افغان مدني ټولنې ډلې له سختو ننگونو سره مخامخ دي

د ناحکومتي موسسو له فعاليتونو ناخبري دا معنا لري چې هغوی بايد د خپلو دندو او کارونو په اړه خلکو ته څرگند پيغام ولېږدوي.

افغان مدني ټولنې ډلې له سختو ننگونو سره مخامخ دي

د ناحکومتي موسسو له فعاليتونو ناخبري دا معنا لري چې هغوی بايد د خپلو دندو او کارونو په اړه خلکو ته څرگند پيغام ولېږدوي.

Monday, 12 January, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د مدني ټولنې فعالانو د آی ډبليو پي آر د مناظرو په لړۍ کې د افغانستان په شمال او مرکزي برخو کې د وينا پر مهال له خلکو وغوښتل چې د بشري حقونو په مبارزه کې ورگډ شي.

د تخار، جوزجان او دايکندي په ولايتونو کې په جوړو شوو غونډو کې ويناوالو وويل، د هغوی غږ د خلکو له عمومي ملاتړ پرته اغېزمن کېدای نشي.

په جوزجان کې د باختر خبري آژانس خبريال، عبدالمنان فروز يادونه وکړه، افغانان، په تېره بيا هغه چې په لرو پرتو سيمو کې اوسيږي، د مدني ټولنې د ډلو د کار او فعاليت په اړه هيڅ معلومات نه لري.     

هغه وويل: «خلکو ته بايد د مدني ټولنې او په دموکراسۍ کې د هغوی د رول په اړه د رسنيو، جوماتونو او قومي مشرانو له لارې معلومات ورکړای شي.»

دا خبره د تخار د مناظرې د گډون گډون کوونکې، خاټول له خوا غبرگه شوه، ويل يې هغه تر اوسه نه پوهيږي چې د مدني ټولنې ډلې څه شی کوي.

د تخار [د مدني ټولنې] فعال، سيد منير احمد هدف وويل، د "مدني ټولنې" اصطلاح پر هر هغه چا پلې کيږي چې د ټولنې له خوا په رامنځته شوي نوښت کې ونډه اخلي.

د ټولو مناظرو ويناوالو په يوه خوله ويل چې د مدني ټولنې موسسو خلکو ته د هغوی د حقونو په ورپېژندلو کې يې مهمه دنده سرته رسولې ده. 

په جوزجان کې يوه مدنی فعال، بکتاش مولوي زاده وويل، ناحکومتي موسسې بايد زيار وباسي چې د بنسټيزو ازاديو او همدارنگه د ښې حکومتوالۍ په اړه د خلکو معلومات لوړ کړي.

هغه وويل: «د مدني ټولنې فعالان بايد تر هر چا دمخه د بشري حقونو او مدني موضوعگانو په اړه خلکو ته معلومات چمتو کړي.»

په شبرغان کې د ښځو د خوندي خونو مشرې، حميرا قاضي زاده ټينگار وکړ چې ناحکومتي موسسو خپل کارونه سرته نه دي رسولي.

هغې زياته کړه: «چېرته چې تاوتريخوالی وجود ولري، هلته بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي. [دا سرغړونه] اوس هم تر ډېره بريده زموږ په هېواد کې روانه ده.»

د تخار په مناظره کې ويناوالو په دې ټکي سره موافق و او ويل يې، ناحکومتي موسسو ته پکار دي چې له رسنيو سره د بې عدالتۍ او ظلم د برسېره کولو لپاره په گډه کار وکړي.

د عتيق الله ساحل په نامه يوه مدنی فعال د سرغړونې د يوې زړه بوږنوونکې پېښې يادونه وکړه چې ځايي مبارزه کوونکو هواره کړه.  

هغه وويل: «څه وخت دمخه يوه نجلۍ د سپې په وړاندې بدله شوه. موږ وکړای شول په رسنيو کې د پېښې د خپرولو له لارې نوموړې نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړو.»

د مرکزي افغانستان په دايکندي ولايت کې پر مدني ټولنې يو څه نيوکې وشوې. د سيمې حکومتي کارکوونکو شکايت وکړ چې د جدي موضوعگانو د هوارولو وس نه لري.

د اطلاعاتو او فرهنگ د رياست استازي، سيد عوض علي کاظمي وويل، هغوی ته پته ده چې په دايکندي کې څه ناڅه سل ناحکومتي موسسې وجود لري. هغوی نشي کولای، څرنگه چې لازمه ده خپله دنده په سم ډول سرته ورسوي.

هغه وويل: «دا موسسې له بسپنه کوونکو هېوادونو څخه ډېرې پېسې تر لاسه کوي، خو هغه کار نه کوي، چې بايد ويې کړي.»

Afghanistan
NGOs
Frontline Updates
Support local journalists