افغان ځواکونه په هلمند کې پر ملکي زيانونو تورن دي

ولسي خلک وايي غيرجنگي افراد ملکي وگړي د پوليسو او سرتېرو له خوا مړه کيږي

افغان ځواکونه په هلمند کې پر ملکي زيانونو تورن دي

ولسي خلک وايي غيرجنگي افراد ملکي وگړي د پوليسو او سرتېرو له خوا مړه کيږي

Afghan security forces in action in Helmand, 2008. (Photo: Spc. David Gunn/US Army/Wikimedia Commons)
Afghan security forces in action in Helmand, 2008. (Photo: Spc. David Gunn/US Army/Wikimedia Commons)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، گل احمد احسانليکنه

په سويلي ولايت، هلمند کې د ملي امنيتي پوځونو په لاس د ولسي خلکو مرگ ژوبلې د هېواد د بشري حقونو د موسسې اندېښنه راپارولې ده. 

په هلمند ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشر، محمد بلال صديقي آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ د جگړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د بشريت او اسلام درناوی وکړي او د ولسي خلکو د وژلو مخه ونيسي. موږ د وسله والو [مخالفينو]، حکومتي ځواکونو يا د نړيوالو سرتېرو له خوا د بېگناه خلکو د وژلو غندنه کوو."

د ناتو تر مشرۍ لاندې پوځونو له خوا رسېدلي زيانونه له اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د تاوتريخوالي او خپگان لامل شوي دي، په داسې حال کې چې د دې کار سرته رسوونکو ته سزا نه ده ورکړل شوې. 

افغان پوځونو، چې په وروستيو مياشتو کې يې تر ډېره بريده د امنيت د تامين مسؤوليت پرغاړه اخيستی، هم ځايي اوسيدونکي له خطر سره مخامخ کړي دي. 

په دې پېښو کې د پوليسو او اردو له خوا د وژل شوو خلکو خپلوان وايي د هغوی پر شکايتونو غوږونه کاڼه شوي دي.

د هلمند ولايت د مرکز، لښکرگاه يو اوسيدونکی، عبدالولي وايي، په نهرسراج ولسوالۍ کې د جنورۍ د مياشتې په ٢٠ پوليسو د هغه خسر، اخترمحمد، د هغه ماندينه او د هغوی يو زلمی زوی وواژه. 

د نوموړې پېښې بريد اربکيانو کړی وو. اربکيان د افغان ملي پوليسو له جوړښت څخه بهر ځواک دی او په ٢٠١٠ کال کې د کلو د [ځاني] دفاع په موخه رامنځته شوي دي.  

عبدالولي وويل: "سهار د وخته مې ماندينې له نوموړې پېښې څخه خبر کړم. هغې وويل، وژونکي طالبان نه، بلکې د ځايي پوليسو د قوماندان ورېرونه وو."

يوې ښځې، چې پېښه يې په خپلو سترگو ليدلې وه او نه يې غوښتل ونومول شي، وويل، پرون شپه دوه ځايي پوليسو د هغه کور دروازه وټکوله او د څښلو اوبه يې وغوښتې. بله شپه راغلل، کور ته ورننوتل او د کورنۍ درې تنه غړي يې ووژل. هغه وتښتېده او ځان يې په يو لوی تنور کې پټ کړ.

هغې په ژړا وويل: "له حکومته غواړم چې هغه قاتللان ونيسي او د مرگ سزا ورکړي."

د هلمند د پوليسو د قوماندانۍ وياند، عبدالاحد چوپان په نهرشاهي کې د اربکيانو له خوا د درېو تنو وژنه تاييد کړه. هغه زياته کړه، يو تن شکمن نيول شوی او نور تښتېدلي دي.

چوپان وويل، په هلمند کې زياتره مرگ ژوبله د ياغيانو له خوا د سړک د غاړې بمونه جوړوي.

په داسې حال کې افغان امنيتي چارواکي مني چې کله ناکله ولسي خلک د هغوی د ځواکونو له خوا وژل کيږي، خو ټينگار کوي زياتره مرگ ژوبله د طالبانو د بريدونو له امله رامنځته کيږي. طالبان ولسي خلکو ته د مرگ ژوبلې له اړولو څخه انکار کوي، وايي هغوی يوازې پر افغان حکومت بريدونه کوي او کورني او نړيوال ځواکونه په نښه کوي.

د مارجې ولسوالۍ اوسيدونکي، سدوزي آی ډبليو پي آر ته وويل، د جنورۍ په ٢١ د هغه زلمی وراره، عبدالله وويشتل شو او مړ شو.

هغه وويل، نوموړي هلک له نورو کوچنيانو سره لوبې کولې، چې د اربکيانو يو زغره وال گاډی ور ورسېد.

هغه وويل: "هغوی گاډی داسې ځغلاوه، لکه چې لېونيان وي يا نشه. هره خوا ته يې ډزې کولې، سره له دې چې کوم طالب يا بل کوم گواښ هم هلته نه و. يوه گولۍ زما په وراره، عبدالله ونښته، کله چې مې ورمنډه کړه، مړ شوی و."

سدوزي بله ورځ د هلک مړی د والي د دفتر مخې ته يوړ. هغه وايي، د والي مرستيال، مسعود بختور د پلټنې ژمنه وکړه.  

سدوزي وويل: "سره له دې چې د والي مرستيال د پېښې له امله خپگان څرگند کړ، خو تر اوس لا چا د پلټنې پاڼه هم نه ده اړولې."

د نوزاد د ولسوالۍ اوسيدونکي، رحمت الدين د جنورۍ په ١٨ خپل زلمی زوی د افغان ملي اردو له خوا په يو ېپېښې کې له لاسه ورکړ.

هغه وويل: "زوی مې د خپل کور مخې ته ولاړ و چې د ملي اردو يو گاډی رانژدې شو، پر ډزو يې پيل وکړ. په پايله کې زما زوی ولگېد. نه پوهيږم، بېگناه ماشوم زوی مې څه کړي و. کله چې مې مړی ملي اردو ته يوړ او ومې پوښتل چې زما زوی چا وژلی، نو اردو منکره شوه او ويې نه ويل چې هغوی وژلی دی. خو هغوی وژلی و."

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستې د دفتر (يوناما) په وينا تېر کال د ولسي خلکو مرگ ژوبله ١٤ سلنه زياته شوې وه چې څه دپاسه ٨٦٠٠ تنه مړه او وژل شوي وو. يوناما وويل، د دې مرگ ژوبلې ٧٤ سلنه مخالفو ډلو سرته رسولې او حکومت پلوي ځواکونه د ٢٠١٢ کال د شمېرې په پرتله ٥٩ سلنه؛ يعنې د ٩٥٦ تنو د مرگ ژوبلې په وړاندې مسؤول دي. د مرگ ژوبلې عمومي زياتوالي د افغان امنيتي پوځونو له ځمکنيو عملياتو سره تړاو لري.

[بلال] صديقي وايي، يوازې په هلمند ولايت کې په تېرو اتو مياشتو کې د ٢٠ ښځو او ٢٢ کوچنيانو په گډون،  ٨٥ تنه ولسي خلک وژل شوي دي. نور ١١٨ تنه ټپيان شوي دي چې ٢١ تنه پکې ماشومان دي.

د هلمند د ولايتي شورا غړي، وکيل علي احمد خان وويل، ډېری قربانيانو او د کورنيو غړو [ولايتي] شورا ته د مرستې په خاطر مراجعه کړې.  

احمدخان وويل: "موږ تل د هغوی اندېښنې اړوندو موسساتو ته رسولي دي او هغوی د ولسي خلکو د مړينې د مخنيوي ژمنې کړې. خو گورو چې دا ډول پېښې تکراريږي. موږ اجرايوي ځواک نه لرو چې پخپله شکايتونو ته ورسيږو."

هغه زياته کړه، څنگه چې ولسي خلک زياتره د افغانستان امنيتي ځواکونو او مخالفو ډلو تر منځ په جگړو کې بند پاتې کيږي، نو ډېره به ستونزمنه وي مسؤول لوری يې په گوته کړای شي.

د هلمند د مدني ټولنې ډلې هم د وضعې له امله اندېښمنې دي.

د هلمند د مدني ټولنې مشر،  سردار محمد همدرد وروستۍ پېښې د جدې اندېښنې وړ بولي.

هغه وپوښتل: "په داسې حال کې چې افغانان د هغوی د خپلو امنيتي پوځونو له خوا وژل کيږي، نو څنگه به د مخالفو وسله والو ډلو او يا بهرنيو پوځونو له لاسه شکايت وکړي؟"

همدرد گوته وڅنډله، که افغان امنيتي پوځونه خپلې بې باکۍ ته دوام ورکړي، نو د خلکو او حکومت تر منځ واټن به پراخه کړي او امينتي وضعه به له گورت ووځي.

د هلمند عادي خلک همدا ډار څرگندوي.

د نهرشاهي اوسيدونکی، عجب گل وايي، په هلمند کې يې د جگړو او نښتو له امله ډېر شمېر ملگري او خپلوان له لاسه ورکړي دي.

هغه وويل: "دلته د قانون حکم نه چليږي. جگړه مار لوري نه خپل قانون مني او نه اسلامي قانون. کله چې مو خپله اردو وژني، نو له طالبانو څخه به څه گيله وکړو؟ له امنيتي پوځونو څخه پوزې ته راغلي يو."

گل احمد احسان په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Pakistan, Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists