افغان حکومت پيسې لرې خو نه يي شي مصروفولاى

وزارتونه د بيارغاونې کارونو ته له زياتو اړتياوو سره سره بيا هم د بودجې په لګولوکې پاتې راغلى دى.

افغان حکومت پيسې لرې خو نه يي شي مصروفولاى

وزارتونه د بيارغاونې کارونو ته له زياتو اړتياوو سره سره بيا هم د بودجې په لګولوکې پاتې راغلى دى.

Refugee camp near Sar-e Pol for Afghans recently returned from Iran, 2009. Despite the obvious needs facing refugees, the ministry responsible has not managed to spend much of its budget as the financial year draws to a close. (Photo: UN Photo/Eric Kanalstein)
Refugee camp near Sar-e Pol for Afghans recently returned from Iran, 2009. Despite the obvious needs facing refugees, the ministry responsible has not managed to spend much of its budget as the financial year draws to a close. (Photo: UN Photo/Eric Kanalstein)

په افغانستان  کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

کېداى شي په افغانستان کې د بيارغاونې د کارونو د پاتې راتګ لاملونه ډېر وي، خو د پيسو نشتوالى يې اصلي لامل نه دى. د شنونکو په وينا ډېرى وزارتونه پرخپل وخت او ځاى د بودجې د لګولو وړتيا نه لري. د رسمي شمېرنو له مخې حکومت د پراختيا، عامه خير ښيګڼې او بياودانولو په برخو کې ډېرې لږې پيسې لګولي دي.  

د مارچ په ٢١ د افغان د نوي مالي کال په رادبره کېدو سره  ډېرى  وزارتونه لا د خپلې پراختيايي بودجې لږه برخه لګولې ده. دا بودجه هغوى ته د خپلو مالي ورځنيو لګښتونو برسيره د نورو پروژو د سرته  رسولو لپاره ورکړ شوې وه.

د ماليې د وزارت شمېرنې څرګندوي، حکومت (وزارتونو) د ٢٠١٠ کال تر دسمبر پورې په نهو مياشتو کې د  2،6 ملياردو امريکايي ډالرو د ټولي پراخيتايي بودجې يو په څلورمه برخه لګولې، په داسې حال کې چې بايد په دې مودې کې يې شاوخوا له څلورو برخو څخه درې برخې بودجه لګولى واى..

په مقابل کې د بهرنيو چارو وزارت د ورکړ شوې بودجې يوه نيمه سلنه، د کورنيو چارو وزارت  نهه څلوېښت نيم سلنه او د ملي امنيت عمومي رياست ٧٤ سلنه پراختيايي بودجه لګولې ده.

د ښوونې او روزنې او روغتيا په مهمو او کليدي برخو کې په منځني ډول څه دپاسه ٣٤ او ٣٧ سلنه (پراختيايي بودجه) لګېدلې ده.

د بېلګې په توګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، له ٢٠٠١ کال راهيسې له پاکستان او ايران څخه د نهه نيم مليونو راستنو شوو کډوالو له زياتو ننګونو سره مخامخ دى.

د سرپنا او استوګنې لپاره د حکومت د مرسته غوښتونکو کډوالو له ستونزو سره سره نوموړي وزارت د دسمبر د مياشتې تر پايه د خپلې کلنۍ پراختيايي بودجې يوازې ١٤ سلنه لګولې، چې په مجموعي توګه د خيرښيګڼې عامه سکتور ته  له  ٢٤ سلنه ورکړې شوې بودجې څخه ډېره ټيټه ده.

د نوموړي وزارت د پلان رئيس، ولي محمدشيباني د ورکړ شوې بودجې په لګښت کې پاتې راتګ نه مني، وايي په داسې حال کې چې د استوګنو د يو شمېر پروژو کار په ښه توګه په مخ روان دى، د يو شمېر نورو پروژو  تړون لا تر اوسه  لاسليک شوى نه دى.

افغانستان ته ډېرى راستانه شوي کډوال نه پوهيږي، چې ولې نوموړى وزارت نشي کولاى له هغوى سره مرسته وکړي.    

له پنځو کلونو راهيسې ٥٠ کلن لطيف اله نوموړي وزارت ته د سرپنا په خاطر غوښتنليک وړاندې کړى او لا تر اوسه سترګې په لار دى. 

هغه وويل: "د راستنو شوو کډوالو ډېره لويه ستونزه د استوګنې د ځاى نه لرل دي. کله چې وزارت ته ورځو ... نو د بودجې د نشتوالي خبرې راته کوي. دا بودجه له کومه ځايه راځي، چې په پنځو کلونو کې نه شي رارسيداى؟"

د ٢٠١٠ کال په پاى کې د افغانستان د ماليې وزارت رپوټ چې د نالګول شوې بودجې جزئيات يې خپاره کړي، د فعاليتونو د پلانولو او بودجې د ټاکلو او په خپل وخت او اغېزمن ډول د لګولو او پلان   لپاره د وزارتونو د نه وړتيا په ګډون د يو لړ ستونزو يادونه کوي.

رپوټ ددې ټکي يادونه هم کړې، د نوو پروژو د فورمولبندۍ په برخه کې د ځينو نړيوالو ډونرانو(مرسته کوونکو) وړتيا کمزورې وه، چې د افغان حکومت د بودجې زياته برخه تمويلوي. هغوى د اړتيا وړ تدارکاتو د لست په جوړولو ډېره موده لګولې او د هغې تر څنګ يې پخپل وخت او مهال پيسې نه دي ورکړي. همدارنګه پرله پسې امنيتي ستونزو هم په خپل وار د پروژو د پلي کولو مخه ډب کړې وه.  

د آى ډبليو پي آر له خوا مرکه شوي تبصره کوونکي په څرګنده د نوموړي شنونکې له نظر سره موافق وو.

سياسي شنونکي، جاوېد کوهستاني وويل، پېروکراسي د کار د پرمختګ په وړاندې لوى خڼد دى.

هغه وويل: "د ماليې له وزارت څخه د هرې يوې پروژې لپاره د پيسې ترلاسه کول مياشتې مياشتې وخت نيسي. وروسته مياشتې اوړي خو بودجه په مناسب ډول لګول کېداى نشي."

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، سيف الدين سيحون له دې سره موافق دى چې د بودجې تصويب او ويش ډېر غړند دى.

هغه وويل: "په پارلمان کې د بودجې په تصويب درې مياشتې تيريږي، چې دا يوه لويه ستونزه ده."

د پارلمان د اقتصاد د کميټې پخواني مشر، داود سلطانزوى وايي د ٢٠١٠ – ٢٠١١ کال بودجه له مهالوېش سره سم په خپل وخت تصويب شوې ده.

نوموړي  يو شمېر نورو لاملونو ته ګوته ونيوه، لکه د سپتمبر د مياشتې له پارلماني ټاکنو څخه راولاړه شوې  ګډوډي او له متحده ايالتونو سره  غړنده اړيکي، چې د هغه په وينا يې له پلان سره سم د حکومت له خوا د بودجې د لګولو مخه نيولي ده. هغه وويل، بل لامل دادى چې زياتره اوسني  وزيران سرپرست دي؛ ځکه پارلمان د ولسمشر حامد کرزي له خوا د  ٢٦ نوماندو ويزرانو په ډله کې يوازې اوو تنو ته د باور رايه ورکړې وه. 

سيحون وويل، داسې کوم ميکانيزم نشته چې له مخې يې د وزيرانو  کار او اجراات وارزول شي او يا په لاس کې د موجودو سرچينو په کارولو کې پاتې راشي، محاسبې ته راکښل شي.

هغه وويل: "کله چې يو وزير ونشي کړاى د خپلې پراختيايي بودجې نيمايي ولګوي، دا په هغه ډګر کې د هغه د تجربو د نشتوالى څرګندونه کوي او بايد تر پوښتنې لاندې ونيول شي. تر دې دمه پورې هيڅ يو وزير، چې د ورکړ شوې بودجې په لګولو کې پاتې راغلى،"نه احضار شوى او نه له کاره ګوښه شوى دى.

سياسي شنونکى وحيد مژده وايي حکومتي ادارې  د شخصي تړاوونو او اړيکو له امله په بې کفايتو اجيرو کارکوونکو ډکې شوي دي. 

هغه وويل: "بې تجربه غيرمسلکي افراد د قومي، مذهبي او يا شخصي تړاوونو له مخې په کار ګومارل شوي دي. له دې امله بودجه نه لګول کيږي."

اقتصادي کارپوه عبدالله کاظم وويل  په پراختيايي برخو کې د سږنۍ بودجې لږ لګښت د تېرو کلونو يو تکرار دى. .

هغه وويل: "فساد او د تګلارو نشتوالي هرڅوک دې اړ ايستل چې د عوايدو رپوټ ورکړي او لګښت د اقتصادي سيستم د اغېزمنتوب مخه ونيسي."

د ماليې وزارت ويلي سره له دې چې  حکومت په مالي کال کې د نهه مياشتنۍ ټولې  بودجې ٦٠ سلنه لګولې، خو کولاى شي دا شمېره د مارچ تر پايه يې  ٩٠ سلنو ته ورسوي. ددې پرخلاف په انکشافى بودجه کې  تر اوسه  ٢٥ سلنه مصرفې  شوي، خو داسې نه بريښي چې ګوندې په وروستۍ مالي څلورمې کې دې په پراختيايي بودجې کې د پام وړ ښه والى راشي.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists