افغان جوگيان د پېژندنې په انتظار

د چارواکو ژمنې د دې ډاډ ورکوي چې لومړنيو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی حقيقت ومومي.

افغان جوگيان د پېژندنې په انتظار

د چارواکو ژمنې د دې ډاډ ورکوي چې لومړنيو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی حقيقت ومومي.

اويا کلنه ماه گل هره ورځ له سهاره تر ماښامه د سړک پر غاړې ناسته وي او د خلکو لاسونه او طالع گوري.

شلېدلې او زړې جامې يې په تن او،  رنگه مرۍ يې پر غاړې پرتې دي، د «راشه طالع دې وگورم» په نارو د لارويانو پام ځانته اړوي.

ماه گل د جوگي له توکم څخه ده، چې په بېلا بېلو هېوادونو کې په بېلابېلو نومونو ياديږي. په اروپا او شمالي امريکا کې هغوی زياتره د جيپسي په نامه مشهور دي.  

جوگيان شاوخوا ١٢٠ کلونه دمخه له آذربايجان، بخارا او نورو سيمو څخه افغانستان ته راکډه شوي او دلته اوسيږي. هغوی ډېر ستونزمن ژوند تېروي.

هغې آی ډبيلو پي آر ته وويل: «موږ کور او خواړه نه لرو. کوچنيان مو په ښوونځيو کې نه پريښودل کيږدي. خلک مو سپکوي، ځوروي او ښکنځلې راته کوي. موږ له سهاره تر ماښامه د يو خوراک ډوډوۍ د پيداکولو لپاره د خلکو ناوړه چلن زغمو.

تر ټولو لويه ستونزه چې جوگيان ورسره مخ دي، هغه د تذکرې يا پېژندپانې نه درلودل دي. له دې امله هغوی بنسټيزو خدمتونو؛ لکه روغتيا څارنې، زده کړې او رايې ورکولو ته هيڅ لاسرسی نه لري.

د جوگي د قبېلې مشر، شمس الدين وويل: «موږ تذکره نه لرو، له دې امله جايداد نشو پېرودلای. کله چې ځانته د کوم استوگنځي د جوړلوو هوډ وکړو، د ځمکو څښتنان مو کورونه نړوي. له دې امله اوړی ژمی په زړو خيمو کې تېروو.»

نوموړې اويا کلنې مېرمنې ويل: «زموږ ماشومان له دې امله په ښوونځيو کې نه پرېښودل کيږي چې موږ جوګیان  يو او تذکرې نه لرو. کله چې مو د کورنيو ښځينه له چا څخه خواړه غواړي، خلک دومره سخيان دي چې خوسا او د نه خوراک وړ ډوډۍ ورته ورکوي.»

شمس الدين وويل، په ټول افغانستان کې څه ناڅه ١٠٠٠٠ جوګیانې کورنۍ شته دي، چې شاوخوا ٨٠٠ يې په بلخ ولايت کې اوسيږي.

هغوی په افغانستان کې د لسيزو جگړ له امله کړېدلي، خو د تذکرو د نشتوالي له امله د نورو افغانانو په څېر ددولتی او غیردولتی ادارو له مرستو او اسانتیاوو  څخه گټه نشي پورته کولای.  

د بلخ ولايت د راستنېدونکو او کډوالو رئيس، عبدالصبور قادري وويل، د جگړو يا طبيعي ناورينونو له امله يې کډوالو او بېکوره شوو خلکو ته کورونه او ځمکې چمتو کړي دي.

هغه وويل: «همدارنگه موږ دغو خلکو ته خوراکي توکي او جامې چمتو کړي دي، خو د دې حقيقت له مخې چې جوګیان تذکرې نه لري، د راستنيدونکو او کډوالو چارو رياست هغوی ته مرستې نشي رسولای.»

نوموړي زياته کړه، هغوی له نړيوالو مرستو څخه هم بې برخې دي.

«څه موده دمخه د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې وپتېله چې جوګیانو ته خوراکي توکي او د اړتيا نور توکي ورکړي، خو د دې حقيقت له مخې، چې جوګیان تذکرې نه لري، دهغوی له مرستو څخه بې برخې پاتې شول.»

د افغانستان د اساسي قانون څلورمه مادې د افغانستان د ١٤ لږه کيو توکمونو نومونه ياد کړي، خو د جوگي  په نامه کوم توکم پکې نه دی ياد شوی.

په شمال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د څانگې مشر، قاضي سعيد سامع وويل، تابعيت يو اساسي حق دی.

هغه وويل: «د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ١٥ ماده وايي: هرڅوک د يو تابعيت حق لري. له بده مرغه جوګیان د تابعيت له حق څخه بې برخې دي او دا د هغوی له بشري حقونو څخه لويه سرغړونه ده.»

هغه وويل، څنگه چې جوګیان  د دوامداره استوگنې مخينه نه لري، له همدې امله شتمني او ټولنيزې اسانتياوې، لکه جوماتونه او هديرې نه لري. کوچنيان يې هم له زده کړې بې برخې دي.

دغه کار هغوی له نورو ټولنو څخه لا پسې گوښه کوي، په ځانگړې توگه، د جوگي ښځود ساتنې دوديزه لار سوالگري او د ورغو کتل جوړوي.

د ليلما په نامه يوه ځوانه جوگي مېرمن خپلې ورځې د سړک پر غاړه کوتکی په لاس تېروي.

هغې وويل: «د خيرات په غوښتلو موږ خپل ژوند تېروو، خو کله چې مو خلک سپکوي، خپه کيږو.» هغې زياته کړه، دا هم ډېره د خپگان خبره ده چې خلک فکر کوي، جوگيان رښتينې مسلمانان نه دي. «موږ هديرې او جوماتونه نه لرو چې خلک مو د عبادت په حال کې وگوري او وپوهيږي چې موږ د هغوی په څېر مسلمانان يو. له دې امله خلک زموږ پر اسلام شک کوي.»

د جوگيانو د واده کولو مراسم، لکه څنگه چې ليلما وويل، هم ډېر توپير لري.

هغې وويل: «جوګیان خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوي، له جوګیانو پرته له نورو خلکو سره واده وکړي. همدا راز نجونې يوازې هغه مهال وديږي، چې اتلس کلنې ته ورسېږې.»

دا کار د افغانستان له نورو برخو سره څرگند توپير لري، چې د ټيټ عمر ودونه پکې عام دي.

ليلما وويل: «ناوې او شاهو په واده کې يوځای نه ودريږي. عکسونه، فلمونه او په هوټل کې واده هم زموږ په فرهنگ کې نشته. يوازې له واده وروسته ناوې د خپلې خسرگنۍ کور ته وړل کيږي او له دوديزو خوړو له خوړلو وروسته خلک ځي او د واده مراسم پای ته رسيږي.»

ماۀ گل هم وويل: «ډولۍ، سينگار، موسيقي او نڅا زموږ په فرهنگ کې د واده برخه نه ده.» موږ يوازې پر يوې کڅوړې يو لرگی ټومبو او په دې ډول د واده تړون په نښه کيږي. وروسته خلک ډوډۍ خوري او له هغې وروسته د واده مراسم پای ته رسيږي.

همدارنگه د نورو افغاني ټولنو پرخلاف د جوگيانو ښځې له کوره بهر ځي او نارينه د کور دننه پاتې کيږي.

شمس الدين وويل: «زموږ په فرهنگ کې ښځو ته د پاچا او مشر په سترگه کتل کيږي. موږ د خپلو پاچهانو درناوی کوو او امرونه يې پر ځای کوو. په اصل کې د جوګیانو نارينه، ښځې او ښځې يې نارينه دي.ځکه ښځې د سوال يا ورغوي د کتلو له لارې پيسې گټي، خو نارينه مو معمولا په کور کې وي، سپي او مړزان ساتي او نور کارونه کوي.»

اووه کاله کيږي چې اسدالله واده کړی او دوه اولادونه لري. هغه وويل: «کله ناکله بازار ته ځم او ساعت تېروم. عادتا په کور کې پاتې کيږم. کور ساتم او د مړزانو د ساتلو شوق لرم. دا زموږ فرهنگ دی چې   پيسې بايد ښځې وگټي او نارينه کور وساتي.»

له بسنټيزو حقونو څخه بې برخې

سيمه ييز چارواکي له دې سره موافق دي چې جوگيان له پخوا زمانې څخه له ټولنې څخه يو گوښه شوی پوړکی دی او پر وړاندې يې له تبعيض څخه ډک چلن کيږي، خو وايي له هغوی سره يې د مرستې لپاره په لاس کې څه شی نشته.

د بلخ د ولايتي شورا مشر، محمد افضل حديد وويل: «زه د ډېر شرم احساس کوم چې زموږ شورا او حکومت جوگيانو ته تر اوسه هيڅ کار هم نه دي سرته رسولي.»

د بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد هم ومنله چې سيمه ييز حکومت د جوگيانو د حقونو د ساتلو لپاره ډېر څه نه دي کړي.

هغه وويل، لامل يې دا دی چې جوگيان په يوه ټاکلي ځای کې نه اوسيږي او تل له يوه ځای څخه بل ته ځي.

«جوگيان د تاريخ په تېرو سلو کلونو کې له ياده ايستل شوي او سترگې پرې پټې شوي. دا ستونزه بايد هواره شي.»

کېدای شي چارواکي دغه راز احساسات بيان کړي، خو د مدني حقونو ډلې وايي، حکومت په پرله پسې ډول د جوگيانو د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلی دی.  

د نجيب پيکان په نامه يو فعال وويل: «د جوگيانو پر حقونو ځکه سترگې پټې شوي چې حکومت هيڅ نه دی توانيدلی هغوی ته پام واړوي او يا د هغوی په وړاندې د مسؤوليت احساس وکړي. د مدني ټولنې موسسو له پخوا راهيسې د جوگيانو ستونزې د حکومت غوږونو ته رسولي، خو حکومت د هغوی د حقونو ساتنې ته ډېر پام نه دی کړی.»

د جوگيانو د ثبت او راحستر په اړه يو شمېر سيمه ييز نوښتونه رامنځته شوي دي. آی ډبليو پي آر د کابل د سرشمېرنې د رياست د ٢٠١٤ کال يوه ياداشت ليدلی چې جوگيانو ته يې د تذکرو په وېشلو کې د بلخ ولايت چارواکو ته واک سپارلی و.

د بلخ ولايت د نفوسو د ثبت او احوال رياست ته استول شوي ١٢٧٢ گڼه ياداشت وايي: «د دې لپاره چې جوگيان په بلخ ولايت کې دايمې استوگنه غوره کړي او د جوگيانو د توکم استازي د بلخ ولايت ولايتي شورا او نورو حکومتي ادارو ته لار پيدا کړي، جوگيانو ته د تذکرې له ويش سره موافقه لري. د جوگي د توکم د هر فرد د ثبت او راجسټر له قانوني بهير وروسته دې د بلخ ولايت د نفوسو د ثبت او راجسټر رياست هغوی ته د ملي پېژندپاڼو په وېش کې اقدام وکړي.»

د بلخ ولايت د نفوس د ثبت او راجسټر رئيس، محب الله قريشي وويل، له دغه نېټې راهيسې يې جوگيانو ته يو زر پېژندپاڼې وېشلې دي.

د آۍ ډبليو پي آر له خوا د ثبت او راجسټر کتاب له کتلو وروسته څرگنده شوه چې په ٢٠١٥ کې جوگيانو ته ١١٢ او په ٢٠١٦ کال کې ٩٤ تذکرې ويشل شوي دي.  

د نفوسو د ثبت او احوال نوي گومارل شوي رئيس، همايون محتاط آی ډبليو پي آر ته وويل، له ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې چې د يوه فرمان په صادرولو په ملي کچه ټولو جوگيانو ته د پېژندپاڼو د ويشلو لارښوونه وکړي.

هغه وويل، هيله ده دا کار «د قانوني پړاوونوله بشپړېدو وروسته» عملي شي.

پخپله جوگيانو په دغه ډول ډاډ او اطمينان باور له لاسه ورکړی دی. ځکه جوگيانوته د پېژندپاڼو د وېش په اړه پخوانيو هڅو کومه پايله نه ده لرلې.

شمس الدين وويل: «د دې موضوع په اړه دمخه هم ډېرې ژمنې شوي، خو کله هم سرته نه دي رسيدلي. کله چې د تذکرو د اخيستلو لپاره حکومتي ادارو ته لاړ شو، راته وايي، تاسو کوم ټاکلی ټاټوبی نه لرئ، تذکرې نشو درکولای.»

په کندوز کې د جوگيانو قومي مشر، نقيب الله د جگړو له امله  خپل ولايت څخه کابل ته راغلی دی. هغه هم وويل، د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او راجسټر په هڅو کې له ناسم چلن او بد سلوک سره مخ شوی دی.   

هغه وويل: «آن په کابل کې څوک زموږ درناوی نه کوي. کله چې ځانونو ته د تذکرې د اخيستلو لپاره د تذکرې د وېش ادارې ته مراجعه کوو، د هغه ځای کارکوونکي مو سپکاوی کوي او خرابه خوله خوځوي.»

شمس الدين وويل، جوگيان به د افغان ولس د غړيتوب د ترلاسه لپاره له خپلو حقونو څخه تېر نشي.

هغه وويل: «دا خاوره زموږ هم ده. خلک په لارو کوڅو او بازارونو کې زموږ د ښځو او کوچنيانو سپکاوی کوي. زموږ په ١٢٠ کلن تاريخ کې زموږ بې احترامي شوې، سپک شوي يو، ملڼدې راباندې وهل شوي او ځورول شوي يو. که جوګیان  يو، نو آيا انسانان نه يو، آيا دلته د اوسيدو حق نه لرو؟»

Frontline Updates
Support local journalists