افغاني پوليسې پر خپل خدمت وياړي

له ټولنيز تبعيض سره سره د ښځينه پوليسانو شمېره زياته شوې.

افغاني پوليسې پر خپل خدمت وياړي

له ټولنيز تبعيض سره سره د ښځينه پوليسانو شمېره زياته شوې.

Afghan National Police cadet during target practice at the shooting range of the Kabul Police Academy. (Photo: Daniel Berehulak/Getty Images)
Afghan National Police cadet during target practice at the shooting range of the Kabul Police Academy. (Photo: Daniel Berehulak/Getty Images)

په پنجشېر ولايت کې گڼ شمېر ښځې د جنسيت د تاوتريخوالي په ورکشاپ کې د گډون لپاره د ښځو چارو د رياست د ودانۍ په مخ کې ليکه ولاړې دي.

دوه دېرش کلنه زرمينه هره يوه مېرمن ودانۍ ته تر ننوتلو دمخه تالاشي کوي. هغه ډېره جدي تالاشي کوي، آن تر دې چې د هرې ښځې د بوټونو دننه گوري.

درې کاله کيږي چې زرمينه د پنجشېر د پوليسو په قوماندانۍ کې کار کوي.

هغې وويل: «لومړی مې مېړه اجازه نه راکوله. ويل یې که چېرته د پوليسو په ليکه کې شامله شم، نو د هغه عزت به تر پښو لاندې شي. وروسته چې کله زموږ اقتصادي حالت خراب شو، نو پخپله يې قوماندانۍ ته راوستم او په پوليسو کې يې شامله کړم.»

نوموړې اوس د مياشتې څه باندې دوه سوه ډالره معاش اخلي او له خپلې دندې ډېره خوشاله ده. آن د يو شمېر جنايي پېښو په څېړلو کې هم مرسته کوي.

زرمينې وويل، ښځې په افغانستان کې د جنسيتي تبعيض د موجوديت له امله د امنيت په کار کې مهمه دنده سرته رسوي.

هغې زیاته کړه: «يو ځل يوه ښځه، چې د قتل په يوې پېښې کې يې لاس درلود، ځان يې پوليسو ته نه تسليمولو. کله چې زه ورنژدې شوم، په ډېرې اسانې يې ځان تسليم کړ.»

د پنجشېر د پوليسو د قوماندانۍ چارواکي وايي زيات شمېر ښځينه پوليسې د پوليسو له ليکو سره يوځای کيږي.

د پنجشېر د پوليسو د قوماندانۍ مشر، عبدالعزيز غيرت وويل، دمگړۍ ١٣ تنه ښځينه پوليسې په بېلابېلو څانگو کې دندې سرته رسوي.

دوه کاله دمخه د پنچشېر په ټول ولايت کې دوو تنو ښځينه پوليسو دنده سرته رسوله.

غیرت وويل: «موږ نشو کولای په خپله دوديزه ټولنه کې ښځې پر نارينه گانو تالاشي کړو. له دې امله دښمن د ترهگريزو فعاليتونو د سرته رسولو لپاره له ښځينه جامو څخه کار اخلي. هغه مهال چې تر شک لاندې شخص ښځينه وي، نو د جنايي پېښو په څېړلو کې د ښځينه پوليسو موجوديت ډېره مرسته کوي او ډېره اړتيا ورته ليدل کيږي.»

هغه ومنله چې د ښځينه پوليسو شمېر ډېر لږ دی. دنوموړي په وینا پنجشیر ولایت کې دمګړۍ ١١١٤ پولیس  موجود دي، خو يادونه يې وکړه چې پولیس مسلک ته دښځو  لېوالتيا مخ په زياتېدو ده.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال، نجيب دانش وويل، پر دندې د ښځينه پوليسو د گومارنې په لار کې زاړه دودونه تر اوسه د يو ستر خنډ په توگه پاتې دي.

هغه وويل، په ټول هېواد کې ٣٥٠٠ تنه ښځينه پوليسې پر دندې گومارل شوي دي. لسو زرو نورو ښځينه پوليسو ته اړتيا شته. د جلب او جذب لپاره هڅې پر مخ روانې دي.

نوموړي وويل: «ښځينه پوليس زموږ د هېواد غليمانو ته لوی سرخوږی دی. د هغوی د شمېر زياتوالي ياغيان اندېښمن کړي دي، ځکه د هغوی زياتره بريدونه، چې په ښځينه جامو کې يې سرته رسوي، د ښځينه پوليسو له خوا کشف کيږي. د تالاشۍ په پوستو کې د يوې ښځې موجوديت او په جنايي پېښو کې د ښځو څېړنه ډېر اهميت لري.»

د پنجشېر د ښځو د چارو رئيسې، عاليې عطايي وويل، د ښځو چارو رياست ښځينه پوليسو ته د اړتيا د لرې کولو په موخه د جوماتونو، ښوونځيو او ديني عالمانو له لارې کمپاين پلی کړی.  

نوموړې وويل، امنيت ته پر اړتيا سربېره د پوليسو له ليکو سره د ښځينه پوليسو يوځای کېدل، هغو ښځو ته چې کورنۍ ته خواړه چمتو کوي، يو په زړه پورې اقتصادي فرصت دی.   

هغې وويل: «موږ خوښ يو چې ښځې د خپلو خپلوانو ملنډو وهلو ته، چې کله ناکله ورسره مخ کيږي، ارزښت نه ورکوي. يوې کونډې مېرمنې موږ ته وويل، د ډوډوۍ خوراک پر مهال به د هغه ورور هغې ته بدې خبرې کولې او د وړيا خوراک له امله به يې ورته سپکې سپورې ويلې. نن هغه مېرمن پوليسه ده، معاش اخلي او په خپل لاس ځانته خواړه چمتو کوي.»   

گل اندام د هغو کسانو له ډلې څخه يوه ده چې د دندې له امله يې درناوی کيږي او معاش تر لاسه کوي. کله يې چې يو کال دمخه مېړه له لاسه ورکړ، نو خپلې کورنۍ ته د ډودۍ موندلو د يوې لارې په توگه د پوليسو له ليکو سره يوځای شوه. 

اوس هغه د پوليسو د قوماندانۍ ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال د ښځو تالاشي کوي.

هغې وويل: «خپل کار په ډېره مينه سرته رسوم. زه د درناوۍ او اعتبار خاونده يم. ښه معاش راکول کيږي او خپله کورنۍ پرې چلوم. همدارنگه خپلو خلکو او هېواد ته خدمت کوم. تر دې بل غوره کار نشته.»

گل اندام وويل، ځان ورته د خلکو خدمتگاره ښکاري او چمتو ده چې په ډېرې خوښۍ د افغانستان په هر گوټ کې دنده سرته ورسوي. هغه پر دې ټکي پوهيږي چې د ښځينه پوليسې په توگه ښه کارونه سرته رسولای شي. 

هغې وويل: «د پنجشېر ولايت د بازارک د ولسوالۍ د منجور د کلي يوه نجلۍ له کوره وتښتېده. موږ لاړو چې هغه د ښځو چارو رياست ته راولو، چې کورنۍ یې ورته زيان ونه رسوي. کله چې نارينه پوليس هغې ته د ورنژدې شول چې موټر ته يې وخيژوي، په موټر کې يې له سپرېدو ډډه وکړه. کله چې ما ورته وويل، مه ډاريږه زه درسره يم، کراره شوه او موټر ته وختله.»

نوموړې زياته کړه: «په زياترو جنايي پېښو کې تر شک لاندې ښځينه شکمنې نارينه پوليسو ته رښتيا نه وايي. خو کله چې موږ ورسره خبرې وکړو، هر څه راته وايي او په دې توگه پوليس په ډېره اسانۍ قضيه هوارولای شي.»

اسلامي کارپوهان وايي، که چېرته اخلاق، حيا او جامې په سم ډول په پام کې ونيول شي او د غندنې وړ نه وي، د پوليسو له ليکو سره د ښځينه پوليسو د يوځای کېدلو په لاره کې کوم خنډ نشته.

د مولوي گلزار په نامه يو ديني عالم وويل: «ښځينه پوليسې بايد د شريعت پر بنسټ حجاب واغوندي. د هغوی ناسته ولاړه او فعاليتونه بايد له نارينه گانو څخه جلا وي او له نارينه پوليسو سره په تماس کې نه وي. همدارنگه د دندو د سرته رسولو پر مهال بايد له نارينه گانو سره يوځای نشي.»

يو شمېر ځايي خلک لا تر اوسه په دې اند دي چې د ښځينه پوليسو موجوديت له افغاني محافظه کارو دودونو سره هيڅ موافقت نه لري.

په کابل کې د ابراهيم په نامه يوه ټکسي چلوونکي آی ډبليو پي آر  ته وويل، «هغه مهال چې يوه ښځه له کوره وځي، له سلگونو نارينه گانو سره يوځای شي او د دندې په نامه له هغوی سره شپه او ورځ وگرځي، نو نوره د خپل مېړه ماندينه نه ده. نوي مړونه پيداکوي. زما په اند هر هغه څوک چې خپله ښځه يا لور په وسل وال پوځ کې شاملوي، دوس دی او خپل عزت له لاسه ورکوي.»

يو شمېر بيا مثبت نظر لري.

د پنجشېر د شتل د ولسوالۍ اوسيدونکي، محمد شاه عظيمي وويل، هغه باور لري، زياتره خلک له دې سره موافق دي چې د پوليسو په ليکو کې د ښځيينه وو کار کول مهم کار دی.

هغه وويل: «زما په کورنۍ کې ځوانه نجلۍ نشته. که درلودلای مې، نو د پوليسو په ليکه کې به مې شامله کړی وای، ځکه د ټولنې خدمت کوي. ښځې په جنايي څېړنو کې ښه کار کوي، پر جنايي جرمونو تورنې مېرمنې خوشاله دي چې د نارينه پوليسو پر ځای خپلې محرمې او پټې خبرې ښځينه پوليسو ته ووايي.»

له ستونزو سره سره ښځې غوره گڼي، دې سختې دندې ته دوام ورکړي.

څلرويشت کلنه ظريفه د يوې لېسې فارغه ده او له پوليسو سره د يوځای کېدو لپاره يې غوښتنليک وړاندې کړی دی.

هغې وويل: «زموږ د کورنۍ ټول غړي په اردو کې کار کوي. زه غواړم پوليسه شم. کورنۍ مې اجازه راکړې، زه به د پوليسو افسره شم. غواړم له دې لارې څخه خپلې ټولنې ته خدمت وکړم.» 

Frontline Updates
Support local journalists