Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني مېرمنې له رواني ناروغيو څخه کړيږي

د کارپوهانو په وينا رواني ناروغۍ مخ په زياتېدو ده.
By Mina Habib

عزيزه د کابل په رواني روغتون کې په خپل بستر کې ناسته ده، هاخوا دېخوا گوري او اوښکې يې پر مخ روانې دي.   

دغې ٤٥ کلنې مېرمنې آیۍ ډبليو پي آر ته وويل، ډېر کلونه کورني تاوتريخوالي کړولې. پنځلس کلنه وه چې پلار يې د هغې له خوښې پرته د پکتيا ولايت يوه سړي ته واده کړه. 

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: «له هماغه لومړۍ شېبې له دې واده سره مخالفه وم. د پکتيا د خلکو له خوی او عادت سره بلده نه وم او نه مې شو منلای. ناندرۍ او تاوتريخوالی مې د هرې ورځې يو حقيقت و.»

عزيزه، چې اوس د دوو زامنو او اوو لوڼو مور ده، وايي: «زه مجبوره وم، د څارويو د ساتلو او په ځمکې کې د کار کولو په څېر ډېر درانده کارونه سرته ورسوم. کله چې به مې ويل، دا کارونه سرته نشم رسولای. کورنۍ به مې وهلم او بد رد به يې راته ويل.» 

کورني ناوړه حالت يې د رواني ناروغۍ تر درملنې پورې راورسوله. عزيزې زياته کړه: «اوس مې کورنۍ وايي رواني ناروغي لرم او د درملنې لپاره يې دلته راوستې يم.» 

کارپوهان وايي، له درېو لسيزو څخه زياتې جگړې، بېوزلۍ او له هغې سره مل نورو ټولنيزو ستونزو په افغانستان کې د ذهني ناروغۍ ناوړه حالت رامنځته کړی، چې زور يې له ښځو څخه وځي.   

د عامې روغتيا د رواني ناروغيو د څانگې رئيس، بشير احمد سروري وايي: «زه په يقين ويلای شم چې دا ستونزه په ښځو کې مخ په زياتېدو ده.»

په ٢٠٠٤ کال کې د يوې سرتاسري سروې په پاپله کې څرگنده شوې وه چې ٦٨ سلنه ځواب ورکوونکي له خپگان، ٧٢ سلنه له تشويش او ٤٢ سلنه د مغزي ټکانونو له راورسته له بې نظميو څخه کړيږي. 

سروري وويل، د ناروغانو د مشاهدو له مخې هغه په دې اند دی چې د ښځو د رواني ناروغيو درجه کال په کال مخ په لوړېدو ده.

سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې روغتيايي کلينيکونه جوړ کړي دي، چې د رواني ناروغانو درملنه هم کوي، خو يوازې يواځې  په کابل کې دبستر کولو لپاره یو رواني روغتون لري. 

دغه روغتون په رواني ناروغيو د اخته ښځو د درملنې لپاره ٦٠ بستره او په نشه يي توکو د اخته ښځو د درملنې لپاره ٤٠ بستره لري. 

د نوموړي روغتون رئيس، خطاب کاکړ وويل، جگړه، کورنی تاوتريخوالی او محافه کارانه دودونه، چې د ښځو په وړاندې تبعيض روا گڼي، په افغانستان کې د رواني ناروغيو د اخته کېدو عمده لاملونه دي.  

هغه په دوام وويل: «موږ بايد د دوو موضوعگانو تر منځ توپير وکړو؛ يو شمېر معتدلې رواني ستونزې موجودې دي چې ډېر خلک پرې اخته دي او کېدای شي له رواني ډاکترانو سره د سلا مشورې له لارې له منځه لاړې شي. ترڅنگ يې سخت اغېزمن شوي ذهني ناروغان موجود دي چې ښايي د پرله پسې درملنې لپاره په روغتون کې بستر شي.»

د رواني ناروغيو ماهر، دکتور تيمورشاه وويل، ښځې پر رواني ناروغيو باندې په اسانه اخته کېدای شي، ځکه د افغاني دودونو له امله هغوی اړ دي د کور دننه پاتې شي.    

هغه وويل: «ټولنيزې ستونزې، په ځانگړي ډول کورنی تاوتريخوالی د خپگان او ډار لامل کيږي. نارينه هم تر رواني فشار لاندې راځي، خو له کوره بهر وتلای شي. هغوی کار کوي، فکر يې بدليږي او د کار په بهير کې په نورو لارو لالهانده وي.»

تيمورشاه وويل، په تېر کال کې ورته د نورو کلونو په پرتله ډېر شمېر ناروغان راغلي، چې زياتره يې ښځې وې.  

د ښځو د چارو د وزارت چارواکي دا مني چې رواني ناروغي مخ په زياتېدو ده. د دې کار لامل د نارينه گانو بېروزگاري او پر نشه يي توکو روږدي کيدل بولي.  

د نوموړي وزارت حقوقي سلاکارې، فرزانې ساپۍ وويل: «ښځې په کورنيو کې خپلې اقتصادي اړتياوې په نارينه گانو پوره کوي. کله چې نارينه گان نه دنده ولري او نه پيسې، نوموړې اړتياوې پرځای پاتې کيږي او له امله يې لاره ناندريو ته هواريږي.» 

هغې وړاندې وويل: «په ځانگړي ډول، هغه نارينه گان د خپلو کورنيو هيڅ پروا نه لري، چې په نشه يي توکو روږدي شوي وي. د دغو عواملو له امله د ښځو رواني ناروغی زياتيږي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې رئيسې، شبنم سيما له دې سره موافقه ده چې د ښځو د رواني ناروغيو اصلي لامل تاوتريخوالي او بېروزگاري ده.

هغې وويل: «پخوا مو په کال کې د رواني ناروغيو ٨٠٠ پېښې ثبتولې، خو د روان لمريز کال په لومړۍ مياشت کې مو ١١٤ پېښې ثبتې کړې دي.»

کېدای شي د امنيت په خرابوالي کې دوه کاله دمخه له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو وتل هم لاس ولري.

د کابل د رواني ناروغيو په روغتون کې بستر شوې ٢٥ کلنې جميلې وويل، له هغه مهاله چې په ٢٠١٤ کال کې يې ورور په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو، د خپگان ناروغي ورته پيدا شوه. 

هغې وويل: «تل له ځان سره ژاړم. کله ناکله مې آن زړه غواړي ځان ووژنم.» نوموړې زياته کړه، نژدې خپلوان ورسره ډېر لږ خواخوږی کوي.

هغې وويل: «کله چې په خرابه لاره لاړه شم، کورنۍ مې راباندې د ملاتړ پرځای په غوسه کيږي او راته وايي چې لېونۍ شوې يم.»

جميلې د دغه ناروغۍ له امله خپله دنده له لاسه ورکړه او وايي يوازې هغه مهال له درناوۍ سره مخ شوه چې د درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوه. په کور کې يې وضع ورځ په ورځ خرابېده 

ساپۍ وويل، د ښځو د چارو وزارت په پام کې لري چې د ښځو د رواني ناروغيو په اړوند د معلوماتو د پراختيا پروگرامونه پلي کړي. همدارنگه هڅه کوي چې ښځو ته دندې ومومي او د کورنيو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي.

نوموړي وزارت د شاهد او قرباني د ملاتړ په نامه يوه کمېټه تاسيس کړې، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره پکې څو موسسې په گډه کار کوي. نوموړې کمېټې ټولو هغو ښځو ته، چې له تاوتريخوالي سره مخامخ شوي، حقوقي، احساساتي او عملي مرستې چمتو کړي.      

د ارواپوهنې کارپوهان وايي، کېدای شي له ښځوسره گډ کار دا ستونزه هواره کړي. 

د رواني ناروغيو ماهر، ايمل ساپي وويل: «که چېرته رسنۍ او د جوماتونو ملاامامان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه معلومات وړاندې کړي او نارينه گانو ته د شريعت او مدني قانون له مخې د ښځو حقونه تشريح کړي، ډاډمن يم چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو په لار کې به يو ښه گام وي.»

دمگړۍ گڼ شمېر بېچاره مېرمنې د مرستې لپاره هر بوټي ته لاس اچوي.

شکېبا، سره له دې ٢٤ کاله عمر لرې، گونزې يې پر مخ راغلې او ډېره زړه برېښي. هغه د باميانو له ولايت څخه په کابل کې د ښځو چارو وزارت ته راغلې ده.

هغه له اختياره وتلې ريږدېدله، د وزارت په انگړ کې منتظره ناسته او هرې خواته يې په ډار کتل. 

نوموړې په سپېرو او چاودو شونډو وويل: «له پروسږکال راهيسې مې مېړه بې کار دی. کله چې په کور کې وي، زما د وهلو لپاره پلمې لټوي او زړه راباندې تشوي. اوس له هر انسان څخه ډاريږم. په ډار ژوند تېروم.»

«خپلوان مې وايي، ناروغه يم، بايد په بستره کې اوسم، خو زه دلته راغلې يم چې له خپل مېړه څخه طلاق واخلم. هيڅوک راسره مرسته نه کوي.