افغان ښځينه پوليسانې له غيرعادلانه چال چلن څخه شکايت کوي

د ښځينه پوليسو د جلب و جذب په موخه له هلو ځلو سره سره د پوليسو ښځينه افسرانې وايي چې د پرمختګ مخه يې نيول کيږي.

افغان ښځينه پوليسانې له غيرعادلانه چال چلن څخه شکايت کوي

د ښځينه پوليسو د جلب و جذب په موخه له هلو ځلو سره سره د پوليسو ښځينه افسرانې وايي چې د پرمختګ مخه يې نيول کيږي.

Female ANP officers prepare for shooting practice. (Photo: US Navy/Brian Brannon)
Female ANP officers prepare for shooting practice. (Photo: US Navy/Brian Brannon)
Wednesday, 28 September, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

د افغانستان په شمال کې ښځينه پوليسې شکايت کوي، هغوی لوړو رتبو ته ترفيع نشي کولای او سره له دې چې د ګومارل کېدو پر مهال يې د يو راز چال چلن خبرې اورېدلي، د ټيټې سر ته رسولو ته اړايستل کيږي.

د افغان ملي پوليسو په ليکو کې د پوليسو ښځينه افسرانې وايي د هغوی دندې معمولا د تالاشۍ په پوستو او يا په محبسونو او آن [د پوليسو د قوماندانيو] په پخلنځيو کې د ټيټې درجې له کار څخه عبارت دي.

د بلخ ولايت د پوليسو د قوماندانۍ د جلب و جذب د څانګې افسرې، بريدګۍ زيبا وويل: «چارواکي يوازې ددې لپاره ښځې په کار ګوماري، چې بهرنيو هېوادونو ته څرګنده کړي هغوی د ښځو د حقونو درناوی کوي او ورته وښيي د پوليسو په ليکو کې ښځې کارکوي.»

هغې وويل، په حقيقت کې ښځې، د ګوتو په شمېر له يو څو هغو پرته، ځکه لوړو پوستونو ته نه رسيږي، چې [د هغوی په وړاندې] په پراخ ډول تعصب موجود دی، سياسي تړاو نه لري او نشي کولای  د ترفيعاتو د ترلاسه کولو لپاره بډې ورکړي.

سمونيار نجيبه په شمال کې يوازنۍ ښځينه پوليسه ده چې د پوليسو د ۳۰۳ پامير زون د جيندر او بشري حقونو د چارو د مسؤولې افسرې په توګه لوړې رتبې ته رسېدلې ده. 

نوموړې په ټينګار وويل، هغه يوه استثنا ده.  په شمال کې د۴۰۰  ښځينه پوليسو له ډلې څخه يوه هم  لوړې دندې ته نه ده رسېدلې. پرځای يې له هغوی سره  د ټيټ رتبه کارکوونکو په توګه چلن کيږي، په امنيتي او ستراتيژيکو مهمو غونډو کې له ګډون بې برخې دي او د مکافاتو د ورکولو پر مهال پرې سترګې پټيږي. 

سمونيار نجيبې وويل: «له ښځينه پوليسو سره د يو [عادي] سرتيري په توګه چلن کيږي. لوړ پوړي افسران له هغوی سره داسې خبرې کوي چې ته به وايې هغوی يې خدمتګارانې يا چپړاسيانې [ملازمين] دي. له ښځو سره د شډل چلن معنا داده چې هغوی له کاره بېزاره شي. د وطپالنې روحيه او خدمت له منځه تللی او مازې د پيسو لپاره کار کوي.»   

هغې د لوړ پوړ چارواکو دا دلايل رد کړل چې ګوندې  د ښځينه پوليسو شمېر لږ دی او هغوی له معمول سره سم د شپې نوکريوالې سرته رسولای نشي. هغې وويل: «ډېری وختونه ښځې له نارينه وو سره د شپنيو عملياتو پر مهال اوږه په اوږه کا رکوي.»   

د بلخ ولايت د پوليسو د قوماندانۍ کارکوونکې، بريدګۍ فاطمې وويل، په ولايت کې د ښخينه پوليسو ۴۰  يا تر۴۰ زياتې ګومارل شوې افسرانې ټولې په ټيټو رتبو کې کار کوي. هغې وويل: «په لوړه رتبه يوازې يوه ښځينه پوليسه ګومارل شوې، چې هغه د پاسپورت په رياست کې په کار ګومارل شوې ده.» 

هغې وويل، د بلخ له ولايت پرته د نورو ولايتونو ښځينه پوليسانو ته لوړې څوکۍ ورکړ شوې، سره له دې چې دلته په پرتله ييز ډول امن چاپېريال دا کار شونی کوي.

نوموړې بريدګۍ دا شکايت هم وکړ چې ښځينه افسرانې د نارينه افسرانو په څېر موټرې په واک کې نه لري.

هغې وويل: «نارينه پوليس هر وخت موټرې کارولای شي. د شپې يې له ځانونو سره کورونو ته وړی او د اوونۍ په پای کې پکې له کورنيو سره [له کوره] بهر ځي.» 

د فوزيې په نامه د پوليسو يوې بلې افسرې وويل، هغه او نورې ښځينه انډيوالانې يې له خپلو نارينه همکارانو څخه سخت کارونه کوي.

هغې وويل: «د بېلګې په توګه کله چې امنيتي تالاشي سرته رسيږي، شل تنه [نارينه] پوليس په وار موټرې تالاشي کوي، خو يوه ښځينه پوليسه بايد دا کار له سهاره تر ماښامه په يوازې سر، سرته ورسوي. ځکه هلته همدا يوه ښځينه پوليسه وي او بل څوک نه وی چې مرسته ورسره وکړي.» 

ښځې د تالاشيو په پوستو کې په ځانګړې توګه مهم رول لوبوي، ځکه نارينه ياغيان ځانونه په ښځينه جامو کې پټوي او چادرۍ اغوندي. همدارنګه د کورنو د تالاشيو پر مهال کورونو ته ورننوځي. (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: پوليس د تالاشيو لپاره زياتې ښځينه پوليسې ګوماري.)    

فوزيې وويل: «که چېرته ښځينه پوليسې نه وای، نو ددې هېواد دود او دستور به د نارينه پوليسو کار له خنډونو سره مخامخ کړی و؛ ځکه  هغوی نشي کولای د ښځينه پوليسو له شتون پرته کورونه يا د موټرو دننه ښځې تالاشي کړي. نو ولې موږ ته کم کتل کيږي؟   بايد ښځو ته لوړې څوکۍ ورکړای شي او بيا دې وګوري چې آيا موږ په دې څوکيو کې د کار وړتيا لرو او که نه.»

له دې امله فوزيه تر ډېر فشار لاندې راغلې ده. هغه وايي: «زه تر پوزې راغلې يم، غواړم له دې دندې لاس واخلم.»   

د بلخ ولايت د ښځو دچارو رئيسه، فريبا مجيد موافقه ده چې تبعيض د ښځينه پوليسو په وړاندې يو خنډ دی.

نوموړې زياته کړه: «نارينه تل داسې انګيري چې ښځې کمزورې دي. که چېرته ښځې نه وي، هغوی ډېری دندې سرته نشي رسولای.»

د پوليسو د پامير د زون وياند، لال محمد احمدزی ټينګا رکوي، چې ملي پوليس له نارينه او ښځينه پوليسو سره يو رار چلن کوي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي هم د سيستماتيک تبعيض ادعاګانې رد کړې، ويې ويل، څنګه چې ښځينه پوليسې د [پوليسي] ځواک ډېره مهمه برخه جوړوي. داسې کومه خبره نشته، هغوی دې تر دې کچې ناخوښه شي، چې خپلې دندې پريږدي.  

صديقي وويل، [د کورنيو چارو] وزارت د ملي پوليسو په ليکو کې د ښځينه پوليسانو پر ګومارلو ډېر ټينګار کوي.

د کورنيو چارو د شمېرو له مخې په ملي پوليسو کې اوس شاوخوا ۱۱۰۰ښځينه پوليسې کار کوي، چې د هغوی له ډلې څخه ۵۰۰ تنه يې په پلازمېنې، کابل کې دي. د جلب وجذب د موجود پلان له مخې په پام کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې په ملي کچه  ۵۰۰۰ تنه ښځينه پوليسې وګومارل شي.

يو شمېر ښځينه پوليسانې وايي د [پوليسو] د ځواک دننه تبعيض هغوی ته  په عام محضر کې  د درک او کتنې لاره هواروي.  

يوې ښځينه پوليسې افسرې، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل هغه او انډيوالانې يې هغه مهال درناوی له لاسه ورکوي چې په زاړه يونيفورم کې په لارو کوڅو کې ګزمې کوي.

هغې وويل: «ښځينه پوليسو ته تومانچې نه دې ورکړ شوي، سره له دې چې له ځانه د دفاع په حالت کې هغې ته اړتيا لري.»

هغې وويل، ماشومان په کوڅو کې په ما او نورو ښځينه افسرانو ملنډې وهي، په کوڅه کې مو مخې ته دريږي او پوښتنه کوي: «قوماندان صاحب، موټر دې چېرته دی؟  ساتونکي دې چېرته دي؟»

Afghanistan
Police
Frontline Updates
Support local journalists