افغان ژورنالستان د رسنيو دبنديز له امله په غوسه دي

د اطلاعاتو [او فرهنګ] پر وزارت د تلويزيوني کانالانو په بندولو کې د لاس لرلو پړه واچول شوه. .

افغان ژورنالستان د رسنيو دبنديز له امله په غوسه دي

د اطلاعاتو [او فرهنګ] پر وزارت د تلويزيوني کانالانو په بندولو کې د لاس لرلو پړه واچول شوه. .

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، فريبا واحدي ليکنه

په افغانستان کې ژورنالستان او د رسنيو د حقونو مدافعين د بيان ازادۍ ته د زياتيدونکو ګواښونو خبردارى ورکوي، په داسې حال کې چارواکي ټينګار ګوي، چې محدوديت پر يو شمېر رسنيو باندې يوازې د بې مسؤوليته رپوټونو د چمتو کولو په غبرګون کې لګول شوى دى.

د افغاني رسينو غوړېدا له طالبانو څخه د راوروسته پېر يوه بريالۍ موضوع ګڼل کيږي، خو پر څو تلويزيوني کانالونو باندې له بنديز لګولو وروسته ددې هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر نيوکو لاندې راغلى دى.

په دې وروستيو کې د بېنوا په نامه پښتو ويب پاڼه د سپتمبر پر لسمه له هغه وروسته وتړل شوه چې د تېروتنې له مخې يې د افغانستان د [ولسمشر] د لومړي مرستيال، محمد قسيم فهيم د مړيني خبر خپورکړى و.

د بېنوا [د ويب پاڼې] چلوونکو وويل، موضوع د نيم ساعت په اوږدو کې تصحيح شوه. هغوى د اطلاعاتو او کلتور پر وزير، سيد مخدوم رهين يې پړه واچوله او ويې ويل، ځکه يې ددوى پر ويب پاڼې د بنديز لګولو امر ورکړ، چې پخوا يې دهغه په اړه رپوټونه خپاره کړي وو.

پخپله پخواني ژورنالست، رهين دا خبره رد کړه، چې ګوندي د خپل شخصي احساس له مخې يې د بنديز امر ورکړى دى، خو زياته يې کړه چې بېنوا ويب پاڼه د بې بنسټه موضوعګانو د خپرولو له امله مشهوره ده.

هغه وويل: "د بېنوا ويپ پاڼې پر ما ډېر تورونه خپاره کړي دي. نه يوازې پرما، بلکې د ډېرو نورو خلکو سپکاوى يې کړى دى. هغوى زه د ايران يو ايجينټ بللى يم."

د بيان ازادي د افغانستان په اساسي قانون کې ښکل شوې ده. نن ورځ [په افغانستان کې] ٨٥٠ ورځپانې او مجلې خپريږي، چې زياتره يې خصوصي دي. د هغې تر څنګ ٢٠ تلويزيوني کانالونو، ١٠٠ راديوي ستيشنونو او شپږو خبري رسنيو د خپرېدو اجازه تر لاسه کړې ده.

لا تر اوسه ژورنالستان له يو شمېر ننګونو سره لاس او ګرېوان دي، چې په دې کې د حکومتي چارواکو او حکومت مخالفو ځواکونو ډارونې او د ځاني سانسور پراخه کارونې شاملي دي.

د محافظه کارانه ارزښتونو له امله هم يو زيات شمېر رسنۍ د اخلاق ضد موضوعګانو په خپرولو تورنې دي. په دې نيوکو کې يو شمېر د هغه کميسون نيوکې دي، چې د رسنيو ناسمې خپرونې څاري. دا کميسون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تاسيس کړى دى.

د افغان انټرنيټ سرويس چمتو کوونکو ته ويل شوي، ترڅو د کاسيره ګۍ (فحاشۍ) په زرګونه ويب پاڼې او همداراز هغه ويب پاڼې وتړي چې د طالبانو په څېر له ياغيانو سره تړاو لري.

يو بل وروستى بنديز د "امروز" پر تلويزون و. امروز د دري ژبې شخصي تلويزون دى، چې له کابل څخه خپريږي او پر ايران د توندو نيوکو او همدارنګه د موسيقۍ او تفريحي پروګرامونو د خپرولو له امله د هرچا په خوله کې دى

د جولاى د مياشتې په وروستيو کې د اطلاعاتو وزير د کابينې په مستقيمه لارښوونه نوموړي تلويزون ته لارښوونه وکړه په دې دليل خپلې خپرونې ودروي چې قومي تربګنيو ته لمن وهي او د ملي ګټو پرخلاف عمل کوي.

د امروز د تلويزيون مشر، نجيب الله کابلي ټينګار وکړ چې نوموړي امر سياسي اړخ درلود. نوموړي وويل دا کانال د افغانستان په وړاندې، د هغه په وينا، د ايران د توطئو د بربنډولو ښکار شوى دى..

کابلي آى ډبليو پي آر ته وويل: "د امروز تلويزون د بنديز اصلي لامل يو ژوندى پروګرام و، چې د مير فاروق حسيني په نامه يو سني عالم پکې وينا کوله. هغه [شيعه] ايران ته ګواښونه کول. موږ نشو کولاى هغه چپ کړو، ځکه هغه يو ژوندۍ خپرونه وه."

رهين يوه پلا بياد رسمي نظر يادونه وکړه چې د امروز تلويزيون قومي تربګنۍ او کرکې ته يې لمن وهله. په داسې حال کې دا يې ومنله چې د رسنيو د ناسمو خپرونو د څار کمېسون بايد لومړى موضوع څېړلى واى، خو ويې ويل، کابينې ځکه د نوموړي تلويزون د موقتي تړلو امر وکړ، چې موضوع ډېره بېړنۍ وه.

هغه زياته کړه، بنديز تېره اوونۍ ليرې شو.

نوموړي وويل: "اوس چې ددې رسنۍ چارواکي خپلې تېروتنې ته متوجه شول، نو د خپرونو د بېرته پيل کېدو اجازه ورته وړکړ شوه."

همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سپتمبر په پنځمه نېټه په هرات کې د ساقي په نامه د يو بل تلويزيوني کانال خپرونې هم بندې کړې دي. په نوموړي تلويزيون تور پورې شوى و، چې د يو امريکايي راهب له خوا د قران د پلان شوي سوځولو په وړاندې يې خلک لاريونونو ته رابلل.

رهين وويل: "ساقي تلويزيون يا د فکر او يا هم د تجربو د نشتوالي له امله دا موضوع په داسې يو ډول راپورته کړې وه، چې کېداى شول په هرات کې يوه لويه ستونزه رامنځته کړي."

د ساقي [تلويزون] مشر، طارق نبي د تاوتريخوالي د رامنځته کولو ادعاوې رد کړې.

هغه وويل: "موږ هيڅکله هم خلک لاريونونو ته نه دي رابللي، پرځاى يې موږ هغوى کرارۍ ته رابللي دي. زه شخصا هغه شپه د يو ميلمه په توګه د ساقي تلويزيون پر مخ راڅرګند شوم. له موږ سره ددغه پروګرام ثبت شته او د غوښتنې په صورت کې به يې د نورو رسنيو په واک کې ورکړو."

وزير ټينګار وکړ پر يو څو رسنيو باندې د بنديز لګول د بيان د ازادۍ د سلبولو معنا نه لري. برعکس دا ګامونه د رسنيو د ښه کولو په موخه اخيستل شوي دي.

په افغانستان کې د سهيلي اسيا د ازادو رسنيو د څانګې مشر، ضيا بوميا ادعا وکړه چې رهين د بيان د ازادۍ په اړه دوه ګونى سياست لوبولى دى.

بوميا وويل: "[که ومنو] دا رسنى له دې امله تړل شوې دي چې ناسم رپوټونه يې خپاره کړي، د يو چا سپکاوى يې کړى او يا د ملي ګټو پر خلاف يې کوم مطلب خپور کړى دى. خو داسې نورې رسنۍ شته چې شپه او ورځ همدا موضوعات خپروي، ولې پر هغوى نه بنديز لګول کيږي او نه تړل کيږي. له دې امله د هغه پرېکړه ناسمه ده او د شخصي مينې له مخې شوې ده."

د رسنيو د څار د موسسې مشر، صديق الله توحيدي دا ومنله چې يو شمېر رسنۍ د کره توب او عدالت مسلکي معيارونه، نه لري. نوموړي دا موضوع په بې تجربه ګۍ او په افغانستان کې په موجودې ناکرارۍ پورې اړونده وبلله.

هغه وايي، پر رسنيو باندې هر بنديز يا محدوديت بايد له مناسبې پلټنې او قانوني ميکانيزم وروسته عملي شي.

هغه وويل: "موږ له حکومت غوښتنه کوو چې له رسنيو سره د قانون له مخې چلن وکړي. له دې ميکانيزم پرته په خپرونو کې لاسوهنه او پر رسينيو د بنديز لګول د وزير په واکونو کې نه راځي. دا کار بايد د محکمې له پرېکړې وروسته عملي شي."

د کابل پوهنتون د حقوقو استاد نصرالله ستانکزى دا ومنله چې د بيان د ازادۍ محدودول د اساسي قانون خلاف عمل دى.

هغه وويل: "قانون بايد په پام کې ونيول شي." نوموړي زياته کړه محدويت د محکمې له حکم وروسته لګول کېداى شي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ټولنې مشر، رحيم الله سمندر د اطلاعاتو د وزارت په پرېکړه کې کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې تورنې کړې، چې د هغه په اند ناقانونه دي..

هغه وويل: "هغه مهال چې د امروز تلويزيون بند کړاى شو، موږ قوي غبرګون وښود. ددې کار ترشا د سياسي ګوندونو او آن د بهرنيو هېوادونو لاس و "

سمندر هم دا ومنله چې يو شمېر رسنۍ د ازاد او عادلانه ژورناليزم له اصولو سره سمون نه لري او د خپلې اجيندا د مخته وړلو لپاره له خپلو رسنيو څخه کار اخلي.

په انفرادي لحاظ زيات شمېر افغان ژورنالستان شکايت کوي چې معلومات ورته نه ورکول کيږي او د افغان چارواکو له خوا له ناوړه چلن سره مخامخ کيږي. هغوى دا کار رسنيو ته د طالبانو له ارزښت ورکولو سره پرتله کوي، چې وياند يې تل د تبصرې لپاره چمتو وي.

يو ازاد خبريال، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل: "زه څو څو ځله په کابل کې د ملي امنيت او پوليسو له خوا له دې امله وهل ټکول شوى يم چې ږيره لرم او پکول مې پر سر دى. يو مهال نژدې و چې امريکايي پوځونه راباندې ډزې وکړي، ځکه له يو داسې ځاى څخه مې رپوټ چمتو کاوه چې هغوى هلته له طالبانو سره په جګړه اخته وو. هغوى زما کمره ماته کړه او د وژلو ګواښ يې راته وکړ. زما په اند حکومت او نړيوالو پوځونو ته د يو ژورنالست وژل ډېر اسان کار دى، ځکه تر اوسه يې څو څو ځلې دا کار کړى دى." 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists