Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان مېرمنې له مخ په زياتېدونکو گواښونو سره لاس او گرېوان دي

.د تښتونو او وژنو لړۍ په ٢٠١٤ کال کې د ناتو له وتلو وروسته خطر انځوروي
By Mina Habib

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه

شنونکي وايي پر يو شمېر افغان لوړ پوړو مېرمنو د بريدونو لړۍ دا ډار رامنځته کړی چې د ښځو د حقونو په ډگر کې به محدوده لاسته راوړنه په راتلونکي کال کې د ناتو له وتلو وروسته بېرته تالا ترغۍ شي.

په افغان پارلمان کې د سويلي ولايت، کندهار استازې، فريبا احمدي کاکړ، د سپتمبر په اتمه د طالبانو له خوا د ياغيانو د يو شمېر غړو او د هغوی د خپلوانو په بدل کې خوشې شوه.

کاکړ د اگست پر ١٥ د کابل - کندهار په لويه لاره د تگ پر مهال د غزني ښار ته نژدې د هغې له درېو زامنو او موټر چلوونکي سره يوځای وتښتول شوه. دا لومړی ځل دی چې د ياغيانو له خوا د پارلمان يو يوه ښځمنه غړې تښتول کيږي. 

طالبان پر خپلو کړنو پښېمان نه وو. وياند، ذبيح الله مجاهد وويل، شپږ تنه نارينه او څلور ښځې د کاکړ په بدل کې خوشې شول. هغه د دې خبرې پخلی وکړ چې د ښځو تښتول د افغان دود مخالف کار دی، خو ويې ويل، ياغيانو ته بله لاره نه وه پاتې، که هغوی دا کار بيا وکړ، دوی به يې هم وکړي.

هغه وويل: "موږ دا منو چې دا عمل ... له افغاني کلتور او دودونو سره مخالفت لري، خو موږ مجبور يو دا کار وکړو، ځکه بله چاره نه لرو. موږ د خپلو بنديانو په راخوشې کولو کې ډېرې هلې ځلې وکړې، خو نتيجه يې ورنه کړه. هغوی بېگناه وو. ځينې  يېخو ترلسوکلونو  په بندمحکومې شوې وې ."

د لوړ پوړو مېرمنو په وړاندې په بل بريد کې د جولای په څلورمه د هلمند ولايت د تر ټولو لوړپوړې پوليسې، اسلام بي بي وژنه راځي،  چې په ولايتي مرکز، لښکرگاه کې له کور څخه دفتر ته په لاره ويشتل شوه.  

د اگست د مياشتې په اوومه وسله والو د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کې د مشرانو جرگې يوې غړې، روح گل خيرزاد ته مورچل نيولی و، د هغې اته کلنه لور او موټر چلوونکی يې ووژل.

څارونکي وايي، سره له دې چې طالبانو ادعا کړې د ښځو د ازادۍ په اړه يې په خپل دريځ کې نرمښت راوستی او اوس وايي د اسلامي شريعت د محدوديتونو په چوکاټ کې د نجونو د لوست او د کار د حق ملاتړ کوي، خو د کاکړ تښتونه دا څرگندوي چې د هغوی په چلن کې کوم رښتينې بدلون نه دی راغلی.

يو شمېر نور وايي چې تښتونه د ياغيانو د فعاليتونو په وړاندې د حکومت بې کفايتي څرگندوي.

د فراه د ولايت سناتوره، بلقيس روشن په دې اند ده چې افغان امنيتي ځواکونو بايد د تښتوونکو پل اخيستی او کاکړ يې راخوشې کړی وای.

هغې وويل: "حکومت له غښتلو امنيتي ځواکونو په موجوديت کې بايد د خلاصون په وړاندې څه شی [خونبها] ورنه کړي؛ ځکه دا کار د حکومت او د هغوی د ځواکونو د کمزوريتوب لامل دی. طالبانو د بنديانو په دې تبادله کې څرگنده کړه چې کولای شي د ښځو د برمته کولو له لارې له حکومت څخه ډېر امتيازونه ترلاسه کړي. کېدای شي هغوی د دې لوبې تر ټولو خطرناکې بڼې ته دوام ورکړي."

د ښځو په حقونو کې په ٢٠٠١ کال د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته د زده کړې او کارکولو په ډگرونو کې د زياتې ونډې اخيستنې له امله ښه والی راغلی دی. له دې سره سره جدي ستونزې پر خپل ځای پاتې دي. د اگست په مياشت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون له خوا د يوه خپاره شوي رپوټ له مخې د مارچ او جولای د مياشتو په اوږدو کې د جنسي تجاوز په گډون پر ښځو باندې له ٢٥٠٠ څخه زيات بريدونه سرته رسېدلي دي. رښتينې او کره شمېره ښايي تر دې هم لوړه وي.   

د افغانستان د ښځو د سرتاسري اتحاديې مشرې، ثريا پرليکا وويل: "د نړيوالې ټولنې په ملاتړ يو محدود شمېر ښځو يو څه نسبې آزادي او برياوې تر لاسه کړي دي. دا برياوې ډېرې لږې او کم ارزښته دي. موږ ډاډمن يو چې آن د نړيوالې ټولنې په موجوديت کې به دا برياوې په اوبو لاهو شي."

د اکسام خيريه موسسې وروستي رپوټ د ښځينه پوليسو د شمېر د کموالي (د هېواد د ١٥٧ زره پوليسو په ليکه کې يوازې يوه سلنه هغه ښځينه دي) په اړه گوته څنډلې چې ودې کړای شي "د ناموسي وژنو"او کورني تاوتريخوالي په وړاندې په مناسبه توگه مبارزه وکړي.

سربېره پر دې په رپوټ کې راغلي،  د پوليسو ښځينه افسرانې د خپلو همکارانو او ټولنو دواړو له لوري له ناوړه چلن سره مخامخ کيږي. 

په افغانستان کې د اکسفام د پاليسۍ او مدافعې سلاکارې، اليزابت کامرون وويل: "افغان ښځينه پوليسې د خپلو ټولنو د خدمت په لاره کې خپل ژوند له  خطر سره مخامخ کوي."

دا ادعاگانې د کورنيو چارو د وزارت له خوا رد شوې، ويي ويل، د زيات شمېر ښځو د گومارلو په برخه کې پراخه پانگونه کيږي. 

فعالان وايي، مجرمينو ته سزا نه ورکول کيږي. دا کار د معافيت د فضا د رامنځته کېدو لامل کيږي او په پايله کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زياتيږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون غړې، حوا علم نورستانۍ وايي، حکومت د [بشري] حقونو سرغړوونکو ته د سزا په نه ورکولو کې پاتې راغلی دی. هغه ادعا کوي چې د طالبانو د واکمنۍ په پرتله اوس وضعه خرابه شوې؛ ځکه لږ تر لږه په دغه موده کې ښځې له فزيکي پلوه خوندي وې.   

هغې وويل: "د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې هيچا پر ښځو باندې بريد ته زړه نشو ښه کولای، آن که په نيمه شپه کې به له کورونو وتلې، خو اوس د لسگونو زرو امنيتي ځواکونو په موجوديت کې ښځې د کابل ښار دننه خوندي نه دي. هغوی تښتول کيږي، وژل کيږي، ځورول کيږي، په داسې حال کې چې مجرمان ازاد گرځي."

د کابل ښار اوسيدونکې، پنځوس کلنې ذکيې وويل، اوسنۍ وضعه د ١٩٩٢ –١٩٩٦ کلونو وضعې ته پاتې کيږي، چې په زغرده له ښځو سره ناوړه چلن کېده. 

هغې وويل: "زه يوه ديارلس کلنه لور لرم. هره ورځ تر هغه پورې ورته اندېښمنه يم ترڅو له ښوونځي څخه کور ته راستنه شي. هره شېبه فکر کوم چې څوک به يې وتښتوي. دا راز آزادي ښځو ته څه مفهوم لري؟"

پرليکا وويل، په داسې حال کې چې هغه له ښځو سره د طالبانو د چلن غندنه کوي، دا هم مهمه ده، ووايو چې د حکومت يو شمېر مهمې څېرې هم گرمې او ملامته دي.

پرليکا وويل: "په حکومت او پارلمان کې يو شمېر داسې افراد شته چې پخپله يې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی کړی او يا يې د هغه خلکو ملاتړ کړی چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی کوي."

هغې يادونه وکړه، د افغانستان پارلمان د کال په سر کې د داسې يوه قانون په تصويب کې پاتې راغی چې د ښځو په وړاندې سرغړونې يې له منځه وړې. دا قانون، چې د ښځو په وړاندې تېريو کې يو شمېر اعمال طبقه بندي کوي او د هغوی په وړاندې سزا گانې ټاکي، په ٢٠٠٩ کال کې د ولسشمر د فرمان له مخې نافذ شو، خو فعالانو هيله درلوده، که دا قانون پارلمان تصويب کړي، نو ډېر قانونيت به پيدا کړي. 

نوموړی قانون د می په مياشت کې يوازې له پنځلس دقيقو بحث وروسته رد شو چې د پارلمان محافظه کارانو له اسلامي قوانينو سره د هغه د مخالفت ادعا وکړه.       

د مدني ټولنې، د بشري حقونو د ډلو او نړيوالې ټولنې له غندنو سره سره د نوموړي قانون د تصويب په اړه هڅو کوم ځای ونه نيو.

مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوې خبرياله ده.