افغاني ځوانان په بهر کې د ښه ژوند په لټه

پر حکومت د دندو په چمتو کولو د پاتې راتگ پړه اچول کيږي، چې نشي کولای ځوانان د هېواد دننه بوخت کړي.

افغاني ځوانان په بهر کې د ښه ژوند په لټه

پر حکومت د دندو په چمتو کولو د پاتې راتگ پړه اچول کيږي، چې نشي کولای ځوانان د هېواد دننه بوخت کړي.

د آی ډبليو پي آر د مناظرو د ويناوالو له خولې له هېواد څخه د ناتو تر مشرۍ لاندې ځواکونو له وتلو وروسته زياتېدونکی شمېر افغان ځوانان په بهر کې د کار په لټه کې دي.

تېره مياشت په خوست، ننگرهار، زابل او فراه ولايتونو کې په جوړو شوو غونډو کې واورېدل شول چې پروسږکال د جگړه ييزو ځواکونو له وتلو وروسته بېروزگاري زياته شوې ده. ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايه رئيس عبدالله عبدالله د ملي يووالي حکومت د تشې د ډکولو لپاره، د هغوی په وينا، د دندو په موندلو کې پاتی راغلی دی. 

په سويل ختيځ ولايت خوست کې د سيمه ييزې شورا غړي، نورشاه نوراني وويل، ځوانان په اروپا کې ښه ژوند لټوي، ځکه مشران يې د تېر کال د ولسمشرۍ لپاره په ټاکنيز کمپاين کې په خپلو ژمنو ونه درېدل.

نوراني وويل: «ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چې يو مليون ځوانانو ته کاري فرصتونه پيدا کړي. اجرايه رئيس عبدالله عبدالله هم د دندو د پيداکولو ژمنې کړې وې، خو وضع تر هغې ناوړه شوه. اداري فساد، تاوتريخوالی، واسطې او بې عدالتۍ زموږ د ځوانانو په وړاندې ټول فرصتونه له منځه يوړل.»

د خوست د اسمعيل خېلو د ولسوالۍ د پوهنې مدير، رسول زرگل پر حکومت د ستراتيژيک پلان د نه لرلو له امله نېوکې وکړې. هغه وويل، ځوانانو پر راتلونکې خپلې ټولې هيلې له لاسه ورکړي او يوازې په دې فکر کې دي چې په اروپا کې د ژوند کولو چانس ترلاسه کړي.

زرگل وويل: «د ملي يووالي حکومت تر اوسه ځوانانو ته د کاري فرصتونو د چمتو کولو په اړوند هيڅ کوم پلان وړاندې کړی نه دی.»

په ختيځ ولايت ننگرهار کې ليکوال او ژورنالست محمد آصف شينواري وويل، لامل يې تر دې زيات پېچلی دی.

هغه وويل: «بهرنيو هېوادونو ته د افغاني ځوانانو کوچېدل درې بنسټيز لاملونه لري؛ روانه څلوېښت کلنه جگړه، بېروزگاري او نا مطمئن راتلونکی، چې ځوان پوړکی اړباسي په بهر کې د کار د ترلاسه کولو په موخه د مرگ خطر په ځان ومني.»

د ننگرهار د کډوالو د چارو سرپرست رئيس، عوض خان بشارت وويل: «هره مياشت په منځنۍ کچه ٦٠٠ ځوانان په قانوني لاسوندو هېواد پرېږدي او د تورخم له لارې پاکستان ته ځي.»

داسې فکر کيږي چې په لسگونو زره افغانان په ناقانونه توگه د کار کولو لپاره د سيمې هېوادونو او يا د خپل بخت په ازمايلو اروپا ته ځانونه رسوي.

په سويلي ولايت، زابل کې د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالمقيم افغان له دې سره موافق و چې بهرينو هېوادونو ته د تلونکو هېوادوالو شمېره زياته شوې. نوموړي زياته کړه، اصلي لامل يې بېروزگاري او د امنيت نشتوالی دی.   

هغه وويل: «هغه مهال چې بهرني ځواکونه ولايتونو ته راغلل، په زرگونو افغانانو له هغوی سره کارونه کول. ستونزې د هغوی له وتلو وروسته زياتې شوې او خلک بېروزگاره پاتې شول.»

افغان وويل، که حکومت نوې بنسټيزې پروژې پيل کړی وای او د زده کړې فرصتونه يې رامنځته کړی وای، د دې ستونزې مخه نېول کېدای شوه.

د خويندو دغورځنگ په نامه د يوې سيمه ييزې ناحکومتي موسسې مرستيالې، زرمينې پټاني وويل، «نن سبا لوستي ځوانان په هېواد کې له نالوستو ځوانانو څخه د کار د موندلو زيات چانس نه لري.» نوموړې زياته کړه، د واده د لوړ لگښت په څېرو نورو لاملونو ځوانان هڅولي چې افغانستان پريږدي او بهر ځان ته کارونه پيداکړي.  

په فراه ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو د رياست د کوچنيانو د چارو مشر، محمد اکبر انوري له دې سره يوه خوله و چې د مهاجرت شمېر لوړ شوی.

هغه وويل: «زموږ زيات ځوانان له هغه وروسته، چې بهرنۍ موسسې ووتې، ناڅاپه وزگار او مهاجرت ته اړ شول.»

د ولايتي شورا غړي، عبدالصمد صالحي گوته وڅڼډله چې د کابل حکومت په يوازې سر وضع نشي بدلولای.

هغه وويل: «دا به عادلانه نه وي چې تمه ولرو د ملي يووالي حکومت دې د هېواد ټولې ستونزې هوارې کړيۤ؛ ځکه لا تر اوسه نوی دی او سترې موضوعگانې يې په مخکې پرتې دي. موږ ته پکار ده چې پخپله هم په هېواد کې د موجودو ستونزو د هوارلو لپاره لسټوني بډ وهو.»

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists