افغان مېرمنې د تاوتريخوالي په وړاندې خپل غږ پورته کوي

آن ويل شوي چې جنسيتي تعصب په بېلابېلو بڼو راڅرگنديږي.

افغان مېرمنې د تاوتريخوالي په وړاندې خپل غږ پورته کوي

آن ويل شوي چې جنسيتي تعصب په بېلابېلو بڼو راڅرگنديږي.

په سمنگان ولايت کې د آی ډبليو پي آر په يوې وروستۍ مناظرې کې واورېدل شول چې اداري فساد، بې روزگاري او بېوزلي ټول په گډه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل دي.

شاوخوا سلو تنو ښځو او نجونو د ويناوالو خبرې واورېدې چې ويل يي، پکار دي د جنسيتي تعصب له ټولو بڼو سره مبارزه وشي، نه يوازې له فزيکي تاوتريخوالي سره.

د سمنگان پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، صبغت الله وويل: «د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی کال په کال زياتيږي... دا د اندېښنې خبره ده.»

د شکېبا محمدزۍ په نامه يوې ځايي کسبگرې وويل، بېوزلي د هغې يو ستر لامل دی.

هغې وويل، ښځو ته د کار کولو د زمينو د موندلو په موخه هلې ځلې کوي، په دې اند چې که اقتصادي حالت يې ښه شي، نو کورنی تاوتريخوالی به له منځه لاړ شي.

هغې وويل: «د بېلگې په توگه، موږ له ښځو سره د لاسي صنايعو په برخه کې کار وکړ، پايله يې ډېره ښه وه.»

په غونډه کې په دې اړه هم خبرې وشوې چې زده کړې ته نه لاسرسی څنگه ښځې شاته پاتې کوي.

د مناظرې يوې گډون کوونکې، ليلما وويل: «ښځې ښوونځنو ته نشي تلای، ښځې په پوهنتونو کې نشي شامليدای. ما په دې ولايت کې په يوې غونډې کې گډون کړی و، چې د سمنگانو ولايت د پوهنې د رياست مرستيال وويل، تر هغه چې د نجونو لپاره يو جلا پوهنتون پرانيستل کيږي، بايد زده کړه و نه کړي. دا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي يوه بېلگه ده.»

د ښځو د حقونو فعالې، ضياگل نا صري يادونه وکړه، له فساد سره مل جنسيتي تعصب په سيمه ييز حکومت کې مخ په زياتېدو دی. 

هغې وويل، د سمنگانو زياتره ادارې د نارينه گانو په واک کې دي. يوازې د گوتو په شمېر يو څو ښځې دندې لري. 

هغې وويل: «په دې ادارو کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه نشته. کله چې تحصيل لرونکي مېرمنې د کار لپاره غوښتنليکونه وړاندې کوي، دنده ورته نه ورکول کيږي. د ښځو د چارو رياست او د دې ولايت چارواکي په دولتي ادارو کې د ښځو له کار سره مينه نه لري.»

چارواکي دا ادعاگاني نه مني، وايي په سيمه ييزه اداره کې يوازې څو تنو ښځو د دندو لپاره غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

د سمنگانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، فتح الله وويل: «کله چې پخپله ښځې مبارزه ونه کړي، بل څوک به يې حقونه ورنه کړي.»

د مناظرې يوې گډون کوونکې، فرشتې، فتح الله ته وويل، څو څو ځلې يې حکومتي دندې ته غوښتنليک وړاندې کړی، خو بريالۍ شوې نه ده.

هغې وويل: «زه پخپله څو څو ځلې حکومتي ادارو ته ورغلې يم، خو پر دندې نه يم گومارل شوې. دا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي بله بڼه ده.»

د ښځو د چارو رئيسې، خدېجې حسني وويل، په سيمه ييزې ادارې کې د ښځو نه استازيتوب لامل پر افغاني ټولنې د نارينه گانو برلاسی دی. دا ستونزه يوازې په سمنگانو کې نه ده.

حسني د بشري حقونو په اړه د معلوماتو په پراخولو کې د رسنيو د ونډې ستاينه وکړه. اوس زيات شمېر ښځې خپل شکايتونه په ادارو کې ثبتوي.  

حسني وويل: «له دې ولايت څخه سږکال څه دپاسه ٢٠٠ شکايتونه رارسېدلي، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زياتوالي ښيي.»

هغې وويل، دا شمېرې د خپلو حقونو په اړه د ښځو د معلوماتو د کچې زياتوالی په گوته کوي. د کورني تاوتريخوالي قربانيان په فعال ډول د خپلو ځانونو په وړاندې د جرمونو په اړه خبر ورکوي.

Frontline Updates
Support local journalists