افغان ځايي ملېشې د ملاتړ غوښتنه کوي

.کليوالي دفاعي واحدونه وايي هغوی ټيکاو راوستی شي او نه غواړي د پوليسو په ليکو کې ورگډ شي

افغان ځايي ملېشې د ملاتړ غوښتنه کوي

.کليوالي دفاعي واحدونه وايي هغوی ټيکاو راوستی شي او نه غواړي د پوليسو په ليکو کې ورگډ شي

Ghazni city, the provincial centre.
Ghazni city, the provincial centre.

سيد رحمت الله على زى گزارشگر تحت اموزش اى دبليو پى ار در ولايت غزنى

د افغانستان په غزني ولايت کې ځايي راپورته شوې ملېشې وايي که حکومت ورته وسلې چمتو او معاشونه ورنه کړي، نو د طالبانو په وړاندې به جگړه ودروي.

طالبانو له ٢٠٠١ کال راهيسې د افغانستان په نيمايي سويلي برخو کې د نورو ډېره کيو پښتون مېشته سيمو په څېر، په غزني ولايت کې تر دې کچې د پښو ځای وموند چې اوس يې د ولايت زياتره برخه تر لاس لاندې ده. خو کوم سخت چلن چې هغوی په غزني کې پلی کړی او له امله يې د ودانولو کارونه په ټپه درېدلي او ښوونځي تړل شوي وو، د [خلکو] د غبرگون لامل شو. د ٢٠١٢ کال د اپرېل په مياشت کې د انډړو د ولسوالۍ د قديم خېلو د کلي اوسيدونکو د ياغيانو د مخنيوي په موخه کليوالي ملېشه جوړه کړه.

وروسته بيا په مقر، قره باغ، ده يک او نورو ولسواليو کې ورته واحدونه جوړ شول. دا نامنظم ځواک په ټوليز ډول د ملي پاڅون د غورځنگ په نامه ونومول شو. هغوی په سلگونه جنگيالي لري او وايي چې امنيت يې ښه کړی او ښوونځي او کلينيکونه بېرته پرانيستل شوي دي.

حکومتي چارواکي د افغانستان په نژدې تېر تاريخ کې د ملېشه يي ډلو ترخې مخينې ته په کتو ټينگار کوي چې د غزني ملېشې بايد وپاشل شي او غړي يې د پوليسو په ليکو کې تنظيم شي. 

د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي پاڅون دغورځنگ قوماندان، ولي محمد مزه دار وويل، دا کار کيدونکی نه دی.

هغه وويل: "موږ د خپلو لسگونو ځوانانو په وينه داسې برياوې تر لاسه کړي چې حکومتي ځواکونه د هغې د ترلاسه کولو وس نه درلود. ولې دا وياړ، چې زموږ ځايي خلکو لاسته راوړی، د نورو په برخه کړو؟"

مزه دار وويل، د ملېشو د شتون له امله شپاړس ښوونځي او اته کلينيکونه بېرته پرانيستل شول او نژدې پنځو زرو ماشومانو زده کړې ته مخه کړه. د هغه په وينا دا کار د ٩٩ ملېشو د وينې د تويېدو په بيه او  ١٦ نورو په ژوبل کېدو لاسته راغلی دی. نوموړي زياته کړه، پنځه سوه ياغيان، چې ډېری يې بهرنيان وو، وژل شوي او ٢٢ تنه نور نيول شوي دي. 

هغه وويل: "که چېرته حکومت له موږ سره مرسته ونه کړي او ملېشې وپاشل شي، دا ټولې برياوې به په اوبو لاهو شي."نوموړی اټکل کوي د معاشونو د نه ورکړې او د مورال د لوېدو له امله د هغوی د ملېشو شمېر ٩٠ تنو ته راټيټ شوی دی.

د غزني ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت مشر، اسدالله انصافي د هغوی د برياوو له امله د ملي پاڅون د غورځنگ ستاينه وکړه ، خو ويې ويل د پوليسو په ليکو کې د ملېشه يي ځواکونو جذب به د ټولو په گټه وي.

هغه وويل: "که چېرته په غزني ولايت کې د ملېشو غړي د ځايي پوليسو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه سرته ورسوي، نو دا کار به هم د هغوی په گټه وي او هم د حکومت او پوليسو. حکومت به نه يوازې د هغوی ټولې اندېښنې له منځه يوسي، بلکې په راتلونکې کې به هغوی ته د زيان د رسېدو مخه هم ونيول شي."

د اندړو د ولسوالۍ د ملېشو له لومړنيو قوماندانانو څخه يو تن، لطف الله کامران اوس د ملي پوليسو له ليکو سره يوځای شوی دی. هغه وويل د مالي او لوژستيکي مرستو د نه ترلاسه کولو له امله يې ځواکونو خپله دنده سرته نشوه رسولای.   

هغه وويل: "دا د هغوی د ملېشو د شهادت او وينو د تويېدو برکت و چې اوس د اندړو د ولسوالۍ په شپېتو کلو کې پراختيايي پروژې پلې شوې دي."

د غزني ولايت د والي مرستيال، محمد علي احمدي وويل، د ملېشو برياوي د ستاينې او تقدير وړ دي، خو هغه هم ټينگار وکړ چې د حل يوازنۍ لاره د پوليسو په ليکو کې د هغوی مدغمول دي. 

هغه وويل: "له حکومتي کنترول بهر د يوې خپلواکې ډلې پرله پسې شتون د نړيوالې ټولنې د اندېښنې وړ موضوع ده. حکومت ډاريږي، نه چې د ١٩٩٠ کلونو پېښې يو ځل بيا تکرار شي."

په افغانستان کې د جگړې اوږده تاريخ ته په کتو د ځايي ملېشو رامنځته کېدل يوه ډېره حساسه موضوع ده، چې زياتره پکې نامسؤولې وسله والې ډلې ښکېل وې. د نوي يمو کلونو په پيل کې جهادي ډلو، چې دمخه يې د شوروي اتحاد د ښکېلاک په وړاندې جگړه کړې وه او همدارنگه د کمونيستې رژيم له خوا نامنظمومليشورامنځته شوو ډلو په کورنۍ ترخې جگړې کې د ټوپکونو خولې يوبل ته واړولې. 

سره له دې مزه دار ټينگار کوي د تېرو ملېشو په خلاف د غزني ځايي ملېشې د خلکو له ملاتړ برخمنې او د پوليسو په پرتله د زيات اعتبار وړ دي.

هغه وويل: "ځايي پوليس بد نوم لري، ولس يې له دې امله نه خوښوي چې خلک سپکوي او ځوروي. که موږ له ځايي پوليسو سره يوځای شو، نو خلک به مو له ملاتړ څخه لاس واخلي او طالبان به مو له يوې مخې جارو کړي."

طالبانو د غزني د ملېشو د رامنځته کولو پړه پر کابل حکومت اچولې، خو دا لا پوره جوته نه ده، چې که داسې وي، نو دې ځواکونو څومره دولتي ملاتړ ترلاسه کړی دی. د ٢٠١٢ کال د دسمبر په ماشت کې په يوه ځانمرگي بريد کې د ملي امنيت سخت ټپي شوي رئيس، اسدالله خالد، د خپلې دندې پر مهال ويلي وو چې ملېشې د هغه تر کنترول لاندې دي.

يوه سياسي شنونکي، وحيد مژده وويل، د ملي پاڅون غورځنگ د پخواني خالد ملاتړ له لاسه ورکړ، ځکه دا کار د حکومت د ملي امنيت د شورا په گټه نه و، چې د هغه په وينا "د قومي ملېشو د رامنځته کېدو له امله اندېښمن و."

پخپله په غزني کې يو شمېر چارواکي وايي حکومت ته ښايي په هره شونې لار د طالبانو نفوذ کمزوری کړی، آن که دا کار د امنيتي ځواکونو بهر د نامنظمو وسله والو ډلو له فعاليتونو سره د مرستې له لارې هم وي.

د غزني ولايت د بيارغاوني او پراختيا رئيس، سنايي مايل يادونه وکړه چې د تېرو شپږو مياشتو راهيسې د اندړو، قره باغ او ده يک په ولسواليو کې د بېارغاونې څو پروژې پلې شوې دي.

هغه وويل: "نوموړې پروژې د امنيت د ښه کېدو له امله پيل شوي دي."

د غزني ولايت د ولايتي شورا غړي، نادر گېرو وال وويل: "موږ هر يوه هغه ځواک ته اړتيا لرو چې په هېواد کې امنيت او ټيکاو راولي. د ملي پاڅون غورځنگ ډېرې برياوې ترلاسه کړي. د هغوی د شتون په سيمو کې امنيت خوندي شوی او د بيارغاونې پروژې په فعاليت بوختې دي. ښوونځي او کلينيکونه بېرته پرانيستل شوي دي."

"حکومت ته ښايي  پر دې برياوو سترگې پټې نه کړي. بايد د ملي پاڅون د غورځنگ ملاتړ وکړي."

د انډړو د ولسوالۍ د ځايي شورا مشر، عبدالله ... وويل، ملېشو د خلکو د ژوند په هر ډگر کې د پام وړ بدلونه راوستي دي.

هغه وويل: "له عمومي پاڅون دمخه اندړو ولسوالۍ ته د اکمالاتو لارې بندې وې. خلک به د لومړنيو اړتياوو د پېرودلو لپاره د غزني ښار ته تلل. خوراکي توکي موجود نه وو. په [اندړو] ولسوالۍ کې شاوخوا ١٥٠٠ هټۍ تړلې وې. نن په ولسوالۍ کې کسب او کار غوړېدلی دی. هټۍ، کلينيکونه او ښوونځي بېرته پرانيستل شوي. خلک د بيا ودانولو په کارونو بوخت دي."

نوموړي زياته کړه: "زه نه پوهيږم حکومت ولې نه غواړي د دې برياو ننگه وکړي؟"

د جگړې له کلونو وروسته عادي ژوند ته د ورستنېدو له امله د ملي پاڅون غورځنگ د ولسوالۍ د اوسيدونکو هر اړخيز ملاتړ تر لاسه کړی دی. 

د کانسيف د کلي اوسيدونکي، احسان الله ساحل وويل: "موږ د اندړو په ولسوالۍ کې د خلکو د پاڅون [غورځنگ] له امله خوښ يو. د هغوی له برکته زموږ ښوونځي او کلينيکونه بېرته پرانيستل شول او د بيا ودانولو پروژو پر خپل کار پيل وکړ. تر پاڅون دمخه خلکو په خپلو سيمو کې  په ازاد ډول تگ راتگ نشو کولای، خو له هغې راوروسته خلک د غزني له ښاره د خپلو خپلوانو د ليدو او يا تفريح لپاره دلته راځي."

هغه زياتوي، کابل بايد د ملي پاڅون د غورځنگ ملاتړ وکړي. هغه وويل: "زما په اند حکومت د سولې غوښتونکی نه دی. هغه [حکومت] هغه خلک نه خوښوي چې د خلکو د سوکالۍ لپاره کار کوي.

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists