افغان ځوان جګړه ماران د جګړې د پریښودو لپاره اوږدمهال مناسب بدیل غواړي

کابل ته پکار دي چې د اوسنيو او راتلونکو مخالفانو راتلونکې په سم ډول په پام کې ونيسي.

افغان ځوان جګړه ماران د جګړې د پریښودو لپاره اوږدمهال مناسب بدیل غواړي

کابل ته پکار دي چې د اوسنيو او راتلونکو مخالفانو راتلونکې په سم ډول په پام کې ونيسي.

Wednesday, 30 September, 2015

د سپتمبر په مياشت کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د لړيو ويناوالو وويل، افغان حکومت ته پکار دي چې د ځوانانو د هڅولو په موخه هغوی ته واقعي مالي مرستې چمتو کړي چې د طالبانو په څېر د ملېشو ليکې پريږدي. 

د کندز ولايت د امام صاحب ولسوال، امان الدين قريشي وويل، حکومت ته پکار دي چې د سولې له بهير سره د جګړه مارانو يوځای کېدل مهم وگڼي. هغه وويل، دمګړۍ هغه [جگړه ماران] چې وسلې کېښودلو ته غاړه ږدي د جګړې د مهال د پيسو په پرتله ورته ډېرې لږې پيسې ورکول کيږي.   

هغه وويل: «حکومت هغوی ته د مياشتې له شپږو زرو څخه تر دولس زرو پورې افغانۍ [٩٠ – ١٨٠ امريکايي ډالر] ورکوي، په داسې حال کې چې طالبانو له حکومت سره د وسله والې جگړې پر مهال هغوی ته د پيسې ورکړه دوه برابره کړې.»

قريشي په شمال کې د وضعې له خرابېدو دمخه خبرې کولې. په روانه اوونۍ کې طالبان کندز ښار ته ننوتل او مهم ځايونه يې ونيول او له افغان ځواکونو سره يې درنه جګړه وکړه.

د کندز په مناظره کې نور ويناوال له دې سره موافق وو چې بېوزلي او بېروزګاري د جګړې مهم لاملونه دي.

د امام صاحب د ټولنيزې شورا غړي، علي نظر نظري وويل، سيمه ييز وګړي د پيسو د ګټلو محدودې سرچينې لري.

هغه وويل: «دولت بايد خلکو ته دندې پيدا کړي.» نوموړي يادونه وکړه، سپين زر شرکت، چې پخوا د نړۍ په کچه د پومبې توليدوونکي شرکت و، په ولسواليو کې فابريکې درلودې. 

نظري وويل: «شاوخوا ٥٠٠٠ تنو په هغې کې کار کاوه، خو حکومت هيڅ هڅه نه کوي چې هغه بيا پرانيزي. که چېرته هغه فابريکه بېرته پرانيستل شي، ځوانان به اړ نه وي چې جگړې ته لاړ شي.»

د مولوي عبدالمؤمن اميني په نامه يوه ديني عالم وويل، حکومت ته ښايي خپل اعمال پاک کړي او د هغې تر څنګ ځوانانو ته دندې پيدا کړي.

هغه وويل: «تر هغه چې [دولت] ښه حکومت والي را نه ولي، د اداري فساد په وړاندې گام پورته نه کړي او عدالت تامين نه کړي، که د موضوع په اړه زرګونه غونډې هم وکړو، سولې ته نشو رسېدای.»

د لويديځ ولايت هرات په يوې غونډې کې ويناوالو وويل، د افغاني ټولنې بېلابېلو برخو ته پکار دي چې د ثبات او ټيکاو په راوستلو کې له يو بل سره همکاري وکړي.

د هرات ولايت د ديني عالمانو د شورا يوه غړي، مولوي محمد اسمعيل عبيدي وويل، هغه او ملګرو يې پر ولس د خپل اغېز له لارې هڅه کړې چې د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي.

د هرات د ولايتي شورا غړي، سيد عظيم کبرزاني له دې خبرې سره موافق و چې د خلکو را جلبول ډېر اړين ده.

هغه وويل: «تر هغه چې حکومت د عادي خلکو د معلوماتو کچه لوړه نه کړي، د خلکو په ژوند کې د وسله والو ډلو او بهرنيو دولتونو [د لاسوهنې] مخنیوی به نا شونې وي.»

د مدني ټولنې د موسسو د سيمه ييزې اتحاديې مشر، خليل پارسا وويل، حکومت ته پکار ده د قانون په واکمنۍ کې خپل مسؤوليت په غاړه واخلي.

سيمه ييز ژورنالست، خليل نورزايي وويل، د عدالت دوديزې لارې چارې هم مرسته کولای شي.

هغه وويل: «د سولې د ترلاسه کولو لار د قومي مشرانو، اغېزمنو اشخاصو او ديني عالمانو په واسطه د خلکو د معلوماتو د کچې لوړل او همدارنگه د رسنيو  سمه او اغېزمنه کارونه ده.»

د جوزجان ولايت د خواجه دوکوه ولسوال، عبدالکريم وويل، کمزوري او مفسد مشرتابه ځوانانو ته په ژوند کې د ګوتو په شمېر چانسونه ورکړي. هغوی يا له هېواده وځي او بهر ځانونو ته کارونه پيدا کوي او يا د مخالفينو له ليکو سره يوځای کيږي. 

هغه وويل: «سوله هغه مهال راتلای شي، چې قانون په ټولو پلی شي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists