله زياته شوې ده

ټولو اړخونو ته سپارښتنه وشوه، د جگړې قاعدې په پام کې ونيسي او د هغو وگړو درناوی وکړي چې په جگړه کې ښکېل نه دي.
By Baseera Seerat
IWPR debate on human rights held on July 25 in Faizabad city. (Photo: IWPR)

د پولیسو یو چارواکي د بشري حقونو په اړه د آی ډبليو پي آر د يوې وروستۍ مناظرې برخوالو ته وويل، دافغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د ولسي خلکو مرگ ژوبله زیاته شوې ده  

د بدخشان د پوليسو د ادارې مشر، شېر علي اخلاص په فيض آباد ښار کې ١٢٠ تنو نارينه او ښځينه گډون کوونکو ته وويل،  چې بدخشان کې تاوتريخوالي مخ په زیاتیدو دی.   

هغه وويل، پوليس د تېر کال په اوږدو کې  دولسي خلکو د مرګ ژوبلې ٤٠  پېښې ثبتې کړې دي هغه  زیاته کړه : «  د 1396  کال  په تېرو څلورو مياشتو کې ٥٤ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.»

د مدني ټولنې فعال، امام محمد ساعي د جولای د مياشتې د ٢٥ نېټې مناظرې کې وويل: «ولسي خلکو ته د مرگ ژوبلې په کچې کې زياتوالي يوه غميزه او زړه ماتوونکې خبره ده. په جگړه کې ښکېلې لوري بايد د جگړې قاعدې او اصول په پام کې ونيسي او د ولسي خلکو پر ژوند پام وکړي.»

دنورو گډون کوونکو له نظره ، يوازې وسله وال مخالفان نه دي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې مسؤوليت پر غاړه لري.

بدخشان ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې، عارفې نويد وويل: «سرغړونې  او بې عدالتي د حکومت تر لاس لاندې سيمو او همدا رنگه د بدخشان په کمزوري امينت لرونکو سيمو کې خورا پراخې دي. په دغه ولايت کې دغې وضعې د حکومتوالۍ او د قانون د واکمنۍ پر وړاندې ډېرې ستونزې رامنځته کړې.»

نوموړې زیاته کړه : ((له بشري حقونو څخه د سرغړونې د پېښې په پلټنو کې د زورواکانو لاسوهنه او د سيمه ييز حکومت کمزورتيا  يوه ستره ننگونه ده )).

د بدخشان  ولايت سلاکارې، انيس گل اخگر وويل، ځايي خلک هم بايد د نظم او قانون پر وړاندې خپل مسؤوليت وپېژني.

هغې وويل: «د حکومت  له ټولو نيمگړتياوو او کمزورتياوو سره سره نه ښايي چې موږ د ټولو ستونزو پر وړاندې پړه پر حکومت واچوو. موږ د ولسي وگړو په توگه بايد د هېواد قوانين ومنو او اطاعت يې وکړو. دا هم زموږ دنده ده چې د قانون په پلي کولو کې مرسته وکړو.»

د مناظرې یو ګدون وال ، صبور رحيمي وويل، عادي خلک د وضعې قربانيان دي او په منظم ډول عدالت ته له رسېدو څخه بې برخې دي.

هغه وويل: «شاوخوا يو کال دمخه ما خپل يو ورور له لاسه ورکړ. يو ټوپک والا پر هغه برېد وکړ او ويې واژه. لا تر اوسه هغه پېښه هواره شوې نه ده. نه يوازې عدالت تامين شوی نه دی او مجرمانو ته سزا نه ده ورکړل شوې، بلکې زما ښينه له کوم جرم پرته په بند کې اچول شوې ده. ډېرې هلې ځلې مې وکړې چې له بنده يې راخلاصه کړم، خو له دې امله چې کوم لوړ پوړی حکومتي چارواکی نه پېژنم، هغه راخوشې نه شوه.»

د مناظرې يوه بل گډون کوونکي، ټولنيز فعال، عبدالبصير وثيق وويل، غونډې موږ ته يو بېساری فرصت چمتو کړ چې له چارو واکو سره پر مهمو موضوعگانو خبرې وکړو. نوموړي زياته کړه: «له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې زياتره د حکومت تر لاس سيمو کې ليدل کيږي، خو تر اوسه موږ ته داسې موقع په لاس نه وه راغلې چې له چارواکو څخه په دې اړه پوښتنې وکړو او موجودو ستونزو ته د هغوی پام واړوو.»