انتخاباتی توکی:

انتخاباتی توکی:

Friday, 17 September, 2010

دشنبې د ورځې دټاکنو د رایی ورکولو پاڼې ، صندوقونه او هغه سرتیری چې له دغو توکو ساتنه کوی د چورلکو په واسطه غرنیزو او لرو سیمو ته لیږدول کیږی
د ملی دفاع وزارت د هوایی ځواک قوماندان جنرال محمد دوران وایی چی سرتیری او لوژستیکی توکی شمال او ختیځ زونونوته لیږدول شوی او د جمعې د ورځې تر پایه به د هیواد سهیل او لویدیځ ته هم ولیږدول شی
د نړیوالو ځواکونو عملیاتی مرستیال وین دیت ویلر وویل چې نړیوال ځواکونه به له افغان امنیتی ځواکونو سره د ټاکنود مرکزونو او محلاتو د امنیت ساتلو په برخه کې همکاری وکړی
دا د افغانستان په تاریخ کې دویمې پارلمانی ټاکنې دی چې خلک د خپل په خوښه د مستقیمو رایو پر اساس خپل استازی ټاکی د افغانستان د اساسی قانون له مخې د افغانستان د ولسی جرګې پنځه ویشت په سلوکې څوکې د ښځو لپاره ځانګړې شوي دي
 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists