افغان پوليس د ښځو د استخدامولو هڅه کوي

احتمالي جذبيدونکي مېرمنې د کورني خنډونو له امله شا ته ځي.

افغان پوليس د ښځو د استخدامولو هڅه کوي

احتمالي جذبيدونکي مېرمنې د کورني خنډونو له امله شا ته ځي.

An Afghan policewoman in Kabul conducting a vehicle inspection at a checkpoint in the capital Kabul. (Photo: Iseafmedia)
An Afghan policewoman in Kabul conducting a vehicle inspection at a checkpoint in the capital Kabul. (Photo: Iseafmedia)

په افغاانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، شريف سيدی ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې د هرات ولايت د پوليسو مشران وايي له دې امله نشي کولای پوره شمېر ښځينه پوليسې استخدام کړي، چې کورنۍ يې ورته د برلاسي دود له امله د پوليسو له ليکو سره د يوځای کيدو اجازه نه ورکوي.

له زيات شمېر افغانانو سره چې آی ډبليو پي آر مرکې کړي، وايي که ښځې له کوره بهر له نارينه ګانو سره يوځای کار وکړي، نو ډېر ژر په «اخلاقي فساد» کې لويږي. د اخلاقي فساد اصطلاح هر ډول جنسي بې لارۍ ته کاريږي.  

چارواکي هڅه کوي هغه اصول پيدا او په ګوته کړي، چې د ښځو [استخدام] ته ډېر اړين دي. د بېلګې په توګه ښځې ښايي د ښځينه پوليسو له خوا تالاشي شي، خو نشي کولای د برلاسي اخلاقي دود په خلاف عمل وکړي. تبليغاتو او  رسنيو په دې اړه ډېر څه کړی او دا حقيقت يې روښانه کړی، چې ښځې د افغان مدني قانون او اسلامي ښوونو له مخې د کار کولو حق لري. (د تبليغاتو په اړه وګورئ: پوليس د تالاشۍ په موخه زياتې ښځې استخداموي )

شپږ ويشت کلنه فرشته له کلونو کلونو راهيسې په دې ارمان وه، چې د ملي پوليسو له ليکو سره يوځای شي، خو کورنۍ يې له دې کار څخه منع کړې . اوس د کور په څلورو ديوالونو کې ايساره پاتې ده. 

هغې وويل:  «کله چې په ماشومتوب کې مې پوليس ليدل، نو له ځانه مې پوښتل،  آيا داسې وخت به راشي چې ښځې هم د پوليسو افسرانې شي. له ځان سره به مې ويل که کله هم ښځو ته د پوليسو له ليکو سره د يوځای کېدو اجازه ورکړ شوه، نو زه به تر ټولو لومړنۍ پوليسه يم.  خو زما د کورنۍ، او په عمومي توګه د ټولې ټولنې  ناسم عقايد، زما د ارمان د پوره کېدو مخه نيسي... . کورنۍ مې وايي، دا ورته شرم دی چې د کورنۍ کومه غړې يې له بېګانه خلکو سره شپه او ورځ يوځای کار وکړي. د عزت والا مېرمنې داسې ځايونو ته نه دي  تللي.»

له افغان ځوان نسل څخه عموما  دا تمه کيږي چې د کورنۍ د لويانو، نورو خپلوانو او آن د درناوۍ وړ ګاونډيانو خبرې او غوښتنې ومني.

د هرات پوليس وايي له دې امله اندېښمن دي چې د ښځينه پوليسو افسرانو کمبود  په بشپړ ډول د هغوی د کار د سرته رسېدو مخه نيولې ده.

په نوموړي ولايت کې يوازې  اتيا ښځينه پوليسې د ملي پوليسو په ليکو او اړوندو څانګو کې په کار بوختې دي.  دا شمېره په ملي کچه د زياتې اندېښنې وړ ده. د ملی پوليسو په ټولو ۱۲۲۰۰۰  تنو کارکوونکو کې يوازې  ۱۰۰۰ تنه ښځينه پوليسانې کار کوي. 

د هرات ولايت د ښځينه جلب او جذب د ادارې مشره، شګوفه وفا له ستونزې ښه خبره ده. هغه وايي د  ښځينه افسرانو شتون په هغو ځايونو کې ډېر اړين دی، چې خبره د ښځو له خوا د نشه يي توکو کاروبار او يا د ماشوم د تښتونې په ګډون، نورو جرمونو ته رسيږي.

د وفا د ادارې کارکوونکي د نجونو ښوونځيو ته ځي او هڅوي يې چې د پوليسو له ليکو سره يوځای شي، خو له مقاومت سره يې مخامخ کيږي.

هغې وويل: «تېر کال يوازې درې تنه مېرمنې د پوليسو ليکو ته راغلې وې.  له هغو مېرمنو څخه لږې چې هر کال د پوليسو له ليکو څخه وځي.»

د ښځينه پوليسو ساتل هم يوه لويه ستونزه ده، ځکه په کار کې شاملې مېرمنې د هغوی د کورنيو تر فشار لاندې وي. سربېره پر دې د نارينه همکارانو  په پرتله زياتره د عامو خلکو له سپکاوی او ښکنځا سره مخامخ کيږي.

وفا وويل: «موږ د پوليسو په قوماندانۍ کې کومه ستونزه نه لرو. خو کله چې بهر وځو، د ښاريانو له مزاحمتونو او سرخوږۍ سره مخامخ کيږو.  هغوی زموږ سپکاوی کوي، کله ناکله بده ژبه کاروي.»     

د هرات ولايت د ښځو د چارو رياست د خلکو د پوهې د کچې د لوړلو لپاره کار کوي، ورکشاپونه او سيمنارونه جوړوي،  ترڅو خلک وپوهوي چې ښځينه پوليسې د ټولنې ډېره مهمه برخه ده او په پام کې لري چې په دې اړه فلمونه چمتو او نندارې ته يې وړاندې کړي.

د ښځو د چارو رياست وايي  په تېرو درېو مياشتو کې ورته د ښځو له خوا لس شکايتونه رسيدلي چې کورنيو يې د پوليسو په ليکو کې له کار څخه منع کړي دي. 

د هرات د پوليسو د لويديځ زون وياند، نورخان نېکزاد د اسلامي قوانينو او افغاني دود او دستور پر تعبير سربېره د ستونزې ريښې په ۱۹۸۰   کلونو کې د شوروي تر ملاتړ لاندې رژيم کې پرتې وبللې. هغه مهال خلکو انګيرل دولتي ادارې د بد اخلاقۍ مرکزونه دي.

هغه وويل د نن ورځې په پوليسو کې د «اخلاقي فساد» خبره هيڅ ځای نه لري.

نيکزاد يادونه وکړه، ددې موضوع په اړه تعصب ته طالبان پکی وهي.  

هغه وويل: «هغوی نه غواړي چې د ښځينه پوليسو شمېره دې زياته شي، ځکه د ښځينه پوليسو شتون به ... د هغوی د فعاليتونو مخه ډب کړي.»

هغه زياته کړه،  ياغيان په دې پوهيږي چې نارينه پوليس د ښځو د لټولو اجازه نه لري.

اسلامي عالم او د هرات ولايت د حج او اوقافو رئيس، سيد عبدالوحيد عاصمي وويل، په پوليسو کې بايد د ښځو د کار کولو مخينې ته پام واړول شي.

هغه وويل: «د اسلام په تاريخ کې داسې ښځې وې چې يا يې د جهاد په ليکو کې د دښمن په وړاندې جګړه کړې او يا يې د  صحنې تر شا خپل مړونه، پلرونه او ورونه جګړې ته هڅولي او مرسته يې ورسره کړې ده.»

نوموړي عالم زياته کړه، اړينه خبره داده چې ښځې بايد له نارينه ګانو سره په خپلو اړيکو محدوديت ولګوي.

هغه وويل: «ښځې بايد له نارينه پوليسو سره دوه په دوه خبرې [خلوت] ونه کړي، که د کار په اړه يې وي بيا توپير نه کوي. حجاب يې   بايد له اسلامي ښوونو سره سم وي. بايد له نارينه ګانو څخه په جلا ځای کې واوسيږي.» 

د هرات اوسيدونکي ددې موضوع په اړه بېلا بېل نظر لري. 

په هرات کې د داودشاه په نامه يو پلار ټينګار کوي چې د روغ  او سالم فکر خاوند سړی به د خپلې کورنۍ ښځينه غړو ته له کوره بهر د کار اجازه ورنه کړي، ځکه له دې لارې به ناسمو کارونو او بېلارۍ ته لاس واچوي. 

هغه وويل، په هر ډول  «څنګه به څوک د يو داسې حکومت پر پوليسو باور وکړای شي، چې سر تر پايه په مالی او اخلاقي فساد کې ډوب دی. پوليس پخپله په جنايتونو کې ښکېل دي.  ټول په دې پوهيږي دا ناسمه ده چې ښځې له نارينه ګانو سره، په تېره بيا په اردو او پوليسو کې، اوږه په اوږه د حکومت لپاره کار وکړي.»

ټول نارينه ګان د پوليسو له ليکو سره د ښځو د ګډون مخالفت نه کوي.

د يونس په نامه يو ځوان چې د هرات ښار د خوږو پلورلو په يوې هټۍ کې کار کوي، وايي: «زما يوه ترور پوليسه ده. هغه ښه معاش لري او له خپلې دندې خوشحاله ده. د نورو ښځو په څېر د کور کار ته هم  رسېدای شي.  حکومتي کار په ډېر ښه ډول مخکې وړي. مېړه يې هم ډېر خوشحال دی.»

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists