افغان نجونې د زده کړو په نه تر سره کولو خواشيني څرگندوي

د گوتو په شمېر نجونې خپلې زده کړې پای ته رسولای شي، پوهنتون ته تگ خو لا پر ځای پرېږده.

افغان نجونې د زده کړو په نه تر سره کولو خواشيني څرگندوي

د گوتو په شمېر نجونې خپلې زده کړې پای ته رسولای شي، پوهنتون ته تگ خو لا پر ځای پرېږده.

سوله له اوښکو نه په ډکو سترگو د لېسې خپل ستايل شوي بريليک ته گوري.

هغه د کندهار د زرغونې انا له ليسې څخه په لوړه درجه بريالۍ شوې او د طب لوستل يې ارمان و. 

د هغې هيلې هغه مهال له خاورو سره خاورې شوي چې پلار او مشر ورور يې د لوړو زده کړو دوام ته پرېنښوده.

سولې وويل، د ډاکټرې په توگه هغې کولای شو د ټولنې پراخه برخې ته خدمت وکړي او خپل هېواد ودان کړي. د محافظه کارانه دودونو له امله هغې خپلې زده کړې سرته ونشوې رسولای.

هغې وويل: «که زه پوهېدای چې لوړو زده کړو ته مې نه پريږدي، نو دا دولس کاله به مې دومره خواري نه کوله. ما غوښتل له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته د کندهار مېرمنو ته د درملنې په برخه کې خدمت وکړم. پلار او مشر ورور مې زما هيلې راووژلې. اوس به مې دا بريليک څه په ښه راشي.»

د سولې مشر ورور، اسدالله وويل، هغه نشي کولای پوهنتون ته د خپلې خور د تگ له امله ځان د خپلو ملگرو له سپکاوۍ او ځورونې سره مخ کړي. 

هغه وويل: «زما وجدان دا نشي منلای چې خور مې هره ورځ له کوره ووځي او له ناپېژاندو ځوانانو سره په ټولگي کې يوځای زده کړه وکړي. په دې هم شرميږم چې انډيوالان مې راباندې ملنډې ووهي. که هغوی زما د خور په باره کې مازې يوه بده خبره هم وکړي، نو غيرت به ونه زغمي.»

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته په کندهار کې زده کړو ته لاسرسی ښه شوی دی. خو آن هغه کورنۍ چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ليږي، نه غواړي له پنځلس کلنۍ وروسته لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. 

د کندهار پوهنتون رئيس، حضرت مير توتاخېل وويل، پروسږکال د ليسو شاوخوا ٢٠٦٠ فارغانو په کانکور ازموينه کې برخه اخيستې وه چې د هغو له ډلې څخه يوازې ٢٣٠ يې نجونې وې. 

تر دولسم ټولگي پورې د زده کړو بشپړولو ته د نجونو هيله تر هغې ډېره زياته ده. د کندهار ولايت د پوهنې رياست په وينا، اوسمهال د ولايت په کچه ٧٥ زره نجونې په ښوونځيو کې لوست لولي. له شمېرنو څرگنديږي چې يوازې د گوتو په شمېر نجونې خپلې زده کړې تر دولسم ټولگي پورې سرته رسوي. 

د پوهنې د رياست وياند، نظر محمد صميمي آی ډبليو پي آر ته وويل، په تېر ښوونيز کال کې يوازې ٥٢٨ نجونې له ليسو څخه فارغې شوې دي. دا کار د دې حقيقت څرگندونه کوي چې زياتره کورنۍ خپلو نجونو ته تر شپږم ټولگي پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د څانگې مشرې، شگوفه سهار له دې خبرې سره موافقه وه، ويې ويل: «د کندهار زياتره کورنۍ له دې ستونزې سره مخ دي. زما په اند په ولسواليو کې حالت تر دې هم ناوړه دی.»

هغې وويل، د تېرکال په اوږدو کې يوازې د ١٤ پېښو په اړه دوی ته رپوټ رسيدلی چې د زور له مخې پرنجونو خپلې زده کړې نيمگړې پريښول شوې دي، خو په اصل کې دا شمېره ډېره لوړه ده. د زده کړو دوام ته د نجونو د نه پرېښود د پېښو په اړه څوک رپوټ نه ورکوي. 

سهر په دوام وويل، د زده کړو دوام يو بشري حق دی. ټولنې ته پکار دي چې له تکړه نجونو سره مرسته وکړي، ترڅو په خپل وار ټولنې ته د خدمت جوگه شي.

د کندهار د ښوونکو د روزنې د انستيتوت رئيس، زلمې توريال هم وويل، د کندهار زياتره کورنۍ د خپلو کورنيو ښځينه غړو ته د زده کړو د دوام اجازه نه ورکوي. توريال وويل، پر فرهنگي دودونو سربېره د امنيت له امله ډېری کورنۍ خپلې نجونې د زد کړو دوام ته نه پريږدي. بل لامل يې دا دی چې زياتره ځوانې نجونې تر واده وروسته خپلې زده کړې پريږدي.

هغه وويل، په دې انستيتوت کې ١٣٤٦ زده کوونکي زده کړه کوي. د هغوی په ډله کې يوازې ٣٢١ تنه نجونې دي.

هغه وويل: «که چېرته د زده کوونکو شمېر ته وگوري، نو د ښوونو د روزنې په انستيوت کې به د ښځينه زده کوونکو ټيټه درجه درته څرگنده شي. موږ هغوی ته ځانگړې اسانتياوې هم چمتو کړې، خو له هغې سره سره کورنۍ دې ته چمتو نه دي چې خپلې نجونې علمي مؤسساتو ته واستوي.»

ديني عالم، عبدالباري مدني وويل، داسې کوم ديني لامل نشته چې نجونې او ځوانې ښځې دې حپلو زده کړو ته دوام نه ورکوي. 

هغه وويل: «د اسلام دين خپلو پيروانو ته لارښوونه کوي چې زده کړه وکړي. که چېرته حجاب مراعات شي، اسلام هيڅکله د زده کړې مخه نه نيسي.»

د مدني ټولنې يوه فعال، عبدالعزيز اکرمي وويل، يو حقيقت دا دی چې د ښوونځيو برعکس په لوړو زده کړو کې نجونې او هلکان يوځای لوست لولي.

هغه وويل: «يو لامل چې د کندهار زياتره کورنۍ نه غواړي خپلې لوڼې پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې مرکزونو ته وليږي، دا دی چې هلکان او نجونې يوځای لوست لولي. که د نجونو او هلکانو ټولگي جلا شي، نو کېدای شي دا موضوع هواره شي.»

توريال له دې خبرې سره موافق و چې کیدای شي دا کار زياتې ښځې زده کړو ته وهڅوي. هغه وويل، د خپل انستيتوت ښځينه استادانې هڅوي چې زيات درسي ساعتونه واخلي.

هغه وويل: «موږ دا هڅه هم کړې چې خپلو ښځينه استادانو ته په ډېرو ټولگيو کې درسي ساعتونه  ورکړو، ترڅو وکړای شو ښځينه برلاسی چاپېريال رامنځته کړو.»

د کندها رد ښځو د چارو رئيسې، رقيې اڅکزۍ وويل، د ولايت په کچه يې غونډې جوړې کړي چې کورنۍ وهڅوز خپلو لوڼو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

هغې وويل: «موږ د دې موضوع په اړه له نجونو او د هغوی له کورنيو سره خبرې کړي او پر دې مو پوهې کړي چې د ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره پکار دي نجونې لوړې زده کړې وکړي. نجونې هم علمي او اکاډميکو زده کړو ته اړتيا لري.»

Frontline Updates
Support local journalists