Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان انځورګر په کندهار کې له هيلې ډک انځورونه کاږي

په سويلي ولايت کې هنر مخ په غوړېدو او د کابل په پرتله يې د پېردونکو تشخيص زيات دی
By Rozuddin, Mina Habib

په افغانستان کې د روزالدين او مينا حبيب ليکنه

د هنري اثارو اماتور ټولوونکی، محمد ادريس، چې په سويلي ولايت ، کندهار کې اوسيږي، له يوې هټې څخه د راوتلو په حال له خپلې پېرودنې خوښ بريښي.

نوموړي دا اثر، چې يوه طبيعي منظره ده، تر تخرگ لاندې نيولي او آی ډبليو پي آر ته وايي: "زما له کوچنيوالي څخه له انځورگرۍ سره مينه وه. دا انځور مې خوښيږي، سره چې له هټيوال سره يې په بيه نه جوړېدم، خو په پای کې مې ترې راونيو."

نوموړي په دوام وويل: "په کور کې يوه خونه لرم، هر راز انځورونه پکې دي. دا زما مينه ده."

په افغانستان کې انځوريز هنر اوږده مخينه لري. له درېو لسيزو څخه اوږدې جگړې د انځورگرۍ او خطاطۍ په څېر پر دوديزو کارونو اغېز کړی دی. د طالبانود واکمنۍ په پېر کې زيات شمېر هنري اثار له منځه لاړل او انځورگرو ته اجازه نه ورکول کېده بشري څېرې يا د ژوو انځورونه وکاږي.

انځورگر او پلورونکي دواړه وايي له اوږدې مودې ځنډ څخه وورسته په کندهار کې پېر او پلور مخ په پورته روان دی.

په کندهار کې د انځورونو د يوې هټۍ خاوند، سراج الدين روښان د تېر يو، دوه کالو په پرتله اوس د ورځې له پنځو څخه تر لسو پورې انځورونه پلوري. زياتره هنري توکي يې بهر ته د سوغات يا پلورولو لپاره استول کيږي.

هغه وويل: "په بهر کې اوسيدونکي او يا کاروبار ته تلونکي راتلونکي خلک زياتره دا انځورونه اخلي. هغوی دا انځورونه له دې ځای څخه خپلو دوستانو ته د يوه سوغات په توگه وړي. زياتره خلک يې دلته اخلي او په بهر کې يې پلوري. زما په اند ېي خلک د دې لپاره اخلي چې هلته يې په لوړه بيه وپلوري."

هغه وويل، د کور دننه لېوالتيا هم مخ په لوړېدو ده، زياته يې کړه: "څوک چې هنر خوښوي او يا شتمن دي، له موږ څخه انځورونه اخلي."

روښان وويل، په کندهار کې د امنيت په ښه کېدو خرڅلاو ښه شوی. همدارنگه د نندارتونونو جوړولو هم د ځايي هنرمندانو له ودې سره مرسته کړې.

هغه وويل: "يو کال دمخه به مې د مياشتې ٥٠٠ ډالره گټه کوله، خو اوس دا گټه تر زرو ډالرو پورې رسيږي." نوموړي وويل، له يو زر څخه تر پنځو زرو پورې هنري کارونه يې زېرمه کړي دي.

ځايي انځورگران له کار څخه خوښ دي. د امان الله درخشان په نامه يوه انځورگر وويل، نندارتونونه د انځورونو او خطاطۍ د ودې په موخه جوړيږي. همدارنگه په افغان تلويزيونونو کې اعلانونو هم د دې هنر له راژوندې کېدو سره مرسته کړې ده.

څو کاله دمخه له يوې هټۍ څخه بلې ته تللو چې خپل هنري توکي وپلوري، خو گټه يې نه کوله. وروسته ورته يو فکر پيدا شو او خپل يو نندارتون يې جوړ کړ.

هغه وويل: "اوس هټيوال ماته  راځي. مفکورې راکوي يا کله ناکله له خپله فکره انځورونه کاږم. د مياشتې تر شلو پورې انځورونه جوړوم او پلورم يې."

نوموړي زياته کړه: "پخوا مې يو څو تنه شاگردان درلودل. اوس هره ورځ په منځنۍ کچه تر څلورو تنو پورې راځي او د انځور کښلو د هنر د زده کړې لپاره نومونه ليکي."

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عزيزاحمد عزيز ومنله چې نندارتونونه د پراختيا يوه اغېزمنه لاره ده. هغه وويل، رياست يې، په کابل کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په گډون،  لږ تر لږه لس غونډې جوړې کړي.

هغه وويل: "سږکال د نوي کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو په جشن کې مو په کابل کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کندهار د هنرمندانو انځورونه نندارې ته ايښي وو، چې د بهرنيو دولتونو ولسمشرانو هم گډون پکې کړی وو. ولسمشر حامد کرزي د اتو زرو ډالرو په وړاندې د کندهار ټول انځورونه وپېرودل. دا د کندهار د انځورگرو لپاره تر ټولو لويه هڅونه وه."

عزيز وويل، چارواکي زيار باسي رامنځته کېدونکي وړتيا انځورگرو او خطاطانو ته د جايزو او يا ستاينليکونو د ورکړې له لارې وهڅوي.

هغه وويل: "ما د اطلاعاتو او فرهنگ په رياست کې د ښکلو هنرو يوه ټولنه جوړه کړې. د هنر مينه وال دلته روزل کيږي. د همدې ټولنې تر څار لاندې زموږ انځورونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاره وموندله."

دنوموړې ټولنې مشر، امان الله وويل، د ښځو په گډون ٤٧ تنه زده کوونکو تر اوس روزنه ليدلي، چې زياتره يې هره ورځ راتلل

امان الله ويل: "هنر په ټوله کې او انځورگري او خطاطي په ځانگړي ډول، د يو هېواد د فرهنگ هنداره ده. موږ د زرگونو کلونو پخواني انساني فرهنگ او تاريخ په اړه د هغوی د هنر له لارې معلومات ترلاسه کوو. موږ بايد زيار وباسو دا شيان، چې ملي وياړ بلل کيږي، هير نه کړو."

د کندهار د هنر غوړېدلی مارکيټ په هېواد کې ساری نه لري. په پلازمېنې کابل کې د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت د فرهنگ معين، محمدهاشم شارق وايي "زموږ لوړ پوړي چارواکي او د کاروبار خاوندان په ځان ښودنه ډېرې پيسې لگوي، خو کله چې خبره خطاطۍ يا د نقاشۍ نندارتون ته ورسيږي، هيڅ شی نه اخلي او آن انځورگران تش هڅوي هم نه. زموږ په ټولنه کې دا دود نشته. د هنر هيرول د يوه هېواد د خپل تاريخ، فرهنگ او ارزښتونو هيرول دي."

د ننني هنر افغان ماهر او د کابل پوهنتون استاد، رهرو عمرزاد وويل، د چاپېريال شرايط هنر ته چمتووالی نه لري.

عمرزاد وويل: "په عمومي ډول حکومت هنرمندانو، په ځانگړي ډول انځورگرانو، ته هيڅ کار نه دی کړی. موږ نندارتونونه نه لرو او نه د انځورگرانو کومه گالري لرو. رسنۍ ښه هنري پروگرامونه، نه جوړوي. له دې امله نشو ويلای هنر په يوه ښه حالت کې دی. کله چې زموږ محصلان له پوهنتون څخه فارغ شي، کار ورته نه پيدا کيږي، له دې امله نورو کارونو ته مخه کوي. هغوی خپل لوستل شوي شيان هيروي او له لاسه يې ورکوي."

د کابل پوهنتون د ښکلي هنرونو د پوهنځي رئيس، محمد عالم فرهاد وويل، د هنر ځوړ له کورنۍ جگړې پيليږي، چې په ١٩٩٢ کال کې د ولسمشر نجيب الله د حکومت په رانسکورېدو پسې رامنځته شوه او په ١٩٩٦ کال کې يې پلازمېنې کابل ته د طالبانو په راتگ زور واخيست.

هغه وويل: "طالبانو د ژونديو شيانو په انځورولو بنديز ولگولو، په دې توگه زموږ د انځورگرانو لاسونه وتړل شول."

خطاطانو کولای شول په پښتو او دري متنونونو کې لويې لوحې وليکي، خو د يو روزل شوي خطاط، نورمحمد په وينا د داسې يو کار سوداگريز ارزښت د عصري نړۍ په راتگ له منځه لاړ.

هغه وويل: "کارونه ټول کمپيوټري شوي. لوحې، اعلانونه او هر شي په کمپيوټر جوړيږي. خلک موږ ته کار نه راکوي. اوس د برگر پلورلو يوه کوچنې هټۍ لرم. نوره خطاطي نه کوم."روزالدين په کندهار او مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريالان دي.

روزالدينپه کندهارولايت کې د آی ډبليو پي آر يو خبريال دی. مينا حبيب په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر خبرياله ده.


 
 

More IWPR's Global Voices