افغان مېرمنو ته لا تر اوسه پام نه کيږي

پکتیا وال وايي، چې د کورنۍ نارينه غړي د پرېکړو نيول د ځان حق بولي.

افغان مېرمنو ته لا تر اوسه پام نه کيږي

پکتیا وال وايي، چې د کورنۍ نارينه غړي د پرېکړو نيول د ځان حق بولي.

په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې ښځې لا تر اوسه د خپل ژوند په اړه د بنسټيزو تصميمونو له نيولو څخه بې برخې دي. 

د زده کړې د ټيټې کچې او محافظه کاره دودونو له امله نارينه او ښځې دواړه له خپلو اساسي حقونو څخه ناخبره دي. زیاتره مرکه شویوو وويل، په کورنيو کې دننه د خپل راتلونکي انتخاب او يا ورته د گران شخص په گډون د تصميم نيولو پر مهال له پامه غورځيږي. 

د پاخه عمر لرونکې  گلدانې وويل، په پنځوس کلن گډ ژوند کې يې مېړه هيڅکله ورسره سلا مشوره نه ده کړې.  

هغې وويل: «مېړه مې د لور د ورکول پر مهال راڅخه د دې سترې موضوع په اړه هيڅ پوښتنه ونه کړه، ځکه زما مېړه ليک لوست نه دی کړی او پر دې نه پوهيږي چې ښځه، لور او نور اولادونه ورباندې څه حقونه لري.»

د ذکيې په نامه يوې بلې ښځې وويل، ورته ويل شوي وو چې ښځې د زده کړې او آن له کوره د وتلو حق نه لري. هغې ته خپلې کورنۍ اجازه ور نه کړه چې له اووم ټولگي پوره زده کړې سرته ورسوي. 

نوموړې وويل: «زما په څېر داسې ډېرې نورې نجونې شته چې د زده کړې اجازه ورته نه ده ورکړل شوې. [د هغوی د ژوند د تصميم په اړه ورسره سلا مشوره] خو له پوښتنې وتلې خبره ده.»

د مناظرې گډون کوونکې، پلوشې وويل، که چېرته د جنسيت د برابرۍ په وړاندې د مبارزې خبره وي، پکار ده چې ښځې سمه زده کړه وکړې. 

هغې وويل: «ما واده کړی، خو نه پوهيږم چې زه څه حقونه لرم او مېړه مې څه حقونه لري. که پر دې پوهه نشم، نو د نورو خلکو پر حقونو به څه پوهه شم. که پوهه مې تر دې کچې وي، نو څوک به له ماسره په کورنيو موضوعگانو کې سلا مشوره وکړي؟»

د مدني ټولنې فعالې، مزدلفې منگل وويل، د هغې خپلې کورنۍ په پرېکړو کې نه ده شريکه کړې. 

هغې په دوام وويل، حکومت د چار چلن په بدلون کې بيخې پاتې راغلی دی. مزدلفې د ښوونې او روزنې پر دولتي پروگرامونو او ديني عالمانو غږ وکړ، خپلو پلويانو ته ووايي چې اسلام هم د ښځو د حقونو درناوی کړی دی.   

د ښځو د چارو ولايتي رئيسې، نسرين اورياخېل ومنله چې له ښځو سره، په تېره بيا په لرې پرتو سيمو کې لا تراوسه په کورنيو موضوعگانو کې سلا مشوره نه کيږي، خو زياته يې کړه چې وضع تر پخوا ډېره ښه شوې ده.   

اوريا خېل وويل، د ښځو د چارو رياست د عامه معلوماتو د زياتولو څو پروگرامونه پلي کړي دي.

د غونډې برخوال، د پکتيا ولايت د سيد کرم د ولسوالۍ اوسيدونکي، محمدالله وويل، چار چلن ورو، ورو بدليږي. «زموږ په ټولنه کې يوه مشهوره وينا ده، هغه څوک چې د خپلو ښځو خبرو ته غوږ ږدي، ښه ورځ نه گوري.»

Frontline Updates
Support local journalists