Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان کوچنيان د نشه يي توکو د ډلو له خوا په نښه کيږي

کوچنيانو ته د قاچاق او نشه يي توکو د راکړې ورکړې د يوې غورې لارې په توگه کتل کيږي.
By Azara Aziz
د افغانستان په توره بوړه کې يو افغان ماشوم د شېرې د ايستلو لپاره د کوکنارو غوزې پر نېشتر وهي، چې بيا اپين ترې لاسته راځي. (عکس: Joe Raedle/Getty)

د هرات ولايت فعالانو او چارواکو گوته څنډلې چې د نشه يي توکو د قاچاق شبکې زيات شمېر ماشومان د نشه يي توکو د انتقال لپاره پر کار گوماري.

په لويديځ ولايت هرات کې پر نشه يي توکو د مخ په زياتيدونکو روږدو ماشومانو په ډله کې د سړک د سر ماشومان په ځانگړي ډول اغېز منونکي دي.

د افغانستان د نشه يي توکو د مخ په غوړېدونکي ناقانونه صنعت له امله نشه يي توکي په اسانه لاس ته راځي او د هېواد څه ناڅه يوولس سلنه خلک د دغه توکو د کارونې له ستونزې سره لاس او گرېوان دي. په هرات کې له گاونډي هېواد ایران څخه په لويو ډلو راستنيدوکي کډوال، چې د اعتياد کچه پکې لوړه ده، هم دغه ستونزې ته لمن وهي. 

د هرات ولايت د تنکيو ځوانانو د توقيف د څانگې مشر، معلم مجيد وويل، د موجودو بنديانو له دېرشو سلنو څخه زيات يې د نشه يي توکو د قاچاق پر تور محکوم بنديان دي. 

اووه لس کلن رضا وويل، نوموړی د خپل روږدي تره له خوا پر قاچاق راوستل شوی دی.

هغه وويل: «ما د هرات د ښار د بابا حاجي په سيمه کې د سړک پر سر له يو ولاړ سړي څخه نشه يي توکي تر لاسه کول او وروسته مې د ایران پولې ته څېرمه په اسلام کلا کې خپل تره ته وړل.»

هغه زیاته کړه «د نشه يي توکو د هرې کڅوړې په وړاندې يې راته دوه سوه افغانۍ راکولې چې خپل تره ته مې وړلې. دغه کار زه د نشه يي توکو له معاملې سره بلد کړم چې ژوند يې راته په بشپړ ډول بدل کړ.»

د هرات د پوليسو وياند، عبدالروف احمدي وويل، په تېرو درېو مياشتو کې يې له نشه يي توکو سره په تړاو شاوخوا دېرش تنه نيولي دي. يو شمېر کوچنيان، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو، پخپله پر نشه يي توکو روږدي شوي دي.

د هرات چارواکي وايي، پر نشه يي توکو د کوچنيانو د اعتياد شمېره ډېره لوړ ه شوې ده.

د ښځو او ماشومانو د پاملرنې يوې خيرپه موسسې، وسا بنسټ په گډه مرسته يوې سيمه ييزه ناحکومتي موسسې له خوا په ٢٠١٤ کال کې د يوې سرته رسېدلې سروې له مخې په هرات کې شاوخوا ٣٠٠٠ تن کوچنيان پر نشه يې توکو روږدي وو. 

د هرات د والي وياند فرهاد جيلاني وويل، په دوو کلونو کې پورته شمېره دوه برابره شوې ده.

هغه وويل: «د وسا له خوا په يوې سرته رسېدلې سروې کې اوس په هرات کې ټول اويا زره تنه پر نشه يي توکو روږدي دي، چې د هغې له ډلې څخه ٥٥٠٠ يې کوچنيان دي.»

«سروې دا هم جوته کړې ده، يو شمېر کوچنيان ځکه پر نشه يي توکو روږدي شوي، چې په سړکونو او کوڅو کې اوسيږي او له دې امله په اسانه د معامله گرانو لاسونه ته ورځي. ځينې نور يې د کورنيو د غړو له خوا د نشه يي توکو د کارونې له امله روږدي شوي دي.»

په لويديځ افغانستان کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئيس، غلام جيلاني رفيق وويل: «يو شمېر ماشومان د خپلو ميندو او پلرونو د اعتياد له امله پر نشه يي توکو روږدي شوي دي. کله ناکله د هغوی ميندې او پلرونه قصدا هغوی ته نشه يي توکي ورکوي. په دې توگه هغوی د نشه يي توکو په پېر او پلور کې ښکېل کيږي او له دې لاره هغوی ته پيسې گټي... يو شمېر کوچنيان د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د ډلو له خوا اعتياد ته هڅول کيږي او وروسته يې بيا د قاچاق کاروبار ته گوماري.»

نوموړي په دوام وويل: «په تېر کال کې زموږ لاسته د راغلو رپوټونو له مخې ٥٠ تنه کوچنيان پوليسو بنديان کړي دي چې په هرات کې يې د نشه يې توکو د پېر او پلور په حال کې يې نيولي وو.» هغه زياته کړه، له دغه ستونزې سره د مبارزې لپاره د سکتورنو تر منځ گډې همکاري ډېر اړينه ده.

هغه وويل: «ما دغه موضوع څو څو ځلې له هغو موسسو سره شريکه کړې چې د کوچنيانو له حقونو څخه ملاتړ او دفاع کوي، خو د دې ټولنيزې ستونزې په وړاندې هيڅ گام پورته شوی نه دی.»

شپاړس کلن جمعه گل، چې خپلې شپې او ورځې د هرات ښار د مولوي د تيلو د ټانک مخې ته په کوڅو کې تېروي، وايي، پلار يې، چې اته مياشتې دمخه په يوې ترافيکې پېښه کې مړ شوی، هغه پر نشه يي توکو راوستی و.

هغه وویل «يو کال دمخه له خپل پلار سره د نشه يي توکو د پېرودلو لپاره د حاجي عباس سيمې ته لاړم. پلار مې وهڅولم چې له هغه سره هيرويين وڅکم. په دې توگه پر نشه يي توکو روږدی شوم.»

هغه زیاته کړه «په پيل کې مې پلار ته له لرې ځايونو څخه د نشه يي توکو کڅوړې نه راوړې، خو کله چې پر نشه يي توکو روږدی شوم، په ډېره مينه به بازار ته تلم او هلته به مې ځانته او خپل پلار ته نشه يي توکي اخيستل. بيا به مو کارول.»

همدا شان هغه وویل «مور مې د پښتورگو ناروغي درلوده. د هغې د درملنې لپار مو پوره پيسې نه درلودې. هغه مړه شوه. پلار مې په يو سرای کې څوکيدار و. وروسته د سرای خاوند هغه له کاره لرې کړ.»

گل يوازې تر څلورم ټولگي پورې ښوونځی لوستی. هغه د اوسني حالت پړه پر خپل پلار اچوي او وايي، په ځان کې دا وس نه ويني چې له نشه يي توکو څخه ځان بېغمه کړي.

اسانه گټه

 کارپوهان له دې سره موافق دي کله چې د قاچاق وړونکو ډلې د قاچاق خپله شبکه پراخوي، نو په لاسي ډول له کوچنيانو څخه کار اخلي.  

د هرات د ولايتي شورا  د امنيتي کمېټې رئيس، مهدي حديد وويل: «زموږ څېړنې څرگندوي چې مافيايي ډلې پر ټولو معامله کوونکو کنترول لري او دا هغه خلک دي چې د نشه يي توکو د لېږد او پلور لپاره له کوچنيانو څخه کار اخلي.»

سليمان، چې اوس اتلس کلن دی، وايي څنگه په يوه پارک کې د يوه زاړه سړي له خوا پر کار وگومارل شو.

هغه وويل: «يوه ورځ ښوونځي ته لاړ نشوم، ځکه کورنی کار مې کړی نه و. له خپل ښوونکي څخه ډارېدم. ښوونځي ته د تگ پر ځای يوه پارک ته لاړم. هلته مې يو زوړ سړی وليد چې پر يوې څوکۍ ناست و. هغه د سوپ په څښلو بوخت و او ما ته يې هم ست وکړ. لومړی وډار شوم، خو وروسته مې ورسره سوپ وڅښه.»

سليمان په دوام وويل: «کله چې مې غوښتل لاړ شم، له هغه څخه مې مننه وکړه. هغه راته دوه سوه افغانۍ ونيوې چې کتابچې او قلمونه پرې واخلم. ما هغه پېسې واخيستې. کله چې له پارک وتلم، هغه راته نارې کړې او ويې ويل سبا ته هم همدلته يم.»

سليمان وويل، دا زما د نشه يي توکو د قاچاق پيل و. هغه په ټولگي کې ناکام شو او د (رخصتۍ) په دريو مياشتو کې يې تر هغه مهال پورې، چې ونيول شو، د هغه زاړه سړي د نشه يي توکو کڅوړې وړې او راوړې. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کوچنيانو د ملاتړ د څانگې مشر، ميرويس اميني د دې خبرې پخلی وکړ، چې د نشه يي توکو شبکې له ماشومانو څخه ناوړه گټه اخلي.

هغه وويل، کوچنيان ځکه گټور دي، که چېرته ونيول شي، نو له لږې سختې سزا سره مخ کيږي. اميني په دوام وويل، په هرات کې د حکومتي ادارو له بې شمېره شکايتونو سره سره له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره تر اوسه جدي گام پورته شوی نه دی.

د ټولتنيزو چارو کارپوه، سيد محمد فقيري زياته کړه: «د نشه يي توکود قاچاق لپاره کوچنيان په ارزانه گومارل کيږي. له دې امله گڼ شمېر قاچاق وړونکي له کوچنيانو څخه کار اخلي. د کورنيو، په تېره بيا  ميندو او پلرونو ته ډېره اړينه ده چې خپلو ماشومانو ته پر نشه يي توکو د روږدي کېدو په اړه لازم معلومات ورکړي.»

شنونکي وايي، اداري فساد وضع لا پسې هم پېچلې کړې، چې د قاچاق زياتره شبکې له ډاره پرته په خلاص زړه فعاليت کوي. 

حديد وويل: «ډېره شونې ده چې د بېلابېلو امنيتي زونونو سرتيري له قاچاق کوونکو سره مرسته وکړي.»

احمدي يادونه وکړه، په هرات ولايت کې په دې ورستيو وختونو کې د قاچاق څه دپاسه لس شبکې نيول شوي. هغه له دې خبرې سره موافق و چې پېژندل شوي امنيتي چارواکي له قاچاق وړونکو سره مرسته کوي.  

هغه وويل: «په تېرو شپږو مياشتو کې موږ د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره تړلي دوه تنه پوليس له کاره گوښه کړي دي.»

سربېره پر دې د هرات د روغتيا د برخې کارکوونکي گوته څنډي د بيارغاونې تاسيسات، په تېره بيا کوچنيانو ته بس نه دي.

د هرات د عامې روغتيا رئيس، زمري حسين وويل: «د روږدو کوچنيانو درملنې ته يوازې يو کلينيک، چې يوې ناحکومتي موسسې جوړ کړی، موجود دی. دا کلينيک په کال کې د سلو تنو کوچنيانو د درملنې وړتيا لري.»

د ځوانانو د توقيف په ځايونو کې د ناوړه استعمال د درملنې ځينې تاسيسات شته. په دې ځای کې کوچنيانو ته د خپلو کړنو د پايلو په اړه معلومات او پوهه ورکول کيږي.

پنځلس کلن کريم له اوو مياشتو راهيسې، کله چې پوليسو د نشه يي توکو د لېږدولو پر مهال ونيو، په توقيف کې پروت دی. 

هغه وويل، هغه مهال دې کار ته وگومارل شو، چې د خپل گاونډي د پور د ادا کولو وس يې نه درلود. گاونډي يې ورته وويل، د پيسو پر ځای د نشه يي توکو کڅوړه ولېږدوه. ورسته يې ورته وويل، په منظم ډول به پيسې درکوم.

کريم وويل: «دمخه تر دې چې د قاچاق وړنکو لاس ته ورشي، کورنۍ مو ډېر ښه ژوند درلود. کله چې له قاچاق وړونکو سره ښکېل شوم، ورځې او شپې به مې په ډار تېرولې. هغه پيسې چې د قاچاق په وړاندې يې راکولې په دې کار نه ارزېدې.»

کريم ډېر وروسته د خپل کار په بشري اغېز پوه شو.

هغه وويل: «يوه ورځ مې چې کله د پخوا په څېر په مولوي ټانک کې ځينو روږدو کسانو ته نشه يي توکي وروړل، هغوی د هوا د يخنۍ او د نشه يي توکو د نه رسېدو له امله مړه شوي وو. ورسته وپوهېدم چې ما خلکو ته د مرگ پوډر ورکول.»