افغان کليوال «خپلچارو» قانون جوړوونکو استازو ته له رايو ورکولو ډډه کوي

افغانان د راتلونکي کال له پارلماني ټاکنو دمخه وايي هغوی له خپلو استازو څخه ښه وړتيا لري.

افغان کليوال «خپلچارو» قانون جوړوونکو استازو ته له رايو ورکولو ډډه کوي

افغانان د راتلونکي کال له پارلماني ټاکنو دمخه وايي هغوی له خپلو استازو څخه ښه وړتيا لري.

Monday, 1 December, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

په روانه مياشت کې په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو کې ځايي سياستوال تر تودو نيوکو لاندې راغلل.

کليوال په راتلونکي کال کې پارلماني ټاکنو ته په پام وايي، زياترو اوسني قانون جوړوونکو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

د يوې ازادې فضا په غونډې کې، چې د برخوالو د هڅونې لپاره جوړه شوې وه، يو شمېر گډون کوونکو ويل، څلور کاله دمخه په پارلماني ټاکنو کې نوماندو استازو ته په رايو ورکولو له سره پښېمان دي او وايي چې د نوماندانو په اړه يې هيڅ معلومات نه درلودل. 

يو شمېر نورو برخوالو پر دې ټينگار کاوه چې قانون جوړوونکي د قانون په جوړولو يا حساب کتاب ته د حکومت په راکښلو کې پاتې راغلي او ويل يې پر ځای يې په خپلو شخصي گټو پسې گرځي.

د پنجشېر ولايت د بازارک ولسوالۍ د مناظرې برخوال، نصرالله اميري د پارلمان پر غړو پړه واچوله چې د سيمه ييزو موضوعگانو په هوارۍ کې بشپړ پاتې راغلي دي. هغه وويل، پر ځای يې هغوی خپل معاشونه لوړ کړل او د خپلو دندو له امتيازاتو يې گټه پورته کړه.

د بازارک د ځايي مشورتي شورا غړي، عبدالحميد عادل د پورته خبرې پخلی وکړ، زياته يې کړه، په راتلونکي کې بايد رايه ورکوونکي له رښتينولۍ کار واخلي او له رايې ورکولو دمخه د نوماند مخينه په پام کې ونيسي.

د بدخشان ولايت په مرکز، فيض آباد کې د مدني ټولنې فعالې، مريم امواج ادعا وکړه ټاکلو شوو استازو خپل وخت په دفتر کې تېر کړی، د عامه خير ښيگڼې د کارونو پر ځای يې وخت په خپل ځان لگولی دی.

د فيض آباد د ولايتي شورا مشر، عبدالله ناجي نظري د مناظرې برخوالو ته وويل، که چېرته د هغوی له خوا ټاکل شوو استازو په خپلو ژمنو وقا ونه کړه، بايد د مدني ټولنو فعاليت ته مخه کړي.   

هغه په دوام وويل: «د خلکو دنده ده چې د پارلمان د غړو کارونه وڅاري او پوښتنه ترې وکړي چې ولې خلکو ته خدمت نه کوي.»

د نيمروز ولايت په مرکز، زرنج کې د مدني ټولنې فعالې، نظيفي وکيلي وويل، رايه ورکوونکي بايد د رايې ورکولو صندقونه درغلو سياستوالو ته د سزا ورکولو لپاره وکاروي.

هغې وويل: «د اشتباه تکرار گناه ده. بايد بيا خپلچارو افرادو ته رايه ور نه کړو.»

قومي مشر، ميرعبدالله وويل، پارلماني نوماندان بايد د افغاني ټولنې اړتياوې ښې وپېژني.

هغه وويل، يو شمېر قانونونه چې اوسني پارلمان تصويب کړي، بې گټې دي، ځکه هغوی نه دي توانيدلي په افغانستان کې د ژوندانه په واقعيتونو وپوهيږي. 

 

Frontline Updates
Support local journalists