افغان مېرمنې د سپورټ په لاره کې مبارزه کوي

ښځې لېوالې دي له محافظه کاره دودونو سره منگولې ولگوي او خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

افغان مېرمنې د سپورټ په لاره کې مبارزه کوي

ښځې لېوالې دي له محافظه کاره دودونو سره منگولې ولگوي او خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

جميله له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په پلخمري کې د بي بي صبري د سپورټ کلب ته په منظم ډول ورځي. 

نوموړې پنځه څلوېښت کلنې مېرمنې وويل، تمرين يوازنی کار وو چې وکولای شو د ملا سخت درد يې کرار کړي. په تېرو درېو کلونو کې هغه د ملا د درملنې لپاره څو، څو ځلې بهر ته تللې ده. 

هغې وويل: «سپورټ بېرته روغه کړې يم، بېرته يې ژوند راکړی. سره له دې چې کله ناکله مې بد طبيعته او ناپوهه خلک زوروي، خو سترگې پرې پټوم او خپل کار ته دوام ورکوم.»

د سپورټ په ډگرونو کې د افغان ښځينه وو گډون په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط راورسته زيات شوی دی. د سپورټ د مينه والې اماتورې، جمېلې په څېر د افغانستان ښځينه لوبغاړو په دې وروستيو کلونو کې له سيمې او نړيوالو لوبو څخه هېواد ته بې شمېره مډالونه راوړي دي. 

يوازې په يو څو ولايتي مرکزونو کې د سپورټ وړ او مناسب تاسيسات موجود دي. داسې بريښي چې محافظه کاره دودونه د ښځو مورال او بدني روغتيا ته زيان اړوي.

جميلې وويل، د بغلان چارواکي او په هېواد کې د سپورټي فعاليتونو د پرمخ وړلو اداره، د افغان المپيک کمېټه دواړه بايد د خونديتوب او د گډون کوونکو مېرمنو د لاسرسي په اړه لاس په کار شي.

هغې وويل: «زيات شمېر مېرمنې له سپورټ سره مينه لري، خو د تاسيساتو د نشتوالي له امله ورته زړه نشي ښه کولای.»

د بغلان ولايت د المپيک د کمېټې د مرستيال، محمد عثمان شېرزي د وينا له مخې دغه ولايت په پرتليز ډول ښې سرچينې لري. نوموړي وويل، د نارينه او ښځينه وو دېرش فدراسيونونه په دې ولايت کې ثبت دي.   

نوموړي په دوام وويل: «موږ د المپيک په کمېټه کې ډېرې ښې ښځينه لوبغاړې لرو. هغوی د نورو ولايتونو د ځغاستې، واليبال او باسکيټبال له ډلو سره په سياليو کې گډون کوي او ښې ځلېدلې دي.»

ښځينه ځغاسته کوونکې لوبغاړې د قهوه خانې د باغ په څېر د سپورټ له شخصي مېدانونو څخه گټه اخلي، چې د عامو خلکو له سترگو څخه پټ ځایونه دي. 

د هغې تر څنگ دلته د بي بي صبري په نامه يو کلب موجود دی. دا کلب د ښځو د چارو د رياست تر څارنې لاندې يو کال دمخه جوړ شوی او سپورټي وسايل ورته د آغا خان بنسټ چمتو کړي دي. دمگړۍ په نوموړي کلب کې ٤٠ مېرمنې غړيتوب لري او هره يوه يې د مياشتې لس ډالره فيس ورکوي. 

شېرزي وويل، په ښځو کې له سپورټ سره مينه ورځ په ورځ زياتيږي، خو دا مني چې محافظه کار دودونه د هغوی په وړاندې يوه ستره ستونزه ده.

نوموړي په دوام وويل: «سره له دې چې يو شمېر ناخوښه دودونه او فرهنگي عقېدې شته، چې د ښځو سپورټ له بل هر څه زيات شاته غورځوي، خو ښځې بايد مبارزه وکړي او خپل ځانته لاره هواره کړي.»

لينا رهنورد په بغلان ولايت کې د اغاخان بنسټ د ښځو  چارومسولې وويل، د بريدونو له ډاره زياتره ښځې سپورټ ته زړه نه ښه کوي.

هغې وويل: «کورنۍ د ناامنۍ له امله اندېښمنې دي. له دې امله د خپلوکورنيو ښځينه غړو ته په سپورټي فعاليتونو کې د گډون اجازه نه ورکوي.»

د بغلان د پوليسو د قوماندانۍ د مطبوعاتو مشر، ذبيح الله شجاع دا اندېښنې رد کړې.

هغه وويل: «موږ د پلخمري ښار دننه امنيتي ستونزې نه لرو. د ښځو د چارو رياست، د څارنوالۍ اداره، ولايتي شورا او د والي دفتر د بي بي صبري باغ ته څېرمه پراته دي. په دې سيمو کې امنيت خوندي دی او ښځې ښايي دلته د امنيت اندېښنه ونه لري. هغوی بايد په پوره ډاډ خپلو سپورټي فعاليتونو ته دوام ورکړي.»

شجاع زياته کړه، په پام کې ده چې امنيتي پوځونه د ښځينه سپورټ د تاسیساتو شاوخوا د يو بل امنيتي کمربند د رامنځته کولو په موخه د تلاشۍ پوستې جوړې کړي.

د ښځينه لوبغاړو د روغتيايي خطرونو په اړوند يوه طبي ماهره وايي، هغه يوازې د زړو ښځو کېسې دي.

په بغلان ولايت کې د ښځينه ناروغيو ډاکټرې، مرضيې نوري وويل: «سپورټ ښځو ته هيڅ زيان نه رسوي، برعکس ورته گټورهم  دی. ښځې روغې ساتي. آن د وزن کمول زيانمن نه دي. اميدواره مېرمنو ته خپل ځانگړی سپورټ پکار دی.» 

نوري وويل، کورنۍ بايد په پوره ډاډ د کورنيو ښځينه غړو ته د هغوی د روغتيا په خاطر اجازه ورکړي. نوموړې سپارښتنه وکړه، که چېرته ښځې له کوره نشي وتلای بايد په کور کې د ورځې يو ساعت سپورټ وکړي.

په سپورټ کې د ښځو د گډون په اړه رسنيو مهمه ونډه اخيستې ده.

د بي بي صبري د کلب سپورټ کوونکې، ٢٥ کلنې حبيبي نجيبې وويل: «کله چې مې د تلويزيون پر مخ د افغان د سپورټ کوونکو مېرمنو برياوې ننداره کړې، د وياړ احساس مې وکړ، ځکه زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې دا منفي چلن برلاسی دی چې ښځې کوم کار نشي کولای. خو په دې ورځو کې ښځو څرگنده کړه چې په ټولو برخو کې ونډه اخيستلای شي.»

نجيبه هره ورځ يو ساعت سپورټ کوي نوموړې وویل : «له ځان سره مې وويل، که د خپلو اتلانو په څېر بريا تر لاسه نه کړم، لږ تر لږه خو به خپله روغتيا وساتلای شم.» نوموړې زياته کړه: «سپورټ له فزيکې گټو برسیره  د انسان ذهن هم غښتلی کوي او خلکو ته زغم بښي.»

داسې ښکاري چې عمومي نظر د بدلېدو په حال کې دی.

د پلخمري اوسيدونکي، احمد رشاد سخي وويل: «سپورټ د ښځو حق دی. هيڅوک حق نه لري چې د هغوی د فعاليت مخه ونيسي. څوک چې مخالفت کوي، په حقيقت کې د اسلام او د ښځو د مدني حقونو په اړه پوهه نه لري.»

نوموړي په دوام وويل، ښځو ته هم پکار ده چې اخلاقي معيارونه په پام کې ونيسي.

هغه وويل: « ښځې بايد په پام کې ونيسي چې يو شمېر خلک په سپورټ کې د هغوی گډون نه خوښوي او مخه يې نيسي نودوی باید مخالفانو ته کومه پلمه په لاس ورنه کړي.»

د غالۍ پلورونکي، شپېته کلن آغاگل په څېر د پلخمري د يو شمېر اوسيدونکو لپاره داسې کومه دليل نشته چې د ښځو سپورټ دې د منلو وړ کړي. 

هغه وويل: «زه له سره د ښځو له سپورټ سره موافق نه يم. لومړی، امنيت نشته. دويم، ښځې، کله چې له دروازې ووځي، د سلگونو کوڅه ډبو خلکو له ځورونې سره مخ کيږي. درېم، دا د کفارو يوه هڅه ده چې غواړي خلک له لارې واړوي او لويديځ فرهنگ پر مسلمانانو وتپي. ښه به دا وي چې ښځې خپل اولادونه وروزي، د خپلو مېړونو خدمت وکړي او د سپورټ پر ځای لمونځ وکړي.

Frontline Updates
Support local journalists