ايا د انګليسي ژبې لوست د بمي چاودنې لامل شو؟

د افغانستان په سهيل کې د ليرې پرتې ولسوالۍ چارواکي وايي، ښايي د ديني مدرسې مدير د هغه بريد په اړه مسوول وګڼل شي، چې نهه تنه په کې ووژل شول.

ايا د انګليسي ژبې لوست د بمي چاودنې لامل شو؟

د افغانستان په سهيل کې د ليرې پرتې ولسوالۍ چارواکي وايي، ښايي د ديني مدرسې مدير د هغه بريد په اړه مسوول وګڼل شي، چې نهه تنه په کې ووژل شول.

چارواکي د پکتياولسوالۍ په يوې ديني مدرسې کې د تېرې مياشتې د بمي چاودنې پړه په زاړه پالو ځواکونو اچوي، له دې امله چې په دې وروستيو کې هغوی په دې مدرسې کې دانګليسي ژبې دلوست په ورزياتېدو مخالفت څرګند کړی و. په دې پېښه کې نهه تنه ووژل شول او 25 نور ټپيان شول. د مدرسې د ودانۍ زياتره برخه په کنډوالو اوښتې ده.


سيمه ييز چارواکي باور لري، د مدرسې مدير، يو مسلمان روحاني، ملا عبدالنواب د بمي چاودنې په اړه مسوول دی. د زرمت د ولسوالۍ د پوليسو چارواکی، محمد نذير وايي: ((ملا عبدالنواب په خپل موټرسايکل کې يو بم ځای په ځای کړی و. بم له مدرسې څخه د هغه له تګ شل دقيقې وروسته وچاودېد.)) محمد نذير زياته کړه، نواب او د هغه دوه زامن، چې د مدرسې زده کوونکي وو، له بريد ورسته له سيمې تښتېدلي دي. پوليس په شکمنو پسې ګرځي.


له پاکستان سره په پوله پروت د پکتيا ولايت له هغو ولايتونو څخه يو دی، چې لا تر اوسه په کې د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونه د القاعدې او طالبانو د پاته شونو پسې ګرځي.


د ايتلاف په يو مطبوعاتي بيان کې راغلي دي: ((سره له دې چې د چاودنې لامل تراوسه تر څېړنې لاندې دی، خو د پېښې شاهدان وايي، ښايي چاودنه له هغه موټر سايکل څخه راولاړه شوې وي، چې په ښوونځي کې ودرول شوی و، ځکه زده کوونکي له غرمې ورسته، دغه مهال، د لوست لپاره راټولېدل.))


((ايتلاف هوډمن دی، ترڅو محکمې ته ددې خونړي عمل د مجرمينو په راکښلو کې له چارواکو سره مرسته وکړي. دا غميزه، که يو جنايتکارانه عمل وي، يا ترهګر، په افغانستان کې د امنيت د ټينګولو اړتيا ته ګوته نيسي.))


محمد نذير وايي، هغه باور لري، د ملا خېل مدرسه له دې امله وچول شوه، چې په دې وروستيو وختونو کې زده کوونکي په هغه مدرسه کې دانګليسي ژبې يو نوي جوړ شوي مرکزته د لوست لپاره راتلل.


د نوموړې مدرسې د انګليسي ژبې ښوونکي، ظريف خان وويل، هغه په تيرو وختونو کې څو څو ځلې ډارول شوی و. هغه وايي: ((پخوا تر دې ماته درې ليکنونه رارسېدلي و (او په کې ليکل شوي و) چې بايد د بې عقېدې خلکو د ژبې له تدريس څخه لاس واخلم. خو د داسې يوې لويې پيښې د رامنځته کېدو توقع مې نه لرله.))


سهر ګل، چې د بم د چاودنې په مهال د رياضي د مضمون په تدريس بوخت و، وايي: ((زموږ له ساعتونو وروسته د انګليسي ژبې ساعت پيل کېدو، چې بم وچاودېد. زه او يو شمېر زده کوونکي تر يو نړېدلي دېوال لاندې شو.)) د سهر ګل پښه په دې پېښه کې ماته شوې وه.


په مدرسې کې 60 ـ 70 تنه زده کوونکي په لوست بوخت دي، چې شپږ کاله دمخه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه.


د تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د يوې غير حکومتي موسسې کارکوونکو په دې مدرسې کې د پښتو، دري او رياضي مضامينو تدريس په غاړه لري. د انګليسيي په څېر دا عصري مضامين زده کوونکو ته نوي وو، چې د ملايانو له خوا ورته يوازې ديني مضامين لوستل کېدل.


د سيمې يو ښوونکی، عليجان، چې ورور يې هم په دې پېښه کې ټپي شوی و، وايي، هغه په طالبانو شکمن دی، چې په مدرسې کې به بم هغوی چولای وي: ځکه هغوی د انګليسي ژبي د لوست مخالف وو. نوموړي وويل: ((د انګليسي ژبي د کورس پرانيستل په دې مدرسې کې ددې غميزې لامل شو.))


يو قومي مشر، خواجه محمد په طالبانو پړه واچوله، خو د حکومت غندنه يې هم وکړه، چې په سيمه کې يي امنيت نه دی ټينګ کړی. هغه د شاهيکوټ غرونو ته ګوته ونيوه او ويې ويل: ((دا غرونه په طالبانو ډک دي او هرکله چې وغواړي، بريد کولای شي. حکومت د هغوی مخه نه نيسي.))


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د سهيل ختيزي حوزې مشرې، الکساندرا موريلې وويل، د زرمت ولسوالي تل د نړيواله مرستندويه ټولنې له خوا د يوې ناامني او خطرناکې سيمې په توګه پېژندل شوې ده.))تېره مياشت د جرمني هېواد يوې غير حکومتي موسسې، مالتيزر، دوه افغاني کارکوونکي هغه مهال ووژل شول، چې د سپرلۍ موټر يې د زرمت په ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو تربريد لاندې راغی. موريلې وويل، چې يو اين ايچ سي ار له مالټيزر سره په سميې کې د عايداتي پروژو په جوړولو کې ګډ کار کوي. خو د ملګرو ملتونو ايجنسۍ او دغه غير حکومتي موسسې له دغه مهاله خپل کارونه هلته ودرولي دي.


محمد نذير وويل، زرمت يوه پراخه ولسوالي ده، ليرې پرته ده او ټوله دښته ده. له دې امله حکومت ته ګرانه ده، چې د هغې پوره امنيت ونيسي. هغه وايي، هغه د ټولې ولسوالۍ لپاره 40 تنه پوليس په واک کې لري.


يو شمېر نورو ځايي اوسيدونکو د بمي بريد تر شا د طالبانو په لاس لرلو شک څرګند کړ. واسع، د سيمې يو استوګن وويل: ((ځينو حکومتي خلقي او پرچمي کارکوونکو (د 78 ـ 1992 کلونو تر منځ د افغانستان واکمن کمونستي ګوند) دا بم چولی دی. ځکه هغوی غواړي، چې طالبان بدنامه کړي.)) هغه ټينګار وکړ، چې طالبان هيڅلکه هم په مدرسې باندې بريد نه کوي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists