Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان جنگ سالار ټاکنو ته راتاو شو

Analysts struggle to explain Gulbuddin Hekmatyar’s apparently contradictory policy of pursuing war plus ballot success.
By Mina Habib
Gulbuddin Hekmatyar pictured in April 2012. (Photo: Omerdon100/Wikimedia Commons)

په افغانستان کې د مينا حبيب ليکنه

شنونکي زيار باسي د گلبدين حکمتيار د جگړې د دوام او د ټاکنو د بهير د برياليتوب متضاده پاليسي تر څېړنې لاندې ونيسي.

د افغان ستر مخالف مشر، گلبدين حکمتيار د وينا په اړه شک او ترديد رامنځته شوی چې خپلو پلويانو ته يې د ولسمشريزو ټاکنو په روان بهير کې د گډون لارښوونه کړې.

د حزب اسلامي گوند مشر او په ١٩٩٠ کلونو کې د شوروي د اشغال پر مهال ستر جهادى رهبر ، حکمتيار دمخه ويلي و، تر هغه چې په هېواد کې بهرني پوځونه شتون ولري، ټاکنې غيرقانوني دي.

په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو په مشرۍ د ايتلاف د يرغل راهيسې د حکمتيار تر قوماندې لاندې د حزب اسلامي ډلې له طالبانو سره ځانونه يو کړي او له افغان حکومت او نړيوالو پوځونو سره جگړه کوي.

له دې سره سره د حکمتيار پخوانی ملگری او د اپرېل د پنځمې نېټې ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ نوماند، قطب الدين هلال په گډون د حزب اسلامي يو شمېرغړي د حکومت لوري ته اوښتي دي. (د هلال او نور لسو تنو نوماندانو لنډ ژوندليک په همدې ويب پاڼه کې ليدلای شئ.)

حکمتيار يوه مياشت دمخه پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې په ټاکنو کې ونډه واخلي او هلال ته رايه ورکړي.

باور پدې دى  چې د نوموړي گوند استازو له نورو نوماندانو سره هم په دې وروستيو وختونو کې ليدنې کتنې تر سره کړي دي.

حکميتار د گوند غړو  ته په يوه ليک کې ليکلي: "د رايې ورکولو کارتونه واخلئ او هغو افرادو ته رايې ورکړئ چې يا په گوند پورې تړلي او يا د هغې ملاتړ دي .اوهڅه وکړئ چې د بدو نوماندانو د بري دمخې خنډ شئ."

د نوموړي گوند وياند، غيرت بهير له آی ډبليو پي آر سره په يوې تليفوني مرکې کې د دې پخلی وکړ چې د هغه گوند د هلال په گټه وينا کړې ده.

د روان کال په پای کې له افغانستان څخه د ناتو د پوځونو په وتلو کابل له مخالفو ډلو سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره تر فشار لاندې دی، سره له دې چې د حکمتيار له لوري سره پخوانيو خبرو اترو کومه مثبته پايله نه ده ورکړې. 

له دموکرايتک بهير سره د حکمتيار ښکاره ژمنه داسې نه بريښي چې گوندې د افغانستان د اوسنۍ ادارې په وړاندې دې جهاد ته د پای ټکی کيږدي. د حکتيار د ليک له خپرېدو څه کم يوه اوونۍ وروسته حزب اسلامي په کابل کې د يوه ځانمرگي بريد مسؤوليت پر غاړه واخيست چې لږ ترلږه دوه تنه يې ووژل.

د آی ډبليو پي آر له خوا مرکه شوي شنونکي وايي ډېره به ستونزمنه وي چې څوک دې دا ضد او نقيض چال چلن وڅېړلای شي.

سياسي شنونکي، وحيد مژده وويل، دا تناقض پر حکمتيار د هر اړخيز فشار څرگندونه کوي، د هغه په وينا ځان ورته په يو ډېر کمزوري دريځ کې ښکاره شوی، چې په "سياسي، اقتصادي او پوځي تشه کې ولاړ دی."

مژده وويل، د مخالفينو دا مشر، چې له کلونو کلونو  د ځان د نيولو د مخنيوي لپاره تل په خوځښت کې دی.تر فشار لاندى دى  هغه يادونه وکړه، د حزب اسلامي ډېری لوړ پوړو غړو له حکومت سره د يوځای کېدو لاره غوره کړې ده او د حکميتار نږدې خپلوان له کابل سره پخلا شوي دي. 

په داسې يوه حال کې په ټاکنو کې د گډون پرېکړه، چې بهرني پوځونه لا تر اوسه په افغانستان کې عمليات کوي، حکميتار له طالب انډيوالانو څخه هم گوښه کوي. 

مژده وويل، اوس حکميتار د طالبانو له لوري له فشار سره مخامخ دی، چې يا دې له هغوی سره همکاري وکړي او يا دې د هغوی له لاس لاندې سيمو څخه خپل پوځونه وباسي. وروستنۍ پېښې د هغې پايله وه. 

هغه په دوام وويل: "د حکمتيار موجوده تگلاره او متناقضې ويناگانې نوې دي."نوموړي يادونه وکړه، له هغه ځايه چې د مخالفينو د مشر پوځي وړتيا کمزورې شوې، زيار باسي د [پوځي] ځواک د کارونې د اختيار د لاسه له ورکولو پرته په سياست کې خپل اغېز وغځوي.

حکمتيار، چې د شوروي اتحاد د ښکيلاک په وړاندې د مجاهدينو د مقاومت پر مهال د لويديځ د مرستو عمده لاسته راوړونکی و، د افغانانو تر منځ يوه اختلافي څېره ده.

هغه مهال، چې په ١٩٩٢ کال کې مجاهدينو کابل ونيو، حزب اسلامي او  نورو تنظيمونو بر هان الدين ربانى دحکومت سره په ترخې کورنۍ جگړې کې ښکېل شو، چې په پايله کې يېپه کابل کې زرگونه ولسي خلک ووژل شول.

طالبانو په ١٩٩٦ کال کې کابل ونيو. حکمتيار ايران کې پنا واخيسته. د ٢٠٠١ کال له يرغل وروسته بيا پيدا او له لويديځ ضد بغاوت سره ملگری شو. 

د مطيع الله اباسين په نامه يوه سياسي شنونکي وويل، حکمتيار په خپلو پرېکړو هيڅکه عمل نه دی کړی او په دې تورن دی چې د افغانستان سياسي واقيتونه نشي درک کولای. هغه زياته کړه، د حکمتيار ارمان يوازې د شخصي قدرت لاسته راوړل دي.

اباسين وويل: "حکمتيار په دې اند دی چې تر ټولو هوښيار دی. هغه لا له پيله د گوند ټول واک ځانته انحصار کړی. د هغه پلويان د هغه له دې دريځ څخه ستړي شوي دي. هغه د يو شان ناکرار او مغشوش تفکر څښتن دی."

اباسين وويل، هغه څو، څو ځلې ايتلافونه کړي او بدل کړي، له دې امله ترې داسې خلک راتاو شوي چې سمې سلا مشورې ورته نه ورکوي.

اباسين وويل، پر دې سربېره بهرنيو قدرتونو پر حکمتيار فشار راوړي چې خپل بغاوت ته دوام ورکړي، خو څرگنده يې نه کړه چې د هغه په اند کوم دولتونه د دې هڅو ترشا دي.

هغه وويل: "ډاډه يم چې که هغه تر بهرني فشار لاندې نه وای، نو لا له هماغه پيل څخه به له حکومت سره يوځای شوی وای."

يو شمېر شنونکي باور لري چې د حکمتيار له پرېکړې څخه څرگنده شوې ده چې د تاوتريخوالي پرځای يوځای کېدو ته لېوال دی.

د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر، عبدالغفور لېوال وويل: "حکمتيار د جگړې او سولې په ميتود او دوه گونو ويناوو غواړي حکومت ته وښايي چې له سياسي بهير سره د يوځای کېدو اراده لري. خو د هېواد دننه او بهر يو شمېر ډلې او کړۍ موجودې دي چې له حکومت سره د هغه د يوځای کېدو مخالفت کوي، ځکه هغوی د جگړې په دوام خوښ دي او نه غواړي وسله واله جگړه ماره ډله له لاسه ورکړي."

د حزب اسلامي وياند، بهير دا ونه منله چې گني  گوند يې کمزوری شوی  ويې ويل، د حکمتيار له پرېکړې سره کوم مخالفت نشته.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دا تبصرې هيڅ بنسټ نه لري. حکمتيار له ډېرو لوړو ژورو څخه تېر شوی دی. دا مفکوره چې هغه يواځې  پاتې شوی يا پهتشه کېپاتې دی، د هغه چا تصور او وهم دی چې د حزب اسلامي برياليتوب نشي ليدلای."

بهير په دوام وويل: "د حکمتيار تر مشرۍ لاندې هر خوځښت او هره پرېکړه د هېواد په اړه د هغه د مسؤوليت احساس دی."

 هغه وويل ((حزب اسلامي پوهيږي کوم راز تگلاره جوړه کړي او کله يې جوړه کړي. زه په څرگنده وايم چې موږ تر هيڅ راز فشار لاندې نه يو. د موضوعگانو په اړه زموږ پرېکړې د پوهې او هوښيارۍ له مخې نيول کيږي. ))

د حکميتار د گوند يو شمېر پلويانو د خپل مشر د نوي تگلارې ملاتړ کړی دی.

د ننگرهار پوهنتون محصل، رضوان الله هميم وويل: "حکمتيار د نړۍ تر ټولو پياوړی مشر دی. زموږ د حزب اسلامي تگلاره دا ده چې بايد له امريکايانو سره په پوځي او سياسي جبهو کې وجنگيږو او دا ډگر هغوی ته خالي پرې نږدو."

هغه زياته کړه: "په ټاکنو کې له يو معقول او هوښيار نوماند څخه د حزب اسلامي د ملاتړ موخه دا ده چې د امريکايانو له خوا نومول شوي بد نوماندان ونشي کړای واک ته ورسيږي. دا د ټاکنو د قانونيت معنا نه لري."

عادي خلکو وويل، کابل ته ښايي له هر هغه چا سره خبرو ته کيني، چې د سولې په لټه کې وي.

په پلازمينې کابل کې يوه حکومتي کارکوونکي، سعدالدين وويل، د حکمتيار خبره تر هغه د منلو وړ نه ده، ترڅو وسله پر ځمکه کينږدي.

سعدالدين وويل: "شخصا زما لپاره دا مهمه نه ده چې حکمتيار متناقضې خبرې کوي . په تېرو دولسو کلونو کې موږ ډېرې متناقضې خبرې اورېدلي چې د حکمتيار خبرې د هغوی ډېرې کوچنۍ برخې ته هم نه رسيږي."

"له ټاکنو څخه د هغه د ملاتړ حقيقت د دې څرگندونه کوي چې هغه له جگړې ستړی شوی دی. موږ د هر هغه چا هرکلی کوو چې له جگړې لاس اخلي. که حکومت کولای شي، بايد ژر تر ژره د هغه د راستنېدو لپاره زمينه چمتو کړي."

ميناحبيب په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوې خبرياله ده.

 

Also in This Issue

ARR Issue 478