امنيتي تړون او د افغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې هيلې

په داسې حال کې چې د امريکايي سرتېرو مصؤنيت او خونديتوب لا تر اوسه د خلکو د ناخوښۍ د يو لامل په توگه پر ځای پاتې دی، خو د راتلونکې ثبات په اړه بيا د زيات ډاډ احساس کيږي.

امنيتي تړون او د افغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې هيلې

په داسې حال کې چې د امريکايي سرتېرو مصؤنيت او خونديتوب لا تر اوسه د خلکو د ناخوښۍ د يو لامل په توگه پر ځای پاتې دی، خو د راتلونکې ثبات په اړه بيا د زيات ډاډ احساس کيږي.

IWPR
IWPR
Wednesday, 19 November, 2014

په افغانستان کې د عزت الله نيازي ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا د افغانستان د ختيځ، ننگرهار ولايت مرکه شوي خلک وايي، په دې وروستيو کې له متحده ايالتونو سره لاسليک شوي دفاعي او امنيتي تړون لا له وړاندې د هغوی پر ورځني ژوند مثبتې اغېزې کړي دي. 

ولسمشر اشرف غني له اوږده انتظاره وروسته دوه اړخيز امنيتي تړون د سپمتمبر پر ٣٠ نېټه د ولسمشرۍ د چارو له پيلولو يوه ورځ وروسته لاسليک کړ. د تړون له مخې به د متحده ايالتونو ټاکلي شمېر پوځيان افغان امنيتي پوځيان روزي او سلا مشورې به ورکوي. همدارنگه د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې به هم ونډه اخلي. نوموړی تړون د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شو. يو شمېر افغانان وايي چې د ډاډمنتوب يو نوی حالت يې رامنځته کړی دی.   

عصمت الله خوگياڼيوال، چې د ننگرهار د روداتو په ولسوالۍ کې د سمنټ پلورنې يوه هټۍ لري، وايي، نوي ولسمشر د تړون په لاسليکولو راتلونکې ته نوې هيلې رامنځته کړې. پخواني ولسمشر، حامد کرزي د نوموړی اړين، خو له اختلافه ډک، تړون لاسليک ځنډولی و. 

د خوگياڼيوال په وينا د کسب او کار مشرانو او پانگه والو د څو لويو پروژو کارونه له سره پيل کړي. نوموړي د سمنټو پر سوداگرۍ د دغه تړون اغېز احساس کړی دی.

هغه وويل: «کسب او کار د مخکنيو مياشتو په پرتله شل سلنه لوړ شوی. خلک ډاډمن دي چې تر دې وروسته به کسب او کار نوره وده هم وکړي.»

د ننگرهار د ولايت د مرکز جلال آباد اړوند د مجبورآباد په سيمه کې د اووه څلوېښت کلن شينواري په نامه يوه کارگر وويل، هغه ته پته لگېدلې چې کارونه ډېر شوي دي.

هغه وويل: «موږ به دمخه د اوونۍ يوه يا دوې ورځې کار موندلو، خو له کله چې امنيتي تړون لاسليک شوی، ټوله اوونۍ راته کار پيدا کيږي.»

د تړون له مخې به نژدې لس زره امريکايي سرتيري په روان کال کې د ناتو د شاوخوا ټولو سرتيرو له وتلو وروسته په هېواد کې پاتې شي. دا شمېره به په راتلونکو دوو کلونو کې راټيټه شي. د ملي امنيت سلاکار، حنيف اتمر او د ناتو استازي، موريتس يوخيم د ناتو د پوځيانو د همکارۍ د دوام په اړه يو جلا تړون هم لاسليک کړ، چې له مخې به يې يو لږ شمېر نړيوال پوځونه په هېواد کې پاتې شي. 

د تړون تر ټولو اختلافي ماده دا ده چې که د متحده يالتونو سرتيري په هېواد کې کوم جرم سرته ورسوي، نو په افغانستان کې به نه محاکمه کيږي. پرځای به يې په متحده ايالتونو کې ترعدلي تعقيب لاندې نيول کيږي . (وگورئ: په پای کې د متحده ايالتونو د ځواکونو په اړه روښانتيا)

 يو شمېر افغانانو ته دا عبارت غير طبيعي بريښي.

د څپليار د ولسوالۍ اوسيدونکي، سيد فرهاد دولتزي آی ډبليو پي آر ته وويل: «توپير نه کوي چې امريکايان به په افغانستان کې کوم جرمونه سرته رسوي، خو د افغانستان دننه به نه محاکمه کيږي. له دې امله يې معنا [دومدار] اشغال دی او دا کار له اساسي قانون سره مخالف دی.»

د ننگرهار د پوهنتون استاد، منگل شېرزاد امريکايي سرتيرو ته د ورکړي معافيت غندنه وکړه، ويې ويل، که چېرته هغوی کوم جرم سرته ورسوي، نو بايد د افغانستان د قوانينو له مخې بايد سزا وگوري.

نوموړي زياته کړه: «زما نظر دا دی، چې ښايي د هغوی د شتون په اړه هيڅ تړون لاسليک شوی نه وای.»

سره له دې يو شمېر نور شنونکي وړاندوينه کوي په افغانستان کې د متحده ايالتونو دفاعي او امنيتي ژمنتيا به په اوږده موده کې ثبات رامنځته کړي.

د پوهنتون استاد او سياسي شنونکي، محمد بشير دوديال وويل، متحده ايالتونه او ناتو تر دې وړاندې نور نيواکگر نه بلل کيږي، پرځای يې د افغان وسله والو ځواکونو له روزنې او اکمال سره مرسته کوي.    

هغه وويل: «افغانان په خپله خاوره کې بهرني يرغلگر هيڅ نه مني. دلته توتير دا دی چې په دې تړون کې هغوی د يرغلگرو په معنا نه دي راننوتي او نه يې موږ په دې مفهوم يادوو.  هغوی به زموږ له سيستم (ادارې) سره مرسته کوي. تر هغه چې د هغوی ځواکونه دلته د مرسته کوونکو رول په غاړه ولري، د اندېښنې کوم لامل نه پاتې کيږي.»

د عشق الله يعقوب په نامه يو بل شنونکي، چې په کابل کې د سلام وطندار د پښتو برخې چلوونکی هم دی، وايي، په تړون کې د افغان وسله وال پوځ روزنې او اکمال او د هېواد په وړاندې له بهرني گواښ سره مقابلې ته لومړيتوب ورکړ شوی. د تړون له مخې به په کال کې له يومليارډ ډالرو څخه زياتي نغدي مرستې افغانستان ته راځي.

د پارلمان پخواني استازي او د ننگرهار د ولايتي شورا اوسني غړي، ذبيح الله زمري وويل، د افغانانو گټې به د دوه اړخيز تړون له لارې خوندي شي. د ناتو د ځواکونو ملاتړ به افغان اردو هغه بريد ته ورسوي، چې د نورو سيمه ييزو هېوادونو ځواکونه يې لري. هغه زياته کړه، متحده ايالاتونه ښايي له پولې هاخوا د پاکستاني اردو د توغندويو بريدونو په مخنيوي کې هم مرسته وکړي.     

د متحده ايالتونو چارواکو لا له وړاندې څرگنده کړې چې سرحدي ناندرۍ د کابل او اسلام آباد تر منځ دوه اړخيزه موضوع ده او بايد په خپلو منځونو کې يې هوارې کړي.

دغه ډول سيمه ييزو حساسيتونو ته د ننگرهار ژورنالست، محمد آصف شينواري گوته ونيوه، ويې ويل، افغان حکومت بايد تر تړون دمخه بايد پر دې موضوع له خپلو گاونډيانو سره خبرې اترې کړی وای.  هغه گوته وڅنډله، دښمنۍ ته د هغوی اړول به په راتلونکې کې زياتې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.   

هغه وويل: «افغان حکومت بايد د تړون له لاسليک دمخه د گاونډيانو ډاډ او باور تر لاسه کړی وای. هغوی زموږ په څېر په همدې سيمه کې پراته دی. له هغوی څخه ځان گوښه کول د هوارۍ لاره نه ده.»

د دفاعي چارو ماهر او متقاعد ډگروال، محمد انور سلطاني وويل، د سيمه ييزو گواښونو په وړاندې د افغانستان د دفاع تر ټولو ښه لاره د يو ځواکنې ملي اردو درلودل دي.

هغه وويل: «دا د امريکا او د هغوی د متحدينو دنده ده چې افغان ځواکونه وروزي، پر عصري وسايلو يې سمبال کړي او د اړتيا پر مهال يې ملا وتړي. که دا کار وشي، نو د نورو هېوادونو گواښونو ته به هيڅ لامل پاتې نه وي او ملي امنيت به تامين شي.»

هغه وويل، په دې ملاتړ کې هر ډول نيمگړتيا به يوه ناکامه هڅه وي. نوموړي زياته کړه: «له دې امله ناتو ته په کار دي چې افغان هوايي او مدافع ځواک اکمال کړي او همدارنگه ملي اردو ته ټانکونه او زغره لرونکي گاډي ورکړي. په تړون کې راغلي، افغان اردو به سمبال شي، ملاتړ به يې وشي او د اړتياوو په پوره کولو کې به يې مرسته وشي.»

عزت الله نيازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists