افغان خپروونکو د خبري تصويرونو په اړه گوته وڅنډله

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې ويناوالو د تاوتريخوالي د رپوټونو په اړه د پوره حساسيت غوښتنه وکړه.

افغان خپروونکو د خبري تصويرونو په اړه گوته وڅنډله

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې ويناوالو د تاوتريخوالي د رپوټونو په اړه د پوره حساسيت غوښتنه وکړه.

Wednesday, 18 March, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د باميانو، کندوز اوغور په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د گډونوالو د وينا له مخې افغاني رسنيو ته په کار ده چې کله د روان  تاوتريخوالي په اړه رپوټ ورکوي، د زيات مسؤوليت احساس وکړي.

د مناظرو ويناوالو په دې اړه خبرې وکړې چې د گرافيکي تصويرونو خپرول د ليدونکو، په تېره بيا د ځوانانو د ځورېدو لامل کيږي او په دې اړه يې د رسنيزو اخلاقو د پراخې خبرتيا غوښتنه وکړه.  

په باميانو کې د غونډې يوه گډون کوونکي وپوښتل، رسنۍ څنگه کولای شي د خپلو حساسو موضوعگانو، لکه جنسي سرغړونو او وژنو خبري تصويرونه په سم ډول جوړ کړي. 

د باميانو پوهنتون د رياست مرستيال، محمد امين جويا وويل، د ژورنالستانو ټولنو ته په کار ده رپوټ ورکوونکو ته اخلاقي اصول چمتو کړي، ترڅو د دغه راز خبرونو د خپرولو پرمهال يې پلي کړي.

د گډون کوونکو يو بل غړي وپوښتل تصويري خبرونه په هېواد کې د تاوتريخوالي پر کچې باندې څومره اغېز کوي.  

د باميانو ولايت لپاره د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کميسون مشر، روح الله فروغ وويل، د پېښو په مخنيوي کې رسنۍ ډېر مهم رول لوبوي.

هغه وويل: «ژورنالستانو ته په کار دي چې خپله ټولنه وپېژني او د ليدونکو او لوستونکو په اړه يې ډېره پوهه ولري.»

په کندوز ولايت کې د روشنگر اوونيزې مشر، نجيم رحيم له دې خبرې سره موافق دی چې رسنۍ د عادي خلکو پر ژوندانه ستر اغېز لري. نوموړي خپگان څرگند کړ چې رسنۍ نه ده توانيدلي د جنسيت د سرغړونو په وړاندې اندېښنو ته غبرگون وښيي. د کندوز ولايت د علي آباد ولسوالۍ د پوهنې مدير، يوسف عرفان له رسنيو وغوښتل تر هغه دغه موضوع په فعال ډول تعقيب کړي چې عدالت سر ته نه وي رسېدلی.  

په کندز ولایت کی د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون استازی، شفيقې سپر وويل، زياتره افغاني رسنۍ د جگړې، بمي چاودنو او ځانمرگي بريدونو خبري تصويرونه خپروي. هغې وويل، ځينې رسنۍ تر دې کچې بې رحمه دي چې په لاسي ډول د جگړې اور ته پکی وهي، خو د سرغړوونکو رسنيو نومونه يې وانخيستل.

هغې وويل: «په تلويزيونونو کې د مړو د جسدونو، د وژنو د صحنو او د بدن د غړو ښودل د ليدونکو، په تېره بيا د ماشومانو پر شعور منفي اغېز کوي. رسنيو ته په کار دي چې په اړه يې مسؤولانه کار وکړي.»

په غور ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون استازې، ذاکرې مقدم په ورته ډول د هغه اغېز په اړه يادونه وکړه چې د تاوتريخوالي په اړه خبري تصويرونه يې د ځوانانو پر مغزو پريږدي. مقدم وويل، رسنۍ هره ورځ، له دې پرته چې پر ماشومانو د هغې د اغېز په اړه سوچ وکړي، په مفصل ډول د بمي چاودنو په اړه خبري تصويرونه خپروي.   

نوموړې په پای کې وويل: «رسنيو ته په کار ده چې د خبرونو د خپرولو لاره بدله کړي.»

د غور ولايت د آگاه مياشتنۍ مسؤول چلوونکي، نصير احمد اژند وويل، شډلو بازاري تلويزيوني ډرامو هم پر ټولنې منفي اغيز پريښی دی. 

اژند زياته کړه، رسنۍ پياوړې دي، خو غوره مديريت ته اړتيا لري. 

د غور ولايت د بشري حقونو د شبکې مشر، محمد وزير نوراني له افغان ژورناليزم او د هغې له بريا څخه په دفاع خبرې وکړې.

نوموړي وويل: «موږ په هېواد کې يو شمېر ښې رسنۍ لرو او دا به عادلانه نه وي چې د هغوی پر ونډې سترگې پټې شي.»

بيا هم هغه له دې سره يوه خوله و چې د مړو او ويجاړيو د تصويرونو له خپرولو څخه دې ډډه وشي.  

 

Frontline Updates
Support local journalists