افغان خبریاله د ښځو د هيلو دفاع کوي

د ننګرهار د رادیو تلویزیون ژورنالسته، څانګه جبارخیل د تعصب په وړاندې د خپلې مبارزې په اړه خبرې کوي.

افغان خبریاله د ښځو د هيلو دفاع کوي

د ننګرهار د رادیو تلویزیون ژورنالسته، څانګه جبارخیل د تعصب په وړاندې د خپلې مبارزې په اړه خبرې کوي.

Sanga Jabarkhil, a TV reporter in Nangarhar. (Photo:Hijratullah Ekhtyar)
Sanga Jabarkhil, a TV reporter in Nangarhar. (Photo:Hijratullah Ekhtyar)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبریال، هجرت الله اختیا رلیکنه
هغه مهال چې د څانګې جبارخېل خپلوانو له سيمه ييزې رادیو څخه د هغې غږ واورېد، نو زیات خپه شول او تر يو کال پورې يې کورنی ژوند پرې تریخ کړ. 
جبارخېل هغه مهال له ژورنالیزم سره مینه پیدا کړه چې د بي بي سي او امریکا غږ رادیوي پروګرامونه به يې اورېدل. دغه وخت هغه د ننګرهار ولايت د يوه ښوونځي زده کوونکې وه.
هغې په پنځلس کلنۍ کې په ننګرهار کې د افغانستان په ملي راديو تلویزیون کې په کار پیل وکړ او د ښوونځي له زده کړو سره يوځای يې دا کار پر مخ وړه. هغې خپلې کورنۍ ته ويل چې په رادیوي يا تلویزیونی خپرونو کې کار نه کوي، بلکې په يوې مجلې کې کار کوي.
کله چې د « جبري ودونو » په اړه د هغې لومړی رپوټ د هوا له لارې خپور شو، کورنۍ يې د ویاړ پر ځای غمګینه شوه.
جبارخېل وويل: «کله چې مې خپلوانو له راديو څخه زما غږ واورېد، ټولو راسره خبرې بس کړې. زه به په کوټه کې ځانته ناسته وم. دې کار يو کال دوام وکړ.»
د هغې کورنۍ په دې باور وه چې هغه له نارینه همکارانو سره یوځای کار کوي او دا کار ورته د منلو وړ نه و.
د زیات شمېر محافظه کارو افغانانو په اند په يوه ځای کې د نارینه او ښځو ګډ کار د ښځو د  اخلاقي کمزوري څرګندوي او په دې توګه د هغې پر راتلونکی واده سيوری غوړوي.  
ډېر وخت ته اړتیا وه چې [څانګه] خپلې کورنۍ ته قناعت ورکړي، سره له دې چې مور يې، نوریې، په پټه د هغې ملاتړ کاوه. خو يو ورور يې د هغې له دندې سره تر پایه خپل مخالفت ته دوام ورکړ. 
هغې وويل: «ورور مې راسره خبرې نه کولې. ماته يې نه کتل او آن نه راسره مخامخ کېده. هغه ماته ويل، کله چې مې له ملګرو سره ناست يم او ته د تلویزیون پر مخ څرګنده شې، هر يو راڅخه پوښتنه کوي، چې دا ستا خور نه ده. زه د شرم احساس کوم. دا د مرګ په څېر دی.»
جبارخيل خپل ورور د خپل کار ځای ته يوړ، ترڅو هغه ته ډاډ ورکړي چې د ننګرهار په ملي رادیو تلویزیون کې ښځې له نارینه ګانو څخه په جلا څانګو کې کار کوي.
اوس جبارخيل د عمر په ۲۱ کلنۍ کې د ننګرهار د ملي رادیو تلویزیون د ښځو د څانګې مشره ده.
جبارخېل وايي، د خپلو رپوټونو له لارې يې د خلکو او چارواکو پام د سلګونو زیانمنو ښځو اندېښنو ته اړولی دی.  
جبارخېل په يوې ژورې دودیزې ټولنې کې د يوې ښځې په توګه د رپوټ ليکلو په اړه خپلې شخصي تجربې په ننګرهار کې د آی ډبلیو پي آر له خوا د يو اوونيز وروستي ورکشاپ په بهیر کې له شاوخوا ۴۰ ښځینه محصلینو سره شریکې کړي. 
له هغې سره په دې ورکشاپ کې له کابل څخه د آی ډبلیو پي آر له خوا روزل شوې خبریاله، مینا حبیب يوځای وه. هغو دواړو د ورکشاپ برخوال، چې عمرونه يې د ۱۷ او ۱۹ کلونو تر منځ و، د ژورنالیزم دندې ته وهڅول.
[مینا] حبیب ته په وروستیو اوونیو کې د ښځينه ژورنالستې په توګه د هغې د زړورتیا له امله د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې له خوا يوه جایزه او د آی بلیو پي آر  افغان اديتور، حفیظ الله ګردش په ګډون د سویلي اسیا د ازادو رسنيو د ټولنې له خوا ځانګړې جایزه ورکړ شوه. (وګورئ: د آی ډبليو پي آر ژورنالستان د جایزې په اخیستلو بریالي شول.)
د تلویزیون پر مخ د جبارخېل راڅرګندېدل هرومرو د پام وړ و، ځکه د ننګرهار اوسیدونکو په داسې مهمو دندو کې د ګوتو په شمير ښځې لیدلي. په تلویزیون کې هغه پوړنی پر سروي، خو په لاره کې خپل مخ پټوي.
هغې وويل: «ناپېژندل شوي خلک تلیفونونه راته کوي. يو شمېر مې د غږ ستاینه کوي، يو شمېر نور په تلویزیون کې د کارکولو له امله راباندې په غوسه وي. زه ټولو ته یوازې په (مننه) ځواب وايم او تلیفون بندوم. دا د وینا يوه لار داده، چې «مهرباني وکړئ، مه مې ځوروئ.»
يو مهال په يوه واده کې له خپلو شاوخوا ناستو مېرمنو څخه واورېدل، چې په ورو يې پوښتل، دا هغه نه ده چې له تلویزیون څخه خبرونه وايي. 
يوه مېرمن تر نورو مخکې شوه او په پنداو نصیحت يې پيل وکړ. 
جبارخيل د هغه ښځې خبرې داسې يادې کړي: «ګرانې، ولې  د ځان دښمنه يې؟ ته دومره ښکلې نجلۍ يې او له هغې سره بیا هم په تلویزیون کې کار کوې. لږ خو دې پر ځان زړه وسوځوه!»
هغې ځواب ورکړ: «په تلویزیون کې کار کول څه ګناه لري؟ ما زده کړه کړې. زه کار ته اړتیا لرم. باید نورو نجونو او ښځو ته خدمت وکړم.»
واده ته راغلې مېلمنې ورته وويل، که په تلویزیون کې دې کار نه کولی، نو خپل زوی ته به مې واده کړی وای.
داسې تجربو جبارخېل ته ښه خوی او زغم ورپه برخه کړی، چې د ملګرو په وينا يې هغه په اداره کې مشهوره کړې ده.
د هغې ملګرې، نظیفه مومند وايي: «څانګه زموږ آمره ده، خو هغه له موږ سره د يوې خور او نژدې ملګرې په څېر چلن کوي. باور وکړه، کله چې رانشي پر موږ [هغه ورځ] سخته تیريږي.»
د ملي تلویزیون په اداره کې د پروګرامونو مدیر، امرالله روان  جبارخېله «د ننګرهار د تلویزیون وياړ» بولي.
هغه وويل: «تاته ویلای شم چې که هغه له موږ څخه لاړه شي، نو موږ به د هغې د ځایناستی لپاره هيڅوک هم ونه مومو.»
جبارخېل اوس په جلال آباد کې اوسیږي، خو د زېږېدو ځای يې د ننګرهار ولایت لويديځه ولسوالي حصارک دی. په دې سیمه کې مازې ښوونځي ته تګ يوه مبارزه ده.  د هغې خپلوان باور لري چې نجونې له دولس کلنۍ يا دیارلس وروسته باید ښوونځی ته لاړې نشي.
هغې وويل، ښوونځي ته به هغه مهال تله، چې ورور به يې له کوره وتلی و. نوموړې زیاته کړه: «يوه ورځ مې ورور ښوونځي له تګ څخه منع کړم او ويې وویل، اوس غټه او لویه شوې يې. ما ډېر وژړل.»
نوموړې وويل: «ښوونکي مې راڅخه وپوښتل، ولې ناوخته راغلې. ما ورته وويل کورنۍ مې نه پريږدي ښوونځي ته راشم. د کيسې له اورېدو وروسته ښوونکی زموږ کورته راغی او زما کورنۍ يې وهڅوله چې ما پريږدي خپل ښوونځی سرته ورسوم.» 
د هغې مور، نوريې تل د هغې د ارمانونو د پوره کولو ملاتړ کاوه. هغې هم ښوونځی له وخت څخه مخکې خوشې کړی و او نه يې غوښتل ورته کار يې له لور سره وشي.
نوريې وويل: «ما نشو کولای د خپلو حقه حقونو لپاره مبارزه وکړم. خو لور مې، څانګه په دې مبارزه کې بریالۍ شوه. زه پر هغې ډېره ویاړم.»
نوریه اوس له خپلو نارینه خپلوانو سره لاس او ګرېوان ده، چې کورته د راتګ په مهال په لارو کوڅو کې د جبارخېل په اړه د خلکو د تبصرو په اورېدو خپه کيږي.   
هغې وويل: «زه د هغوی په وړاندې ودریږم او لور ته مې وایم،  زغم له لاسه ورنه کړي.»
جبارخېله په ښوونځي کې د يوه ښوونکې له خوا، چې له حقوقو او سیاسي علومو څخه فارغه شوی وه ، وهڅول شوه. اوس هغه د خپل کار تر څنګ هماغه مضمون په جلال آباد کې د آریانا په شخصي پوهنتون کې لولي.  هغه په پام کې لري خپلې زده کړې د ماسترۍ تر درجې پورې ورسوي او د دکتورا د اخیستلو لپاره بهر ته لاړه شي او که وشول سیاست ته ورودانګي. د هغې ارمان دادی چې د افغانستان د ښځو چارو وزيره شي.    
هغې وويل: «که چېرته د ښځو د چارو وزیره شم، هغه به ماته یوازې يوه سمبولیکه څوکۍ نه وي. تر خپل وس به زیار وباسم او زور به راوړم، ترڅو ددې ډاډ تر لاسه کړم چې د ښځو د حقونو درناوی کيږي. د نجونو لپاره به زده کړې اجباري کړم.»
هجرت الله اختیار په ننګرهارکې د آی ډبلیو پي آر له خوا یو روزل شوی خبریال دی.
 

Frontline Updates
Support local journalists