Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني مېرمني خپل غږونه پورته کوي

د حقونو او عدالت موضوعگانې د عامه غونډو او رپوټونو د لړيو له لارې خپرې شوې.
By IWPR Afghanistan

د آی ډبليو پي آر له خوا په يو شمېر جوړو شوو مناظرو کې په کندهار او خوست ولايتونو کې افغاني مېرمنو ته په يوې عمومي غونډه کې د جنسيتي برابرۍ په اړه د لومړي ځل لپاره د نظر د وړاندې کولو چانس ورکړ شو.

ويناوالو عدالت ته د ښځو د رسېدو او همدارنگه د کار په ځای کې د زياترو هغو په وړاندې د تبعيض په اړه خبرې اترې وکړي.

په کندهار کې د مناظرې گډون کوونکې شاه گل وويل، د ولايتي حکومت له خوا په غيرعادلانه توگه له خپلې دندې گوښه کړای شوې ده.

هغې وويل: «د لومړي ځل لپاره دې مناظرې ماته چانس راکړ چې په وړاندې مې د شوې بې عدالتۍ په اړه خپل غږ پورته کړم.»

د کندهار ولايت د ښځو د چارو د رياست مرستيالې، ليلما نوري زياته کړه: «ښځې د نارينه گانو په وړاندې شکايت ته زړه نشي ښه کولای. هغه ښځې چې د حق غوښتلو ته زړه ښه کوي، آن تر مرگه پورې له ناوړو پايلو سره مخامخ کيږي.»

د مناظرې برخوالې، شگوفې وويل، دې غونډې ځايي مېرمنو ته يو بېساری فرصت په لاس ورکړ.

هغې وويل: «داسې غونډې زموږ د معلوماتو په لوړولو کې ډېرې اغېزمنې دي. د دې مناظرې له لارې موږ په ټولنه کې خپل حقوقي دريځ وپېژاند.»

په خوست ولايت کې زياترو ويناوالو وويل، مناظرې مهمې روزنيزې غونډې وې.

د هغه ولايت د بشري حقونو او مدني ټولنې د موسسې مشر، بوستان وليزي وويل، دمخه تر دې يې په خوست کې داسې ډانگ پيلې مناظره نه وه لېدلې.

د ورته پروژې د يوې برخې په توگه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د بشري حقونو او ښې حکومتوالۍ د ودې پروژې د اکتوبر په مياشت کې د جنسيت د برابرۍ په اړه درې رپوټونه خپاره کړي دي.

يوه گډون کوونکي په وروسته پاتې ولايت، پکتيکا کې د قابله گۍ د روزنې مرکز د ونډې پر اهميت رڼا واچوله، چې تر مخه يې د ټول ولايت په کچه يوازې يوه ښځينه ډاکټره موجوده وه او ښځو طبي څارنې ته ډېر لږ لاسرسی درلود. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: د قابله گۍ د روزنې مرکز د لومړي ځل لپاره په يوه ولايت کې رامنځته شو)

د سرحوزې د ولسوالۍ اوسيدونکې او د قابله گۍ د مرکز زده کوونکې، حميدې وويل: «ما په خپلو سترگو د زېږون پر مهال د زيات شمېر ميندو مړينه ليدلې. زما خوب اوس رښتيا شو. له دې مرکز څخه له فراغت وروسته به زه وکړای شم چې په دې محروم ولايت کې د رنځېدلو ښځو ژوند وژغورم.»

د آی ډبليو پي آر يو بل رپوټ طبي درملنې ته د ښځو د نه لاسرۍ ناوړه پايلو ته پام اړولی. («غيرت» هغه اصل، چې د مور - ماشوم د څارنې او مواظبت مخه نيسي)

په رپوټ کې داجوته شوې چې څنگه د «شرم» او «غيرت» په اړه بنسټپالې نظريې د مور او ماشوم د لوړې کچې د مړينې لامل شوې دی. زيات شمېر نارينه خپلې مېرمنې درملنې ته نه پرېږدي؛ ځکه د مور – ماشوم څارنه ظاهرا د دې ډار رامنځته کوي چې هغوی له نارينه طبي کارکوونکو سره  په تماس کې نشي.

په يو بل رپوټ کې هغه تعصب ته گوته نيول شوې چې ښځې ورسره د کار په ځای کې مخ کيږي. ښځينه کارکوونکې زياتره له جنسي ځورونې سره مخامخ کيږي او بنسټپالی ټولنیز چلن او له کاره د  گوښه کېدو ډار د دې سرغړونو په اړه د رپوټ ورکولو مخه نيسي. (وگورئ: افغاني مېرمنې د کار په ځايونو کې د ځورولو په وړاندې د اقدام غوښتنه کوي)

د بشري حقونو تر پروگرام لاندې بل سرته رسېدلی کار، د څيړنيز رپوټ ورکولو په اړه ورکشاپ و، چې شاوخوا ٣٠ تنو ژورنالستانو لپاره په لويديځ ښار، هرات کې جوړ شوی و. گډون کوونکو وويل، هغوی زده کړل چې څنگه يو غښتلی څېړنيز رپوټ د ټولنې د پراختيا لامل کيږي او همدارنگه هغه وړتياوې کومې دي چې بنسټيز رپوټ ورکولو ته اړينې دي.

په بادغيس ولايت کې د رڼا د توليد ی شرکت اديټور، نجيب الله بينش وويل: «ما په دې ورکشاپ کې زده کړل چې د بادغيس اوسيدونکي والي، ولسوال يا د پوليسو قوماندان ته اړتيا نه لري، بلکې څيړنيز رپوټ ته اړتيا لري؛ ځکه دا هغه ډول رپوټ دی چې د سولې، عدالت او بدلون لامل کيږي.»

د غور په ولايت کې د پژواک خبري آژانس خبريال وويل، هغه ته اوس څرگنده شوه، د هغه کار د هېواد له بياودانولو سره مرسته کولای شي.

هغه وويل: «که له ما وپوښتل شي چې د سړکونو، برښنا، اوبو يا څيړنېز رپوټ ورکولو په ډلې کې په کوم يوه هغه کې پانگونه وکړم، نو په بشپړ ډاډ به څيړنيز رپوټ غوره کړم؛ ځکه دا د سړکونو، اوبو او برښنا په گډون د هر ډول پراختياوو سرچينه ده.»

 

 

 

https://iwpr.net/global-voices/afghan-women-raise-their-voices

Language: Dari, ARR 528

Headline:

زنان افغان صدای شان را بلند کردند

 

By:

گزارش توسط کارمندان آی دبلیو پی آر- افغانستان

Story Stands:

مواردی همچون حقوق و عدالت در نشست های عامه بحث و دریک رشته از گزارشات تحت پوشش قرار گرفت

Story Follows:

در یک رشته از مناظره های که توسط آی دبلیو پی آر در ولایت های کندهار و خوست راه اندازی شده بود نخستین فرصت برای زنان فراهم شد که نظریات شان را در مورد برابری جنسیتی در یک اجماع عامه ابراز کنند.

سخنرانان دسترسی زنان به عدالت و همچنان تبعیض را که بسیاری از زنان در محلات کاری با آن روبرو اند را مورد بحث قرار داد.

شاه گل، یکتن از اشتراک کنندگان در مناظرۀ ولایت کندهار گفت که او به گونۀ نا مناسب از موقف اش توسط والی این ولایت برکنار شده است.

اوگفت:" برای نخستین بار این مناظره برایم فرصت را مساعد کرد که در مورد بی عدالتی که با من صورت گرفته است صحبت کنم."

لیلما نوری، معاون ریاست امور زنان ولایت کندهار اضافه کرد،" ما جرأت درج شکایت بر علیه مردان را نداریم، آنعده زنانیکه خواستار حقوق شان می شوند با عواقب ناگوار حتاء مرگ مواجه می شوند."

شگوفه، یکتن از اشتراک کنندگان در مناظره گفت که این مناظره یک فرصت بی سابقۀ را برای زنان محلی فراهم کرده است.

" این چنین مناظره ها در افزایش آگاهی ها در میان ما زنان خیلی ارزنده است، از طریق این مناظره ها ما در مورد موقف قانونی ما در جامعه پی می بریم."

سخنرانان در مناظرۀ ولایت خوست گفتند که مناظره ها یک ابزار مهم آموزشی است.

بوستان ولی زی، رییسۀ نهاد حقوق بشر و جامعۀ مدنی این ولایت گفت که او هیچگاهی در مورد این مناظره های صریح در ولایت خوست نشنیده بود.

پروژۀ ترویج حقوق بشر و حکومتداری خوب که توسط  اتحادیۀ اروپاء در افغانستان تمویل می شود سه گزارش در مورد برابری جنسیتی را در ماه اکتوبر نشر کرده است.

یکی از موضوعا مهم که باید برجسته شود همکاری در ساخت یک مرکز آموزش قابله گی در ولایت عقب ماندۀ پکتیکا است، جاییکه قبلاً یک داکتر زن در سراسر این ولایت موجود بود و زنان این ولایت دسترسی اندک به مراقبت های صحی داشتند.( برای جزییات بیشتر به گزارش مراکز قابلگی رونق جدید در ولایت های افغانستان پیدا کرده است مراجعه کنید.)

حمیده، یکتن از اموزگاران  قابله گی در ولسوالی سرحوزه گفت:" من شاهد مرگ ومیر مادران زیادی در دوران زایمان بوده ام، حالا من به امیدهایم رسیده ام، بعد از فراغت از این مرکز من قادر به نجات زندگی زنان رنج دیدۀ این ولایت عقب مانده خواهم بود."

یکی از مناظره های آی دبلیو پی آر عواقب وخیم را که زنان بعد از محروم شدن از دسترسی به مراقبت های صحی با آن روبرو می شوند مورد بحث قرار داد.( به گزارش قواعد "ناموسی" زنان و اطفال را از دسترسی به صحت محروم می کند مراجعه کنید.)

گزارش ها به نشر رسیده نشان می دهد که چگونه دیدگاه های مبنی بر حیاء و ناموس به سطح بلند مرگ و میر کمک می کند. بسیاری از مردان از ترس اینکه ممکن داکتران مرد با زنان شان تماس کند به آنها اجازه نمی دهند که مراقبت ها قبل از ولادت را فرا گیرند.

در گزارش دیگری در مورد تعبیض که زنان در محلات کاری با آن روبرو اند دیدگاه های بیان شده است. کارمندان اناث همواره آزار واذیت های جنسیتی، نگرش های سنتی اجتماعی و ترس اخراج شدن که مانع گزارش دادن در مورد این چنین سؤ استفاده ها می شود را تجربه می کنند.( برای جزییات بیشتر به گزارش زنان افغان می خواهند در برابر آزار و آذیت محل کار اقدام شود مراجعه کنید.)

 

کاری دیگر که تحت برنامۀ حقوق بشر صورت گرفته است راه اندازی ورکشاپ گزارشدهی تحقیقاتی در ولایت هرات بود که تعداد 30 تن از خبرنگاران در آن اشتراک ورزیده بودند. اشتراک کنندگان گفتند که با آنکه برای تهیه گزارش های عمیق نیاز به مهارت ها است، آنها نیز آموختند که تحقیقات نیرومند تا چه حد باعث توسعۀ جامعۀ می شود.

شود."

نجیب الله بینیش، ویرستار شرکت تولیدی رنا در ولایت بادغیس گفت:" من در این ورکشاپ ها آموختم که مردم در ولایت بادغیس نسبت به والی، ولسوال و قومندان امنیه نیاز بیشتر به ژورنالیزم تحقیقاتی دارند، بخاطریکه این نوع از گزارشدهی است که باعث آوردن صلح، عدالت و اصلاحات می  شود حسن حکیمی، گزارشگر آژانس خبری پژواک در ولایت غور گفت که او حالا درک کرده است که کار وی کمک بزرگ به بازسازی کشور می کند.

اوگفت:" اگر از من پرسیده شود که از میان سرک، برق، آب و تحقیقات بالای کدام اش سرمایه گذاری می کنید؟ من در پاسخ خواهم گفت بالای تحقیقات بخاطریکه تحقیقات منابع برای تمامی انکشافات از قبیل سرک ها، آب و برق است."

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >