افغاني ميرمنى د آزادۍ له پاره جنگيږي

هغه په سل ګونو ميرمنى چى له خپلوکورنيو څخه جلا شوي او په زور سره طالبانو ته واده شوي، د خپلى خپلواکۍ له پاره قانوني ګامونه اخلي.

افغاني ميرمنى د آزادۍ له پاره جنگيږي

هغه په سل ګونو ميرمنى چى له خپلوکورنيو څخه جلا شوي او په زور سره طالبانو ته واده شوي، د خپلى خپلواکۍ له پاره قانوني ګامونه اخلي.

Monday, 21 February, 2005

هغه افغاني ميرمني چى غواړي له خپلو طالب خاوندانو څخه طلاق واخلي ډله ډله د هيواد له محکمو څخه د استيناف غوښتنه کوي.


د پلازمينى د قانوني کميسون د مشر محمد عثمان په وينا د کابل په ١٦ ناحيو کى هره ورځ نژدى ٥٠ ميرمنى غواړي چى خپل ودونه مات کړي يا په بله وينا د طلاق په اخيستو له خاوندانو جلا شي.


پداسى حال کى چى د ٢٠٠١ کال د نومبر په مياشت کى د طالبانو له نسکوريدو وروسته افغانستان ډير ټولنيز پرمختګ کړى، خو دا ټولنه لا هم په ژور ډول محافظه کاره پاتى ده او ډير خلک لا له دى نظر سره توافق نه لري چى يوه ښځه دى د طلاق کارروايي پيل کړي.


پر دغى موضوع ناکراري دومره زياته ده چى ځينى ښځى په داسى حال کى توقيف شوي چى پر قضيو يي غور کيږي. د جرايمو د پلټنى يوه افسر IWPR ته وويل : موږ ١٢ ميرمنى چى له خپلو کورونو وتلي زنداني کړي . دوي وايي چى د دوى له خوښى پرته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال واده شوي دي.


په توقيف کى يوه ځوانکۍ ميرمن، چى نه يي غوښتل خپل نوم ورکړي وويل: دوه کاله وړاندى يي په زور واده کړم. اوس چى په افغانستان کى خلکو ته حق ورکول کيږي، زه هم خپله آزادي غواړم. زما خاوند ما نه پريږدي چى کار ته ولاړه شم.


له هغه راهيسته چى د ٢٠٠١ کال د نومبر په مياشت کى د دغو سخت دريزو اسلام پالو رژيم ړنګ شو، نو ډير طالبان يا له هيواده ووتل او يا يي هم ځانونه پټ کړل. نورو بيا خپلى ږيرى و خريلى او خپلى ميرمنى يي په کور کى د بنديانو په شان ساتلي دي. که څه هم د ښځو وروستۍ آزادۍ د رژيم د بدلون له امله دي او اوس خو لا ځينى مصمم دي چى له خپلو خاوندانو څخه بيلى شي.


د زلفيي خاوند د طالبانو سره په استخباراتو کى کار کاوه. هغه ادعا کوي چى واده يي له خوښى پرته شوى او پيښور ته نژدى د کډوالو په کمپ کى ژوند کولو ته اړ ايستل شوى ده. هغه مهال چى يي هڅه وکړه او بيرته د خپل پلار کور ته ستنه شوه، نو کورنۍ يي هغه بيرته د خاوند کور ته د تلو له پاره مجبوره کړه. اوس هغه له دغه واده څخه د ځان د خلاصون له پاره مرسته غواړي.


هغه وايي: پلار مى په ډيرو پيسو زما په خاوند وپلورلم. زه طلاق غواړم او د بشري حقونو له کميسون ( چى يو له خپلواکو ادارو څخه دى چى نوي حکومت تاسيس کړى) څخه د استيناف غوښتنه کوم.


ډيرو جګ پوړو طالبانو واک ته له رسيدو وروسته د دوهم او دريم ځل له پاره ودونه کړي، چى بالاخره د طالبانو روحاني مشر ملا محمد عمر خپل قومندانان منع کړل چى له يوه څخه زيات واده نه شي کولى.


خو ځينيو ميرمنو بيا بله لار نه درلوده. ملا رادي ګل چى د ملي ګارد د قومندان ملا قيوم ذاکر ملګرى وو، غوښتل يي کابل ته نژدى د کاپيسا له ولايت څخه له يوى نجلۍ سره واده وکړي.


نجلۍ د واده له پاره د هغه وړانديز رد کړ. پلار يي هم د خپلى لور پلوي وکړه، خو هغه ته د ګواښونو له امله يي هغه چمتو کړه، او له هغه وروسته نجلۍ د ځان وژنى هڅه وکړه. واده تر سره شو او اوس هغه د نورو ډيرو کابلي تعليم يافته ښځو په شان له خپلى کورنۍ څخه ليرى په غربت کى شپى سبا کوي.


د کابل د دوهمى ناحيي يوه قاضي عبدالشکور IWPR ته وويل: ډيرى ښځى چى محکمى ته راځي دا ډول قضيي لري. دا چى موږ له سترى محکمى څخه کومه پريکړه نه ده تر لاسه کړى نو له احتياط څخه کار اخلو.


په افغانستان کى ډيرى مسلمانان سوني دي او حنفي اصول تعقيبوي. په عادي حالت کى ښځې ته اجازه نه ورکول کيږي چى نارينه طلاق کړي. په بعضى حالاتو کى چى محکمه پريکړه وکړي چى واده د ښځى د غوښتنى پرته شوى نو بيا دا کار کيدى شي خو داسى کيدل ډير لږ دي.


اکثره هغه نارينه چى په واک کى وي، يعنى جنګ سالاران، کورنۍ په زور سره مجبوروي چى لوڼى يي واده کړي. په ډيرو قضيو کى د دى پر ځاى چى د دوى غوښتنى ته ځواب ووايي، ټوله کورنۍ هيواد پريږدي.


يو قومندان نژدى ١٤٠٠٠ ډالره په تحفو ولګول او د خپل واده د چمتوالي له پاره قندهار ته ولاړ، خو چى بيرته راستون شو هغه څوک يي چى د واده له پاره په پام کى وه د خپلى کورنۍ سره يي ځان تري تم کړى وو.


واکمنو د هغو ميرمنو چى له کابل او نورو ولاياتو څخه وړل شوي يو لست جوړ کړى او په زور او جبر سره د تر سره شويو ودونو پلټنه کوي.


د بيلګى په توګه د جنوبي ولايت هلمندڅخه د نظرمحمد په نامه يوه طالب د کابل په مکروريانو کى يوى نجلۍ ته د واده وړانديز وکړ. درى پلا له رديدو وروسته هغه يو ملا او وسله وال کسان د هغى کور ته بوتلل، هم هلته يي واده کړه او له ځانه سره يي هلمند ته يوړه چى په سل ګونو ميله ليرى دى. د طالبانو د نسکوريدو وروسته هغه کابل ته وتښتيده چى اوس له خپلى کورنۍ سره ژوند کوي.


Frontline Updates
Support local journalists