افغاني ورزشکارانې د مډالونو ګټلو ته نه، بلکې تر هغې زياته هڅه کوي

له يو شمېر خنډونو سره سره ښځو په نړيوالو سپورتي لوبو کې زياتې برياوې تر لاسه کړي.

افغاني ورزشکارانې د مډالونو ګټلو ته نه، بلکې تر هغې زياته هڅه کوي

له يو شمېر خنډونو سره سره ښځو په نړيوالو سپورتي لوبو کې زياتې برياوې تر لاسه کړي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

د کابل ورزشي لوبغالی په ۱۹۹۰ کلونو کې د خلکو په وړاندې د اعدامونو او غړو د پرېکولو له امله د طالبانو د ظلم نړيواله نښه ګرځېدلې وه. له څه باندې يوې لسيزې وروسته په نوموړي لوبغالي کې نارينه او ښځينه لوبغاړي ورزشي لوبې سرته رسوي.

کله چې په دې وروستيو کې د آی ډبليو پي آر  خبريال د سلما حسينی په نامه له يوې ۲۴ کلنې مېرمنې سره وليدل، د تيکواندو اتياوو تنو زده کوونکو ته يې تمرين ورکاو او هغوی د حسيني له هر حرکتونو سره سم هماغسې حرکتونه کول.

د سپورتي تاسيساتو او وسايلو له کمښت او په عام محضر کې د ښځو د رول پر لوبو باندې له محدوديتونو سره سره  د افغانستان ښځينه ورزشکارانو په تېرو کلونو کې له سيمه ييزو او نړيوالو لوبو څخه هېواد ته د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو شاوخوا سل مډالونه راوړي دي.  

حسيني لومړی په ايران کې په څوارلس کلنۍ کې، چې د کډوالې په توګه يې هلته ژوند کاوه،  د کوريايي رزمي لوبې،  تکواندو پر زده کړې پيل وکړ. هغې له افغانستان څخه بهر د برونزو او سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړي.  اوس له دې امله، چې د المپيک د ملي ډلې مربي ده، له سياليو څخه يې لاس اخيستی دی.

حسيني وايي، په داسې حال کې چې په سپورت کې برياليتوب ښايي د ښځو په دريځ کې د پراخ بدلون يوه نښه وي، خو ښځينه لوبغاړې د خپلو برياوو په اړه لږې ستايل کيږي او افغان رسنۍ پرې سترګې پټوي.

هغې وويل: «کله چې نارينه يو مډال وګټي، رسنۍ يې ډېره ستاينه کوي، خو بيا د نجونو په وړاندې داسې نه کوي. زه له افغان رسنيو څخه په ټينګه غوښتنه کوم، چې ښځينه اتلې وستايي، تر څو ددې هېواد مېرمنې د پياوړتيا احساس وکړي.»  

حميده اميد د تکواندو يو بل ستوری دی. هغې له هېواده بهر د برونزو په درېو ګټلو مډالونو سربېره د سمپتمبر په مياشت کې په هند کې د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ.

اميد په دې اند ده چې ښځو ته په کار ده د ځان دفاع وکړي. د هغې په وينا: «هغوی بايد د بنديتوب زنځيرونه مات کړي او خپل حقونه خوندي کړي.» 

اميد د خپل مېړه، محمد مبين بشپړ ملاتړ لري. که دا د سياليو لپاره له کوره بهر وي، نو هغه (مبين) پر ماشومانو پام کوي او د کور کارونه سرته رسوي. يو شمېر ملګري يې دا کار نه خوښوي، خو هغه يې پروا نه کوي. 

هغه وويل: «کله چې د خپلې مېرمنې بريا واروم، د چا د نظر پروا نه راځي. زه ډېر زيات خوشحال يم چې د حميدې په څېر مېرمن لرم.» 

د نونلس کلنې زهرې په نامه لوبغاړې، چې په کابل کې د تکواندو خصوصي کلب ته ځي، غواړي حکومت د ښځو د سپورت په اړه زيات څه وکړي.

ښځينه لوبغاړې سم تاسيسات، جامې، مربيان او د لېږدونې وسايل نه لري.  

زهرې وويل: «د المپيک ملي کمېټه بايد د کابل [ښار] په ټولو برخو کې د ښځو لپاره ځانګړي ستډيومونه  تر پام لاندې ونيسي. نوموړې کمېټې تر اوسه له ورزشکارانو سره هيڅ راز مرسته نه ده کړې.»  

داسې نه ده چې ګوندې د افغانستان حکومت ورته  پيسې نه دې بېلې کړي. د ماليې وزارت سږکال دمخه په يو رپوټ کې ويلي و، د المپيک ملي کمېټه پاتې راغلې چې د خپلې بودجې پنځوس سلنه ولګوي.

د المپيک د ملي کمېټې د ښځو د سپورت د څانګې مشرې، ملالۍ دقيق وويل،  د المپيک ملي کمېټې د هېواد په لويديځ کې د هرات په ښار کې دښځو لپاره يو ستډيوم جوړ کړی او په نژدې راتلونې کې به په کابل کې هم يو سټډيوم  جوړ کړي.  

هغې وويل: «له ستونزو سره سره موږ خوشبين يو چې ښځينه سپورت په ولايتونو کې مخ په غوړېدو دی.» زياته يې کړه چې  هرات د هغې ټاټوبی دی.

سره له دې چې زيات شمېر افغانان باور لري، ښځينه سپورت د دين  سپکاوی دی، خو د حج او اوقافو د وزارت د اسلامی لارښوونو رئيس، کرامت الله صديقي وايي تر هغه چې مناسبې جامې يې په تن وي، ښځې کولای شي سپورتي لوبې وکړي.

زيات شمېر محافظه کار افغانان باوري دي چې دا راز فعاليتونه د هغوی د فرهنګ او کلتور سره ټکر خوري.

د کابل د خيرخانې مېنې اوسيدونکي، ۵۵ کلن شاه ولي وويل، دا يو اخلاقي فساد دی، چې ښځې دې په سپورت کې برخه واخلي او هغه نارينه چې هغوی ته اجازه ورکوي «بې مغزه» دي.

هغه وويل، سمه نده چې ښځې د کورنۍ د يوه غړي له ملتيا پرته له کوره بهر لاړې شي. هغه وويل نو رنارينه به د لوبو پر مهال  د هغوی د بدن د وتلو غړو ننداره کوي.

په قلعهفتح الله کې د  ۵۰ کلن ميرويس الدين په نامه يو هټيوال بيخی بل راز نظر وړاندې کړ. هغه وويل، ښځو د طالبانو [دواکمنۍ پر مهال] زيات کړاوونه زغملي دي. بايد پريښودل شي چې سپورتي لوبې وکړي او پر خپل ځان پام وکړي.

هغه وويل: «پريږدئ نړۍ په دې پوهه شي چې افغان مېرمنې هم اتلولي ګټلای شي. خدای هرڅه د نارينه ګانو لپاره نه دي پيدا کړي.» 

د يوه ښوونځي ښوونکې، رئيسه د ښځو د حقونو لپاره سپورت د لويې مبارزې يوه برخه ګڼي.

هغې وويل: «که موږ دې ستونزو ته غاړه کښيږدو، نو د کور په څلورو دېوالونو کې به مو ځانونه بندي کړي وي.»

Women
Frontline Updates
Support local journalists