Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني مېرمنې د پېژندپاڼې له ترلاسه کولو بې برخې دي

له رسمي کاغذونو پرته ناشونې ده چې يو څوک رايه ورکړي، پر سفر لاړ شي يا روغتيا څارنه ترلاسه کړي.
By Zamzama

 

 

 

    

 

آی ډبليو پي آر معلومات تر لاسه کړل چې د ختيځ ولايت، ننگرهار پوره اويا سلنه ښځې پېژندپاڼې [تذکرې] نه لري او له دې امله له پراخه مرستو څخه بې برخې دي.

نوموړې لاسوندي، چې د تذکرې په نامه ياديږي، د بنسټيزو اسانتياوو، لکه روغتيا څارنې، زده کړې، بانکي معاملو، پر دندې گومارنې او رايې ورکولوته ډېر اړين دي.

گڼو مېرمنو آی ډبليو پي آر ته وويل، کورنۍ يې هغوی ته اجازه نه ورکوي چې پېژندپاڼه يا تذکره واخلي.

اته ويشت کلنې عايشې وويل، ښځې يوازې په ځينو ټاکلو او مشخصو وختونو کې پېژندپاڼې تر لاسه کولای شي. 

هغې وويل: «ښځې هغه مهال تذکره اخلي چې د حج د فريضې د ادا کولو يا نورو هېوادونو ته تگ لپاره پاسپورت جوړوي. له دې پرته ښځې پېژندپاڼې نه اخلي. ما ځانته تر اوسه پېژندپاڼه نه ده اخيستې.»

ښځو ته د پېژندپاڼې د اخيستلو لپاره د اجازې نه ورکول يوه سراسري ستونزه ده. په افغانستان کې ٥٦ سلنه ښځې تذکرې نه لري، خو په ننگرهار کې دا شمېره خورا لوړه ده.

د ننگرهار ولايت د نفوسو د احوال د ثبت رئيس، حفيظ الله پهلوان آی ډبليو پي آر ته وويل: «د ننگرهار اويا سلنه ښځې تذکرې نه لري.»

پهلوان وويل، يوازې هغه ښځې چې دنده لري، بهر ته سفر کوي او يا له زده کړو فارغې شوې وي، پېژندپاڼه اخلي. دا يوازې هغه ښځې دي چې په ښارونو کې ژوند کوي. د ولايت په نورو لرو پرتو سيمو کې نارينه دا خبره د ځان شرم گڼي چې د کورنۍ ښځينه غړې يې تذکره تر لاسه کړي.

نوموړي وويل، په ٢٠١٥ کال کې يې ٣٠٠٠٠٠ او په ٢٠١٦ کال کې يې ٤٠٠٠٠٠ تذکرې وېشلې دي چې نژدې ٢٠ سلنه يې ښځو ته ورکړل شوې دي. هغه زياته کړه: «پخوا به مو د دې موضوع په اړه د يونيسيف په مرسته د عامه خبرونې پروگرامونه جوړول، خو دتېرو شپږو مياشتو راهيسې دا بهير ودرېدلی دی.» 

د مجبور آباد د سيمې اوسيدونکې، گلالۍ وويل، شاوخوا د ٣٠ کالوعمر لري. د کورنۍ نارينه غړي دنده لري چې خپلو خويندو، ميندو او مېرمنو  ته تذکرې واخلي، خو دا کار نه کيږي.

هغې وويل: «زموږ په کورنۍ کې زما د ميندو، پنځو خويندو، دري ناويانو او څلورو ورېرو په گډون ١٤ ښځې دي. هغوی يوه هم تذکره نه لري.»

مرحبا وايي نه پوهيږي څو کلنه به وي، خو داسې بريښي چې د دېرشو او څلوېښتو کلونو تر منځ عمر به لري. هغې وويل، هغه مهال وپوهېدم، تذکرې ته اړتيا لرم چې ناروغه شوم او کورنۍ مې غوښتل د درملنې لپاره مې هند ته يوسي. د پارسپورت د اخيستلو پر مهال وويل شول چې لومړي بايد تذکره راته واخلي. 

مرحبا وويل، د هغې د کورنۍ نورې شپږ ښځې تذکرې نه لري.

د ننگرهار د ښځو د چار رئيسې، انيسې عمراني آی ډبليو پي آر ته وويل، هغوی ته د ښځو له خوا د تذکرې د نه لرلو په اړه کوم شکايت نه دی رسېدلی.

هغې وويل: «دا موږ ته يو نوی شی دی. موږ به هڅه وکړو په دې اړه د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړو، ترڅو ښځې د تذکرو اخيستلو ته وهڅيږي.»

په ننگرهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د څانگې مسؤولې، هاشمې شريف وويل، هغه له دغې ستونزې څخه ښه خبره ده.

هغې آی ډبليو پي آر ته وويل، ښځې د افغانستان په څېر نارينه برلاسې ټولنه کې له دغه راز بنسټيزو حقونو څخه بې برخې دي.

هاشمي وويل، هغه مهال چې ښځو زموږ يا نورو ادارو ته د مرستې لپاره مراجعه کړې، غوښتنه مو ترې کړې چې تذکره واخلي. له لاسوندو پرته بايد خلک ډېر انتظار وکاږي، ترڅو اړوندې ادارې يې قضيې هوارې کړي.   

نوموړې وويل: «که چېرته ښځې تذکرې ونه لري، څوک يې افغان نشي گڼلای.» هغې زياته کړه، په پلازمينې او ولايتونو کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له خوا پلي شوي ورکشاپونه او سيمينارونه د خلکو د چار چلن په بدلون کې پاتې راغلي دي.  

د کلو يو شمېر مشران وايي، هڅه کوي ښځو او نارينه گانو دواړو ته د تذکرې د اهميت په اړه معلومات ورکړي. د محمد واعظ ظاهرزي په نامه يوه قومي مشر وويل، هغه او نور همکاران يې خلکو ته د تذکرې د گټو په اړه معلومات ورکوي او هرڅوک د تذکرې اخيستلو ته هڅوي. 

«که څوک د شرم او غيرت په اړه خبرې کوي، نو دا کار د چا له غيرت سره هيڅ تړاو نه لري. دا يوازې د هغوی د افغانيت څرگندونه کوي. که څوک تذکره ونه لري، ښايي ځانته افغان ونه وايي، ځکه هغه اصلا افغان نه دی.»

د مولوي امام الدين په نامه يو ديني عالم هم وويل، د تذکرې لاسته راوړل اړينه خبره ده.

هغه وويل: «د هرچا هويت بايد څرگند وي. د پېژندپاڼې لرل د هغه شخص د مخينې د ثبت او راجسټر معنا هم لري.»

د خلکو د سلوک تغيير او بدلون ډېر وخت غواړي. د جلال آباد د ښار استوگن، ٤٢ کلن اسد خان وايي، نارينه بايد له خپلو ښځو سره د تذکرې په اخيستلو کې مرسته وکړي. هغه په دې باور دی چې زيات شمېر خلک دا کار کوي.

کله چې له هغه څخه د هغه په کورنۍ کې د ښځو د تذکرو په اړه وپوښتل شول، وشرمېد، ترخه موسکا يې وکړه او ويې ويل: «څه دروغ درته ووايم. په کورنۍ کې مو نهه تنه ښځې دي او يوه يې هم تذکره نه لري.»