Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

اپين لاړل، خو پر ځای يي شمالي ولايت ته چرس راننوتل

د بلخ شمالي ولايت له کوکنارو څخه د خلاص ولايت په نوم نومول شوی و، خو اوس کروندګرو د چرس کرلو ته مخه کړې ده.
By Sayed Yaqub Ibrahimi
: د افغانستان حکومت د جون په مياشت کې د بلخ شمالي ولايت له کوکنارو څخه د خلاص ولايت په نوم اعلان کړ او د کوکنارو کرل په کې ودرول شول.



بلخ له نورو 12 ولايتونو سره يوځای شو، چې له کوکنارو څخه د خلاصو ولايتونو په نومونو نومول شوي و. دا داسې يو امتياز دی، چې زياتې مرستې ورسره کيږي او د پراختيا په لورې درومي.



کروندګر او ځايي حکومتي چارواکي وايي، اوس د کوکنارو پرځای په پراخه کچه د چرس کرل دود شوي دي.



د چاربولک د ولسوالۍ يو کروندګر، 54 کلن نظر ګل وويل: "حکومت د کوکنارو کرل بندکړل. اوس موږ د چرس په کرلو پيل کړی. داهم زموږ په ګټه دي."



نظر په ټينګه وويل، نورې کرکيلې د هغوی د کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولای.



هغه وويل: "ما پروسږکال کوکنار کرلي و. عسکران مو کور ته راغلل او راته يي ګوته وڅنډله، که بيا مو کوکنار وکرل، نو کور به درته وران کړو. موږڅه وکړو؟ ډېره ښه لاره د چرس کرل دي. هيله من يم سږکال به هم ښې پيسې تر لاسه کړم."



چرس د اپيمو په څېر ګټه نه لري، خو دا هم د قانوني حاصلاتو په ډلې کې نه راځي.



نوموړي وويل: "موږ کروندګرو ته کوکنار سره زر دي او چرس سپين زر.



د بلخ ولايت د لوړ کيفيت چرسو د توليد له امله نوم ګټلی دی، چې د "بلخ شيرک" په نوم ياديږي.



د بلخ والي، عطا محمد نور دا ومنله چې نوموړې متبادله کرونده په بلخ کې مخ په زياتيدو ده.



هغه وويل: "خلکو سږکال کوکنار ونه کرل، خو داسې بريښي، چې ځای يي چرس نيولی دی."



نوموړي زياته کړه، سمدلاسه په دې هکله کومه کره شمېرنه په لاس کې نه شته. حکومت دومره وسايل نه لري، چې ددې نوې ستونزې په وړاندې پرې مبارزه وکړي.



هغه وپوښتل: "په دې ولايت کې د نيشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رياست د چرس د بوټې د منځه وړلو لپاره پلانونه ترلاس لاندې نيولي دي. خو څوک به ورته پيسې ورکړي؟"

والي شکايت وکړ، چې مرکزي حکومت د چرس د له منځه وړلو لپاره پيسې نه دي بېلې کړې او نه يي د کوکنارو د کروندې د له منځه وړلو لپاره له هغه سره مرسته کړې ده. نه يي هغه کميسون ته پيسې ورکړي، چې په کروندګرو باندې يي کوکنار بند کړي دي.



هغه وويل: "موږ پروسږکال 64 زره جريبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړه. نړيواله ټولنه هر کال اعلانونه کوي، چې د نيشه يي توکو د له منځه وړلو په کمپاين کې يي مليونونه ډالره لګولي دي، خو موږ ددغو پيسو يوه روپۍ هم نه دي ليدلې."



د بودجې د نشتوالي له امله دچرس د حاصلاتو مخنيوي ګران دی او دا بوټی به د بلخ ولايت په هر ځای کې، آن د لويو لارو په اوږدو کې، چې بهرني او حکومتي موټرې پرې ځي راځي، و ليدل شي.



د بزګر نظر ګل د وينا له مخې له يو جريب ځمکې څخه له پنځوسو څخه تر سلو پاوو پورې چرس تر لاسه کېدای شي. هغه سترګې په لاره دی، چې له دې حاصل څخه به اويا زره افغانۍ ګټه په لاس ورشي.



د چرسو بيه د هغې په نوعيت او جنس پورې تړلې ده.



د چاربولک د ولسوالۍ د يو کروندګر، محمد محسن د وينا له مخې هغوی چرس دوه سورته کوي. يو سورت يي د لوړ کيفيت لرونکي "شيرک" دی او بل يي "خاکه" يا "ګرد - دوړه" ده.



محسن وويل: "له هر جريب کروندې څخه څلوېښت پاوه "شېرک" او 80 پاوه "خاکه" راټولوو. يو پاو "شېرک" يو زر افغانۍ او يو پاو "خاکه" په 500 افغانۍ پلورل کيږي."



نوموړي دوام ورکړ: " چرس يو ډېر ښه حاصل دی. د غنمو په پرتله له هغې څخه پنځه هومره پيسې تر لاسه کوو."



هغه شکايت وکړ، له دې سره سره هغه اپينو ته نه شي رسيدلای. هغه وويل، هغه به له يو جريب کروندې څخه 20 کيلوګرامه اپين تر لاسه کول. يو کيلو به يي په سل ډالرو او کله ناکله په 200 ډالرو پلورل.



بزګران وايي، چرس د کوکنارو په پرتله لږ کار او لږو مزدورانو ته اړتيا لري.



د چمتال د ولسوالۍ يو کروندګر احمد شاه وويل: "موږ د اپينو د حاصل د تر لاسه کولو لپاره نيمايي پيسې د هغې په کرکيلې لګولې. موږ به د فصل خيشاوه کوله (واښه او نور بوټې به مو ترې ايستل) او زياته اندازه پيسې به مو د هغې په حاصل لګولې. چرس داسې نه ده، يوازې د هغې تخم شيندل کيږي، لږې اوبه ورکول کيږي او نور حاصل يي لکه د غنمو په څېر دی. ډېرې پيسې پرې نه لګيږي."



د کروندګرو د وينا له مخې چرس د اپرېل په مياشت کې کرل کيږي او د نومبر او دسمبر په مياشتو کې حاصل ورکوي.



احمدشاه وايي: "تر لاسه شوی اپين خام وي. موږ هغه د اپينو په سوداګرو باندې پلورو، دا د هغوی کار دی، چې نور پرې څه کوي. تر هغه ځايه چې زه پوهيږم، که چېرته د هغې سوداګر هغه په افغانستان کې پلورل غواړي، نو پروسس کوي يي او يا يي پخوي. بهر ته د قاچاق لپاره هغوی خام او پوخ دواړه ډوله اپين کاروي."



د چاربولک په ولسوالۍ کې د اپينو يو سوداګر، چې د نوم له اخيستلو يي ډډه وکړه، وويل، د پروسس شوي اپين لېږدول اسانه دي.



هغه وويل: "زه دلته له کروندګرو څخه څو خلتې اپين اخلم او بيا يي په سهيل کې لويو سوداګرانو ته لېږم. چرس زياتره پاکستان، ايران، تاجکيستان ته قاچاق کيږي او بيا له دې هېوادونو څخه اروپا او د نړۍ نورو برخو ته وړل کيږي. د بلخ د شېرک چرس په نړۍ کې ډېر ښه نوم لري."



نوموړي قاچاق وړونکي وويل، سږني پريمانه حاصل د هغې بيه راغورځولې ده. نوموړي وويل: "داسې بريښي، چې د چرسو بيه ورځ په ورځ رالويږي. دا کار دوه لاملونه لري: يو، د چرس کرکيله زياته شوې ده. او دويم، حکومت يو لړ بنديزونه لګولي او د تالاشۍ پوستې يي جوړې کړې دي. خلک انګيري، چې ګوندې د هغې قاچاق سخت شوی دی."



پخپله په بلخ کې خلک د خپلې کرکيلې په هکله وياړي او د هغې په هکله برالا خبري کوي.



د علم خان د کلي بازار يو کوچنی بازار دی او عموما ځايي حاصلات دلته پلورل کېږي



يو هټېوال، چې خپل نوم يي وانخيست، وويل: "موږ چرس کوچنۍ کوچنۍ برخې کوو، چې "تلی" نوميږي.هره ټوټه له لسو څخ تر سلو افغانيو پورې بيه لري."



نوموړي زياته کړه، چرس معمولا ځوانان اخلي، چې لږې نغدې پيسې لري.



هغه وويل: "موږ چرس په هغوځانانو پلور، چې پنځه او لس افغانۍ ښکته او پورته ورته څه شی نه ښکاري. موږ پرچون پلورونکي يو او ښه ګټه تر لاسه کوو. ددې خرڅون له لارې موږ ته يو پاو چرس شاوخوا دوه زره افغانۍ ګټه راوړي."



نوموړي هټيوال د خپل کار په هکله په باټو ويلو پيل وکړ. هغه وويل: "کوم چرس چې زه خرڅوم هغه ډېر مشهور دي. خلک ماته د هېواد له هرځای څخه راځي. آن په بهرنيانو يي هم پلورم."



نوموړي هټيوال د آی ډبليو پي آر خبريال ته يوه ټوټه چرس وښودل، چې په يوپلاستيک کې تاو شوي و. هغه په وياړ وويل: "ددې بيه 200 افغانۍ ده. که څوک دا چرس وڅکوي، نو به راولويږي."



د افغانستان د نيشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، هغوی به د چرسو په وړاندې هم هغسې جدي ګام پورته کړي، لکه چې د اپينو په وړاندې پورته کړی دی.



د نوموړي وزارت وياند، زلمي افضلي وويل: "موږژمن يو، ترڅو افغانستان د نيشه يي توکو له ټولو ډولونو څخه پاک کړو. په ولايتونو کې د چرس د له منځه وړلو کار زموږ تر لاس لاندې دی."



هغه وويل د بلخ په ولايت کې د چرس د حاصل په اړه کره شمېره په لاس کې نه شته، خو زياته يي کړه، چې "موږ به د هغې په وړاندې هغسې مبارزه وکړو، لکه د اپينو په وړاندې چې مو کړې ده."



د نغدو پيسو د نه شتون له امله د والي د اندېښنو په هکله هغه ډاډمن نه و.



نور وايي: "موږ د مرکزي حکومت امر منو او د نيشه يي توکو له منځه وړل خپله دنده ګڼو. خو د بودجې له شتون پرته دا کار زيات ستونزمن دی."



افضلي دا خبره وکړه، چې د بلخ ولايت ته د کوکنارو په وړاندې د مبارزې لپاره پيسې نه وې ورکړ شوې، خو ويي ويل، چې ډېر ژر به هغه پيسې ورورسيږي.



هغه وويل: "افغان حکومت او نړيواله ټولنه به هرومرو ژمنه شوې پيسې ورکړي، خو يو شمېر ولايتونو ته د پيسې په لېږدونه کې تخنيکي ستونزې شته. موږ نه په برتانيې کې اوسيږو او نه په امريکې کې، چې بانکې پرمختللۍ سيستم لري."



په عين وخت کې د بلخ ځمکه وال خپلې کروندې کري او د قانون د پلي کوونکو هغومره پروا نه ساتي.



د غلام نبي په نوم يو کروندګر وويل: "حکومت بايد موږ پرېږدي، چې خپل ژوند وکړو. هغوی موږ ته د کوکنارو د اړولو ژمنه شوې پيسې نه دي راکړي. موږ زيات تاوانونه زغملي دي. اوس مو پام د چرس کرکيلې ته اړولای دی."



هغه ګوته وڅنډله: "که چېرته حکومت زموږ کرونده واړوي، نو خراب تراب به شو. زه او کورنۍ به موځانونه د تراکتور لاندې کړو. لومړی بايد تراکتور زموږ په سرونو تېر شي."