Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان کوچنيان سختو کارونو ته اړ ايستل کيږي

بيوزلۍ او ناوړه دودونه ، زيات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي.
By IWPR
Afghan boys work at a factory making bricks used for construction in Herat, Afghanistan. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د لړيو برخوال وايي زيات شمېر افغان کوچنيان اړ دي، خپلو کورنيو ته د ډوډۍ د پيدا کولو په موخه سخت فزيکي کارونه سرته ورسوي چې له امله يې له زده کړې بې برخې کيږي.

د ننگرهار، پکتيا او هلمند په ولايتونو کې په جوړو شوو غونډو کې واورېدل شو چې د ماشومانو پرډیروبنسټيزو حقونو سترگې پټې شوې دي. 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون د سويل ختيځې څانگې غړي، اميد اميد وويل، د نژدې ١٦ مليونو ماشومانو په ډله کې شپږ مليونه له جدي محروميت سره لاس او گرېوان دي.

اميد په پکتيا کې د جوړې شوې مناظرې برخوالو ته وويل: «د هېواد شاوخوا ٣١ سلنه ماشومان کورنيو ته د ډوډۍ پيدا کولو په موخه په ناقانونه ډول په  شاقه کارونه بوخت دي او ٤٣ سلنه نجونې په خام عمر کې جبري ودونو ته اړ ایستل کیږي .»

د پکتيا ولايت د اسلامي زده کړو مرستيال، قاري محمد قاسم رحماني پړه پر ميندو او پلرونو واچوله چې نشي کولای خپل اولادونه په سم ډول وروزي چې د دې کار په پايله کې هغوی د ژوند تر پايه بېروزگاره پاتې کيږي. 

نوموړي زياته کړه: «د امنيت نشتوالي هم د هغوی پر ژوند منفي اغېز کړی دی. ماشومان بايد د اسلام په رڼا کې رالوی شي.»

د پکتيا د ولايتي شورا يوه غړي، الله مير بهرام وويل، دا د افغان دولت، مدني ټولنې او نورې ادارې نا غیړیتوب دي چې ځوان نسل يې پاتې راوستی دی. 

هغه وويل: «د ټولنې هر غړي بايد هم په کورنۍ او هم په ټولنه کې د ماشومانو د ستونزو هوارول خپل مسؤوليت وګڼي ، ترڅو په راتلونکې کې ځوانان د ټولنې د اوږو بار نشي.»

د سويلي ولايت، هلمند د کار او ټولنيزو چارو رئيس، علي محمد خان وويل، د بې کچې بېوزلۍ له امله ماشومان سخت فزيکي کارونو ته اړ ايستل کيږي. 

هغه وويل: «په سلگونو کورنۍ ډوډۍ پيدا کوونکي نه لري يا يې د کورنۍ مشر معلوليت لري. د کورنۍ د ټول عايداتو ترلاسه کول د ماشومانو پرغاړه دي. سربېره پر دې د هلمند ٣٠ سلنه ماشومان ښوونځيو ته ځي. د ١٥ او ٢٠ سلنو تر منځ ماشومان د بېوزلۍ  له امله شاقه کارونه کوي، يو شمېر يې يتيمان دي، يا يې ميندې او پلرونه معلول او يا په نشه روږدي دي.»

د هلمند د ښځو د چارو رئيسې، جميلې نيازۍ يادونه وکړه، دودونه کورنۍ اړ باسي چې خپل اولادونه کار ته وليږي.

هغې وويل: «د هغو کورنيو مېرمنې، چې ډوډې پيدا کوونکی يې له لاسه ورکړي، نشي کولای د کلتوري محدوديتونو له امله کار ته ووځي. له دې امله خپل ماشومان کار ته ليږي او په دې توگه د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کيږي.»

د هلمند د نجونو په يوې ليسې کې د مرضيې خوږياڼۍ په نامه يوې سرښوونکې يادونه وکړه چې نا وړه دودونه هم زده کوونکي اغېزمنوي. 

هغې وويل: «زه ډېر زده کوونکي پېژنم چې مشرانو يې د فرهنگي لاملونو له مخې ښوونځي ته له راتگ څخه منع کړي.»

په ننگرهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون استازي، عمران عزيز وويل، بېوزلۍ د زياترو ماشومانو د زده کړو مخه ډب کړي.  

هغه وويل: «که د تورخم او سره رود په ولسواليو کې د خښتو جوړولو بټيو ته ورشې، نو وبه گورې چې ماشومان او تنکي ځوانان تر دې کچې سخت کارونه کوي چې آن لويانو ته يې سرته رسول گران دي.» (آی ډبليو پي آر په ٢٠١٢ کال کې د ننگرهار د خښتو په بټيو کې د مجبورو ماشومانو د کار په اړه رپوټ خپور کړی و: «زه له موره مريی نه وم پيدا شوی.»)

د ننگرهار د پوهنې د رياست وياند، محمد آصف شينواری له دې سره يوه خوله و چې يو شمېر ځوانان اړ ووچې  له ښوونځيو څخه ځانونه وباسي.

هغه وويل: «په ننگرهار کې 1۵۰۰۰۰ ماشومان چې  ښوونځي ته دشاملیدو لپاره اماده دي د بېوزلۍ يا نورو ستونزو له امله له زده کړو پاتې شوي.»

د ننگرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو له رياست څخه فضل هادي فضلزي ومنله چې زيات شمېر ماشومان په لاسي کارونو بوخت دي، خو ويې ويل، د هغه رياست زيار کاږي د هغوی ستونزې هوارې کړي.

تېر کال په ننگرهار کې د سرته رسېدلې يوې سروې له مخې هلته له ٢٠٠٠ څخه زيات ماشومان په سختو کارونو بوخت دي، خو فضلزي وويل اوس په دې شمېر کې د پام وړ ټيټوالی راغلی دی.

نوموړي وويل: «دمخه به پر ماشومانو د شپې او ورځې له اتو ساعتونو څخه زيات کار کېده، خو اوس حکومتي ادارو له نوموړو کورنيو سره مرسته کوي، ترڅو پر ځای يې ماشومان ښوونځيو ته لاړ شي.»  

د فضلزي رياست له ٢٧٠٠ څخه زياتو بېوزلو ماشومانو سره مرسته کړې چې د زده کړې په نهو ځانگړو مرکزونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د هغوی له ډلې څخه ٢٢٠٠ تنو يې د ٣٢ امريکايي ډالرو په انډول مياشتنۍ مرستې هم ترلاسه کړي.

د مناظرې يوې گډون کوونکې، کرېمې وويل، هغې ته ډېر ماشومان معلوم دي چې له زده کړو بې برخې دي، خو هيڅ مرسته يې نه ده ترلاسه کړې. 

فضلزي وويل: «که چېرته موږ څوک په خپلو اقتصادي ستونزو خبر کړي، نو مرسته ورسره کوو او له نورو هم غواړو چې مرسته ورسره وکړي، خو موږ يې په ډېر احتياط او بصيرت سر ته رسوو.»

 

 

 

More IWPR's Global Voices